نظــر

څه چې په ګران افغانستان کې وليدل شوه

اینجینر محمد عارف محمدي ځدراڼ

سریزه

د ۲۰۰۱ م کال د نیویارک پيښه

په ۲۰۰۱ م کال کې په نیویارک چې هر څه پېښ شوه په هيڅ افغان پورې اړه نلري اوهم هيڅکله د ګران هېواد افغانستان څخه ده پېښه نده شویې
حق او رښتیا ویونکي ، اوریدونکي او لوستونکي با ید په یاد ولري چې ۱۹۹۸ م کال کې په ګران هېواد افغانستان باندې د امریکایانو په ژبه د تروریزم تر نوم او پلمې لاندې په خوست باندې راکېټي حملې وکړې د منطقې (خوست) څخه تر لاسه شویو معلوماتو پربنیاد هلته یوازې او یوازې لومړانۍ ښونځۍ وه او بس ولې په خپګان سره وليکل شي چې د دې ناوړه او ناوړه حملې په مقابل کې په ملي او نړیواله کچه هیچا هم د غند نې ږغ پورته نکړ یوازې او یوازې په نوي ډهلي کې د اسلامي حزب نمایند ګۍ دغه حمله په کلکو ټکو وغند له د امریکایانود دې حملې په مقابل کې د منطقې د هېوادو او افغانانو د بې تفاوتۍ په نتجه کې د۲۰۰۱ م کال د اوکتوبر په ۷ نیټه د ګرې شېرون په مشرۍ د کابل د ښکلي او تاریخي ښار په شمول د ګران او ګران هېواد افغانستان په ۳۱ ځایو باندې د نړیوالو قوانینو خلاف تېرئ وکړ.

د حامد نومي په مشرۍ يو څو لاس پوڅي کابل ته راوړل زه د حامد تر څنګ کرزئ نه لیکم ځکه چې کرزي یو لوی ، غیراتي، شریف او تاریخي قوم دئ او د ګران هېواد په اداري چارو او ابادۍ کې یې همیشه پوره مثبته ونډه اخستې ده

د حامد او کارمل فرق دومره دئ چې کارمل روسان راوړل او حامد امریکایان بل کارمل د شړلو په وخت کې ویلی وو (قوه ېې انقلابی در مقابل قوشون سرخ بخيزی) حامد هم د ستره تیجیک تړون نه لاس لیک کاوو چې مرحوم مجددی ور باندې په قهر وو حا مده د کومو اسنادو او دلایلو پر بناه تاسو هم د تروریزم ، تروریزم او د یموکراسۍ خبرې کولې کوم اجتماعي او نور هر اړخیز عدالت چې په اسلام کې شته په هیڅ مد ني قانون کې نشته هو! طالبانو په هغه وخت کې تیروتې درلودې ولې د جوړې او اصلاح وړ وې ولې د امریکایانو د یموکراسي او د ښځو د حقوقو تر نوم او پلمه د نورو ویجاړیو بر سره تر
یو میلیون افغانان شهیدان او له منځه ولاړ

هرومرو باید په ګوته شي چې ده څو ځانګړیې څېرې د افغانانو د ښځو استازي توب هيڅکله هم نشي کولئ اوس نړیواله ټولنه هم پوه شویې
حامد چې اوس تر شپږم ټولګي پورته د جلکیو ښوونځۍ او بشري حقوقوپه هکله ږغ پورته کوي اود یوناما استازو سره لید نه کتنه کوي بل څه ندي یوازې او یوازې خپل ځان رسوا کوي او بس د کندهاریو په ژبه ورته و ویل شي چې حامده یا خواره ځغله -او-ځغله —

یادونه کوم لکه څرنګه چې ورسه یا ورشوتړون د کمونیستي روسیې په مشرۍ د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي یا جدي په شپږمه د کارمل په راوړلو سره یرغل وکړ او ۱۳۶۸ لمریز کال د د لوې په ۲۶ له شرمېد لیې ماتې سره یې وروستۍ روسي جنرال بوریس ګروموف د حیراتان له لارې د ګران افغانستان له پاکې خاورې څخه ووت او هم د امریکا قواوې د ۲۰۲۱ م کال د اګست په (۳۰) له ګران هېواد افغانستان څخه و واتې افغان مجاهد ولس د امریکا په مشرۍ ناټو تړون ته غاښ ماتونکې ماتیې ورکړه ګران افغانستان یو ځل بیا پوره خپلواکۍ تر لاسه کړه ټول افغان مجاهد ولس ته د ورسه او ناټوپه مقابل کې د دغه جهاد برئ نیکمرغه او بختور وي دلته یادونه کوم چې په نړۍ کې دغو دواړو نظامي او اقتصادي تړونو ماتې وخواړه بل داسې کوم نظامي او اقتصادي تړون نشته چې په ګران افغانستان باندې یرغل وکړي او لاس پوڅي راوړي یوځل بیا یادونه کوم جې ده دریم ځل دئ چې افغان مجاهد ولس په نظامي ډګر کې په زړه پورې برائ تر لاسه کوی په خپګان سره باید ولیکل شی چې د انګریزانو څخه د نظامی بریالیتوب څخه وروسته ګران افغانستان مځکنئ بشپرتیا له لاس ور کړه او د روسانو سره د نظامی بریالیتوب څخه وروسته حزبی او قومي جنګونه پیل شوه چې د کابل ښکلئ ښار د کابل پوهنبون په شمول چور او رقص مرده تر سره شو چې تاریخ یې نشي جبران کولئ

ده دریمه کامیابی یا بریایلیتوب د وینو د قیمت تر څنګ په سیاسي پوهې په ذریعه چې د دوحې تړون وو د امارت د محترمو استازو د هلو ځلو تر څنګ ډېرو افغانانو د سرو په قیمت د مېډیا او نشراتو په ذریعه پوره مثبت ګامونه اخستي دي د مثال په توګه محترم پروفیسو محمد صدیق نورزوئ، محترم خطاب صاحب، محترما سمین جانه، محترم هوتکي صاحب، محترم قاری صاحب صفی الله خان او نورو مخورو افغانانوپه لارښونه اومشوروپه دوحه لاس لیک شو چې په تفصیل یې ډېر کتابونه لیکل کیږی دغه د امریکا او ناټو څخه بریالیتوب د هر افغان وظیفه ده چې د سر او مال په قیمت وساتي د جلکیو یا جیناکیو زده کړې

کوم څه چې په پکتیا کې د جیناکیو د زده کړې په هکله وشوو په منا سبه توګه ونشول ځکه چې د زده کونکو له خوا د ښونې او پوهنې د ریاست کړکۍ او ښيښې ماتې شوې دځینو اوازو له مخې د امارت د امینیاتي مسولینو له خوا ځينې خلک بندیان شوی که څه هم د پکتیا د ښونې او پوهنې د ریاست له خوا د بندي کېدو مسله په کلکه رد شوه او مظاهره کوونکو ته د څه مبلغ افغانیو په ور کولو سره ټول مظاهره کوونکي خپلو کوروته لیږل شوې او هیڅوک ندي بندیان شوې

د ښونې د پخواني سرپرست وزیرصاحب مولوي نورالله منیرخبرې تر یوې کچې رښتیا دي چې وایي چې د جلکیو زده کړې یوه کلتوري مسله ده پدې هکله یوې تاریخي پېښه په ګوته کوم هغه ده چې څه باندې شپیته (۶۰) کاله پخوا د پکتیا ولایت مرکزګرد ېز کې په لومړي ځل د جیناکیو ښونځۍ د پکتیا د یوه قومي ، حکومتي او د ښه نوم پژند ل شوی شخص په واسطه چې مرحوم میزا نور محمد خان نومېده پیل شو په داسې حال کې چې په هم دې وخت کې په کندهار کې د جیناکیو د ښونځۍ په سر د خلک د منفي نظریاتو له وجې مرګ ژوبله رامنځته شوه

ولې د ښونې د پخواني سر پرست وزیر منیر صاحب په خبره هم قناعت ونشي ځکه چې زده کړه چې په هره څانګه کې وي لکه طب،انجینري ، کرهڼه ——– او نورو کې جدي پاملرنه ورته وشي د جیناکیوښونځۍ هر څه رز پرانستل شي وخت له لاسه ورنکړل شي

دلته د ښونې او زده کړې په هکله یوه بله تاریخي مسله په ګوته کوم هغه دا چې په(۸۳۰ م کال) ګې یو ریاضي پوه چې محمد بن موسی نومېده چې ټول یې پژني د خپلو نورو فارمولو تر څنګ یې د الجبر پوهنه یا علم را منځته کړه چې اوس د هر ډول پوهې او پرمختک سبب وګرځېده سرچينه یې د اسلام مقدس دین دئ د محمد بن موسی په وخت کې له اروپا حتی د چین څخه خلکو د ښې زده کړې لپاره اسلامي هیوادو ته سفرونه کول چې یو ښه مثال یې ابن سینا بلخي دئ چې د مکروب په پژندلو سره یې د طبابت په څانګه کې په زړه پورې لارښونې کړیې دي د کرونا د ساري ناروغۍ په هکله پوهانوډېرې څېړنې اومعلومات را ټول کړه د مبارکو احادیثو له قوله کوم څوک چې ناروغه وي د نورې کورانۍ غړو څخه د ځان بېل او لرې وساتې چې د ساري ناروغېو په هکله مهمه او علمي لار ښونه ده اوسنۍ تیکنالوجي چې تر مریخه وراسېده سرچينه او لا رښونه یې د اسلام مقدس دین او احکام دي ولې په ډېراوډېر خپګان سره په ګوته شي چې د اسلام ضد کړیو اوهم اسلام علماؤ د بې تفاوتۍ، سرټمبګۍ او بې خبرۍ له وجې آروپایانو طبعي علوم تر لاسه او پرمخ تګ یې وکړ چې یوه ښه بېلګه یا مثال یې د لرې واټن بې پیلوټه طیارې دي چې د ګونډیو په مریتوب او مرسته د موږ د ګران اوګران افغانستان په حریم تېرئ وکړ او کوی یې خو د افغانستان دفاعي قواوې هیڅ هم ونشو کولئ تر اوسه ندي لیدل شوي چې کوم راکیټ، توپ ، طیاره او ټانک په مدرسه کې جوړشوي وي که څه هم د کورانئ او اجتیماعي ژوند، اخلاق او د جرایمو د مخنوی حدود له اسلامی لارښونې څخه زده کیږی نو ویلۍ شوچې هرعلم په خپل ځائ کې ضروری دئ قدراو ارزش لری چې ښه مثال یې برق ، طب ، کرهڼه او نور —- دي

