افغانستان

طالبانو په هلمند کې له چارواکو سره د جګړې د درولو په موخه خبرې اترې په کلکه رد کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د هلمند د ولایتي چارواکو له لورې د جګړې د درولو او سولې په تړاو د طالبانو سره د ممکنه خبرو اترو خپرې شوې ګنګوسې ناسمې وبللې او هر له ځايي حکومتي چارواکو سره یې هر ډول مذاکرات رد کړل.

د هلمند ولایت د امنیتي ادارو ځانګړی قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد وړمه ورځ رسنیو ته وویل، چې په سنګین ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره د جګړې د بندولو په موخه خبرې پیل کړي دي.

شېرزاد زیاته کړې وه، چې دوی اوس یواځې سنګین ولسوالۍ د جګړې د بندولو په اړه خبرې کړي او شاید په نورو ولسوالیو کې د خبرو اترو لړۍ پیل کړي. د نوموړي په وینا د طالبانو ځېنې مشرانو ورته ویلي چې له جګړې ستړي شوي او دسولې پروسې سره یوځای کیږي.
خو طالب ویاند نن ټکي اسیا ویب پاڼې ته د هلمند ولایت د امنیتي چارواکو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې..

قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی رښتیا هم په هلمند کې د دولت سره د اوربند په اړه خبرې کړي دي، وویل چې دوی له دولت سره هيڅ ډول اړیکه نه ده نېولې.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، چې دا د دولت د تبلیغاتو او پروپاګندونو هغه برخه ده چې د خپلو عسکرو د مورال د لوړولو لپاره يې کوي.

قاري یوسف احمدي د دا ډول ګنګوسو د خپرولو تر شا د دولتي چارواکو د هدف په اړه وویل:«…هغه عسکر چې په کابل او نورو سيمو کې اوسيږي او بیا هلمند ته استول کيږي هغو ته یو ډول اطمنان ورکوی چې ګنې دلته خبرې پيل شوي او نور به جګړه نه کیږي، که داسې دروغجن اطمینان ورنه کړي عسکر او پولیس يې له لیکو تيښته کوي خو هلمندته نه ځي».

طالب ویاند وايي چې د هلمند په نورو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده او هغه تبلیغات چې دولت یې کوي، هيڅ حقیقت نه لري او دی يې په ټینګه ردوي.
که څه هم د شېرزاد په وینا په هلمند کې د طالبانو د شمېر ۱۷ برابره عسکر مېشت دي؛ خو سربېره پر دې هم طالبان په دې توانېدلي، چې دوی ټولې هغه سیمې چې له دولت څخه یې نیولي اوس هم د دوی تر ولکې لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM;

PA HELMAND KEE 400 PUNJABIAN MURDAR SHWEE DEE.

zahid

ماشا الله ستاسو ڈیره په زڑه پوری
ویب پانڑه ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x