نړۍ

دامریکا په یو شمېر ایالتونه کې دطوفان تازه لړي ۵۶ کسه ووژل

storm3 دجنوبي امریکا په ځینو ایالتونوکې دتېزې هوا اوتوندوبارانونوتازه لړي پیل شوي ده چې له امله یې  مرګ ژوبله اوغیرعادي حالت رامنځ ته شوی دي. 

دمرستندويه کارکونوپه ویناچې په اوسني اوتازه طوفان کې لږترلږه ۵۶ تنه وژل شوي اوګڼ شمير کورونه ، دنګې ودانۍ اوسړکونه سخت زیانمن شوی دي .

 اوهمداراز يې دبریښنا نظام هم ګډوډ شوی دي . یوه ورځ وړاندې دایلی بیما ریاست دهمدغه سخت موسم په لمن کې ونغښتل شوچې دټسکالوسا ښارئې سخت زیانمن کړ او دچارواکو په وینایې تراوسه  د۶ تنودمرګ تصدیق شوي دي  خودنورې زیاتې مرګ ژوبلې احتمال  هم ښودل شوی دي.

 دیادونې وړده چې دارکنسا اوایلی بیما  په ګډون دامریکادجنوبي ایالتونو والیانولا وار د وړاندې بیړني تدابېر نیولي وو اوټول شته  امکانات یې په کاراچولي و. چې  ترډیره حده يې دمرګ ژوبلې کچه ټيټه ساتلي ده . 

دسه شنبې دورځي په تازه پیل شوي طوفاني لړي کې دټیکساس اومېزوري ایالتونه هم متاثر شوی دي .  دیادونې وړده چې په روانه میاشت  کې دامریکاپه جنوبي برخه کې  دطوفانوله کبله دوژل شویوکسانوشمېر ۴۶ تنوته رسیدلې دي.

ندیم  (توخي )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x