امید دئ چې د امارت محترم مشران هر څه زر تر زره تر شپږم ټولګي پورته د ښونځیو دروازې خلاصې کړي تر څو د هر ډول دښمانانو خولې بندې شي او هم به نړیوالې مرستې ترلاسه کړل شي چې په دې وخت کې ډېر سخت ضرورت دئ

د امارت د ویاړلیو مشرانو پام او توجه څو لاندې ټکیوته ګرځوم

۱- هر څه زر تر زره تر شپږم ټولګي پورته د جلکیو پر مخ د ښونځیو دروازې پرانیستل شی

۲- د خلکو سره ښه چلن ځکه ډېر خلک په ادارو او نورو ځایو کې تهدید شوي و له دندو شړل شوي په ډېره لوړه کچه ور ته ویل شوي چې موږ جهاد کړئ هر څه چې کوو ده د موږ۰ حق دئ دا هر هغه څه دي چې د نجیب له ماتې وروسته ځینو جهاد نامه څېروبه دا ډول ټکي په کارول هغه ؤچې جنګونه پیل شوه رقص مرده اود ښځو بي عزتي تر سره شوه د کابل پوهنتون چې په نړیواله کچه یو علمي ،کدري او تاریخی مرکز ؤ چور او تاله شو علمي ،تاریخي او کدری اثار د شومو اهدافو لپاره بهر ته یوړل شؤ او حتی د کابل د پوهنتون ښکلئ نوم په دانشګاه ګدها هاهاها– واوښت په دې هکله څېړنه او پوښتنه زر تر زره وشي

۳- علمي کدرونه په دندو و ګمارل شي

۴- د تلیفون د باندنیو کوډ په هکله پرته له (۹۳) څخه د نورو د تلیفون دکوډ په اداري او رسمي چارو کې استعمال نشي چې یوه خطرناکه استخباراتي لوبه ده

۵- امارت ته ښایي چې هر څه زر تر زره د څه باندې ۴۰ کالو د ملي خآینانو او جنایت کارانو دوسیې و څېړل شي

۶- په ګران هیواد افغانستان کې د اقلیتو د حقوقوتر نوم لاندې د امتیازاتو ږغ پورته نشي هر څوک د افغانیت ، پوهې او لیاقت پر بنیاد حقوق او امتیازات تر لاسه کړي نه د قوم ، اقلیت ،اکثریت او حزب

۷- د چاپریال یا محیط ساتنې ، صادراتواو واریداتو ته له اقتصادي او صحي پلوه تواجو وشي

۸- څرنګه چې عشر او زاکات شرعی احکام دي د پوره معلوماتو پر اساس تر سره شي

۹- د مالیې را ټولول د عایداتو پر بنا را ټول شي

د شلو کالو داسلامي نومي جمهوریت لاسته راوړنې په هکله

ما پدې شپږو میاشتوکې د حامد څخه تر مخه تر اشرفه پورې کومه مثبته لاسته راوړنه ونه لیده کوم څه چې پدې ۲۰ کالو تر سره شوي دولاتي او د خلکو مځکې او نور جایدات په ناروا توګه نیول شوي

چې ډېر ښه او ژوندي مثالونه یې کارتې پروان او دشتې برچي دي چې ځانګړو پرګانو لاندې کړیې پرته د ښاري پلام پخوانۍ ودانۍ ویجاړې د خپلې خوښې جدې او سرکونه تېر او نومول شویې چې ډېره لویه ښاري ، روغتیایې او ټولنیزې ګډ وډۍ یې را منځته کړیې دي چې د ښاروالۍ ، د کرنې او صحي وزاراتو جدي پاملرنه ورته غواړم

په همدې ډول د کا بل د ښار په شمول په ټول مملکت کې ډېر ښارونه پرته د کوم ښاري پلان په درلود لو سره جوړ شوي د تشنابو اوبه په مځکه کې پمپ کيږي د څاه ګانود اوبو سره ګډې د اسلاميږ چې د روغتیا او زلزلې له وجې د لوی ناورین سره مخامخ دئ چې یوه بېلګه یې د سږ کال بارانونه او سیلابونه ؤ چې په ټول هېواد کې یې مرګ ژوبله او تاوان وراساؤ چې دا ډ یر لوئ فني او تخنیکي بحث او څېړنې ته ضرورت دئ

په درنښت

د حق، عدالت ، زده کړې او پوهې په لور
۲۰۲۲/ ۱۵/ ۱۱

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx