ټولنیزه برخه

شخصیتونه په پیسو نه جوړیږي‎‎

امین وردګ

ځینې خلک داسې ګمان کوي چې ګني پیسې به نو هر څه کولای شي، ځکه خو یې د لاسته راوړلو د پاره له هر څه تیریږي هم ؛ مګر هغوی اشتباه شوي دي ! پیسې نفوذ او اعتبار لوړولی شي، مګر شخصیت نه شي جوړولی.

زه ډېر داسې خلک پېژنم چې پیسې لري خو شخصیتونه یې لوېدلي او داسې کسان مې هم ډېر لیدلي چې پیسې نه لري مګر الله پاک لوړ شخصیتونه پرې لورولي دي.

ځینو غربي امپریالستو مفکرینو او مبتکرینو ډېر کوښښونه وکړل چې پاسنی حقیقت پټ کړي او هر څه د پیسو تابع وګرځوي، مګر پاتې راغلل.
ثروت او قدرت ځي! مګر شخصیت پاتې کیږي.

تاسو د هر دولتي ارګان د سرپرستو څوکیو تواریخ وګورئ چې څومره خلک پرې ناست دي ؟ څومره خلکو یې د لاسته راوړلو کوښښونه کړي او څومره ترې شړل شوي دي؟

دا په جیبونو کې مو پرتې پیسې وګورئ! سره له دې چې کاغز دی او ډېر کم عمر لري خو فکر وکړئ! چې تاسو به یې څووم څښتن واست! همدغه پیسې چې نن ستا جېب ته راغلې، څو ورځې به له تا سره وي؟ همدغه پیسې پرون د خان وې، نن ستا، خو سبا به د یوه ګدا سره وي.

دا منم چې په ځینو مجالسو کې د بډایو خلکو خبره په غور سره آورېدل کیږي، مګر مساکین او فقراء څوک نږدې لا هم نه ورپرېږدي.

دا هم منم چې د مقتدرو خلکو نفوذ تر کمزورو زیات وي او پر خلکو یو ډول ځانګړی راج تحمیلولای شي، مګر شخصیت یې هېڅ تغیر نه کوي.

که یو سړی هم ثروت ولري او هم قدرت، مګر شخصیت یې لوېدلی او ضعیف وي، هغه کس تر همغه وخته د اعتبار څښتن دی، څو چې دغه دواړه ورسره وي؛ خو کله یې چې ثروت او قدرت له لاسه ووزي، نو ایله بیله خو به ځانته متوجه شي، چې وزن او قیمت یې څومره دی.

خلاصه د مبحث دا شوه چې؛ تر ټولو وړاندې باید خپل شخصیتونه جوړ کړو او بیا د ثروت او قدرت تر لاسه کولو په فکر کې شو! مګر بیا به هم تل د خپلو شخصیتونو مراقبت کوو! ځکه چې ممکن پیسې او اقتدار تر ټولو وړاندې زموږ او ستاسو پر شخصیتونو ګذارونه وکړي او هر څه له لاسه ورکړو.

هر کار چې کوئ، نو تر ټولو وړاندې مو شخصیت په نظر کې نیسئ! که کوم کار ستاسو شخصیت ته زیان رسولو، نو مه یې کوئ اګر که مو مادي ګټه هرڅومره پکې زیاته هم وي، خو تر شخصیت یې لوړه مه بولئ.

دون شخصیته انسانان تر نورو خطرناک او رذیل وي.

حالات ګذر کوي او پر یوه ځای ډېر نه تم کیږي، اما شخصیتونه وفاردار وي، ځکه خو د ژوند په ټولو پړاوونو کې په صدق سره زموږ ملتیا کوي.
هغه اساسي لاملونه چې زموږ شخصیتونه را جوړوي څلور دي:

۱- سالمه فامیلي تربیه.

۲- مناسب ماحول او محیط (یعنې چې هلته با شخصیته اشخاص اوسیږي)

۳- له باشخصیته کسانو سره ناسته ولاړه.

۴- د لوړو شخصیتونو اثار مطالعه کول، افکار او اعمال یې تعقیبول.

ومو لیدل چې د شخصیت جوړولو پاسني څلورواړه لوامل په پیسو پورې اړه نه لري!

شاید هغه لوستونکي چې علمي کچه یې ابتدایي وي- د شخصیت پر مانا سم پوه نه شي او یا د شخص او شخصیت تر منځ توپیر او تفکیک و نشي کړلای، نو د هغوی لپاره ضروري ده چې لاندې مطالب ولولي، تر څو د شخصیت پر مفهوم پوه شي.

شخصیت:

ا- د انسان معنوي ارزښتونو ته شخصیت ویل کیږي.

ب- اخلاق د شخصیت ښکارندویي کوي.

ج- برخورد او تعامل د شخصیت اجزاء دي.

د- په سفر او معاملاتو کې شخصیتونه ښه پېژندل کیږي.

ه- هر څه به پټ شي، خو شخصیت نه پټیږي.

و- شخصیت ته پاکې جامې ور اغوستل کیږي، خو خیرنیږي هم.

ز- شخصیتونه د اشخاصو د طبیعي حرکاتو له امله ډېر ښه پېژندل کیږي.

ح- له هېچا څخه د هغه د شخصیت په هکله پوښتنه مه کوئ؛ ځکه چې ریښتیا نه درته وایي، بلکې مرور د زمان یې پخپله درته ښیي.

ریښتیا ویل، وفا کول، زړه سوی، د بل پر غم غمجنېدل، د شخصي ګټو په نسبت ملي ګټو ته ترجیح ورکول، وخت بې ځایه نه تېرول؛ په حرکاتو، سکناتو الفاظو او جملاتو کې نرمښت، تعادل او ادب ساتل، شجاعت او مردانګي؛ په حق ویلو کې جرئت او جسارت؛ مظلوم ته لاس ورکول او د ظالم پر وړاندې درېدل، له پست او زشتو کارونو څخه ځان ساتل او دغو ته ورته… ټول ښه خواص په باشخصیته خلکو کې موندل کیږي.

دروغ، چل، تکبر، ظلم، ځان تر نورو بهتر ګڼل، تمسخر کول، له کمزورو سره زور وهل، پر ښځو او ماشومانو فشارونه واردول، بد الفاظ کارول، پر سپکو کارونه نه شرمېدل او داسې نور… بد کارونه ټول په بې شخصیته او یا دون شخصیته خلکو کې لیدل کیږي.

نو له شخصیت سره مو ډېر پام کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx