نظــر

د نړیوالو مرموزو لوبو سره ویښ اوسئ

خالق یار احمدزی

پر هیواد مینو، ځوانانو، فعالانو، د واک او ځواک څښتنانو او انقلابونو ځپلیه ولسه! له فعلي نظام څخه ملاتړ د هر یوه افغان فرضي دنده ده، باید له هرې ممکنه وسیلې یې د دفاع په لار کې قرباني ته چمتو و اوسیږو.
ولسه! په تیرو څو لسیزو کې مو چې د دریو نړیوالو اشغالګرو امپراطوریو ککرې ماتې او پلانونه مو یې په نطفه کې خنثا کړل، د هر یوه یې موخې ډیرې ژورې، اغیزمنې او له فسادونو ډکې وې.
هر یوه یې غوښتل افغانستان د خپلو ارزښتونو او ګټو د خوندیتابه مرکز وګرځوي او له دغه څلور لاري څخه په سیمه کې خپل سر سخته رقیبان وننګوي.

باید له یاده ونه باسو، چې که امریکا مو پرون ایستلې، نو شومې مرموزې هڅې یې هم ختمې شوې؛ دلته د امریکایي ګټو د خوندیتابه لپاره داسې کسان وروزل شول، چې تر لسیزو به یې راسره فکري مخالفت روان وي.

هغوی به له فزیکي تاوتریخوالي نیولې، بیا تر تبلیغاتي هڅو؛ کوښښ کوي، څو افغانستان د ښادۍ ورځ ونه ویني، له دې ځایه د سیمې د هیوادونو د سوکالي لیدل شوی خوب هم ناسم تعبیر کړي او مظلوم افغانان هم د اور او لمبو خس و خشاک کاندي.
دلته که چین پانګونې ته رامخته کیږي، یا بل کوم لوری، د امریکا لخوا به یې په غیر مستقیمه توګه پښې وهل کیږي.
هو! امریکا همغه فکر کرلی، لکه چې انګریزانو لسیزې وړاندې وارد کړی وه؛ لکه چې روسانو کلونه وړاندې پر افغان نما څیرو منلی وه؛ اوس همغه مکتب کې امریکایانو هم خپل فکري لارویان وروزل او له دغې ثمر ته رسیدلې میوې څخه په کرار کرار څکه کوي.

څه کول پکار دي؟

مونږ ته یو داسې سیاسي لیدلوری پکار دی، چې هم لویدیځه نړۍ پر ځان باوري کړو، هم د سیمې هیوادونو له امن افغانستان څخه ډاډمن کړو او هم دلته پانګونې ته خپل او پردي را جلب کړو.

اوسنی نظام بشپړ اسلامي او خپلواک افغاني دی، په کار ده د اسلامي ارزښتونو له مخې خپل دردېدلي ولس ته ځان وروړاندې کړي؛ نړۍ ته دې د همدې ویاړلي اسلامي نظام او افغان حاکمیت له مخې حکیمانه او مدبرانه ځان وروپېژني او د ویښ سیاسي تعامل په پایله کې دې خپله هېوادنۍ او سیمه اییزه لاسته راوړنه پرې ومني.

په هېواد کې د هر افغان وگړي منل، ساتل او د هغوی پیاوړتیا د نظام اساسي دنده بلل کېږي؛ نو باید ورسره خبره وشي د هغوی غوښتنې د یو خواخوږي افغان واکمن په توگه واورېدل شي، کټ مټ لکه محمد صلی الله علیه وسلم، چې کله مدینې ته ولاړ هلته یې د یو بشپړ هر اړخیز ټولنیز نظام بنسټ کېښود، ان د مدینې له یهودو سره یې تعامل ته لار پرانیستله او د خپل ځان په اړه یې د هغوی باور ډاډمن کړ، حبشي بلال، فارسي سلمان او نور په لس گونو د نورو نژادونو انسانان یې د اسلام په ویاړلي دین له مشرفتوب سربېره د اهلیت او پوهاوي له مخې په خپل نظام کې ورسره اساسي ځای په ځای کړل او خپل صف يې لا پرې غښتلی کړ، چې تر ننه د اسلامي نظام لپاره د ویاړلي لارښود حیثیت لري.

نړۍ په ځانگړې توگه یهودي او سیکولر هېوادونه مو ازلي دښمنان دي، غواړي په یو نه یو ډول مو هېوادنۍ خپلواکي، سراسري امنیت او ولسي هوساینه وننگوي، خو په دې برخه کې به بیا هم هغه رټلی او مرور افغان کارول کېږي، چې د نظام له پالیسۍ او دریځ څخه مایوسه شوي دي او د خپل شخصي یا عقده يي کسات او انتقام لپاره هر ډول جرم او شریر عمل ته لاس اوږدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx