
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۴۰۱ل): د فوټبال نړیوال جام سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي چې ارجنټاین لوبډلې کروشیا ته په ماتې ورکولو سره د یادو اتلولیو پایلوبې ته لار وموندله.
ارجنټاین د نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته په حیرانونکې توګه ماتې ومنله، خو وروسته یې د مشهور ستوري لیونل میسي په مرسته ټولو سیالیو کې بریاوې خپلې کړې.
ارجنټاین منځلوبه کې هالنډ لوبډلې له ۲-۲ برابرېدو وروسته په پینالتي شاټونو وهلو کې ماتې ورکړه، دغه راز یې کروشیا ته نیمه پایلوبه کې په ۳-۰ ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.
د ۲۰۲۲ نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه به د مراکش او فرانسې لوبډلو ترمنځ نن د شپې په ۱۱:۳۰ دقیقې ترسره شي.
فرانسه لوبډله به د خپلې اتلولۍ دفاع کوي چې په ۲۰۱۸م کال کې یې کروشیا ته په ماتې ورکولو دغه اتلولي خپله کړې وه، خو مراکش لوبډلې په لومړي ځل د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده.
مراکش لوبډلې تر دې دمه په نړیوال جام کې ماتې نه ده منلې، په داسې حال کې چې فرانسې تونس ته یوازینۍ ماتې منلې ده.
مراکش خپله لومړۍ لوبه د کروشیا سره صفر-صفر مساوي شوه، بیلجیم ته یې ۲-۰، کاناډا ته ۲-۱ او هسپانیا ته په پینالتي وهلو ۳-۰ ماتې ورکړه چې یو له پياوړو لوبډلو یې له نړیوال جام بهر کړه.
دغه راز یې منځلوبه کې د رونالډو لوبډله پرتګال په ۱-۰ ماته او له نړیوال جام بهر کړه، چې ورسره د رونالډو لپاره د نړیوال جام خوب له منځه ویوړ.
د مراکش او فرانسې لوبډلو ترمنځ به نیمه پایلوبه جالبه وي چې مراکش ناپيژندل شوې لوبډلې په غیر متوقع ډول حیرانونکې بریاوې خپلې کړې او کولی شي خپله جادو پر فرانسې هم وچلوي.
خو بل لوري ته د فرانسې لوبډلې پياوړي لوبغاړي هم ددې وړتیا لري چې د مراکش دا سلسله پای ته ورسوي او ارجنټاین سره نیمه پایلوبه کې د یکشنبې په ورځ مخ شي.