نظــر

د فرهنګي مجاهد فضیلت‎‎ – لومړۍ برخه

ضیاء الرحمن حمزه

بسم الله الرحمن الرحیم

اې اعلامي وروره! د خپل جهاد په ارزښت خبر یې ؟

ته پوهیږې؟ د سپیڅلي اسلام د نصرت په پار ستا د قلم او د ژبې کاري ګزار د غازي د لغړې تورې شرنګهار او د تور ټوپک د درزهار څخه کم نه دی .

کله کله خو ستا حیدري ګزار په دې کفارو د مجاهد د ټوپک شپیلۍ څخه وتونکي او د کفارو اوغلامانو سینې غلبیلونکي غازي مردکي، ماین او خونړي کمین څخه هم خورا زیات سخت او دروند تمامیږي .

هو، دا حقیقت وایم . له ځانه یې نه وایم ، په دې دعوه د نبوت د ملغلرو څخه روښانه دلائل لرم .

راځئ! د سیرت پاڼې په شریکه واړوو او له ما او تا څخه مخکې د اعلامیانو حال وګورو لکه هر یو عبد الله بن رواحه، حسان بن ثابت، کعب بن مالک، ثابت بن قیس رضي الله عنهم په اړه نبي علیه السلام څه فرمایي؟ کوم زیري یې ورته ورکړي ؟ کومې دعاګانې یې ورته کړي؟

حسان بن ثابت رضي الله عنه په اړه صحیح البخاري او صحیح مسلم روایت ذکر کړی چې محمد رسول الله علیه السلام ورته وفرمایل : يَا حَسَّانُ، أَجِبْ عَنْ رَسُولِ اللَّه صَلَّی اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، اللَّهُمَّ أَيِّدْهُ بِرُوحِ القُدُسِ . متفق عليه

ترجمه: أی حسانه! د الله د رسول صلى الله عليه وسلم څخه جواب وکړه! یا الله د جبریل علیه السلام په واسطه د حسان کومک وکړه .

دغه امر هر اعلامي ملګري ته متوجې دی چې له خپل دین، اسلام، منهج او نظام څخه دفاع وکړي او د نبوي دعاګانو څخه ځان برخمن کړي .

د اعلامي مجاهدینو شان دومره لوړ دی چې نبي علیه السلام ورته د ځمکې په سر یو غوره جومات مسجد نبوي کې منبر ږدي او هغه په نبوي منبر ودروي ترڅو اعلامي کارونه په ښه توګه پرمخ یوسي .

اعلامي وروره! آیا دا فضیلت دې کافي نه دی؟ آیا نورو مسلمانانو لپاره داسې فضیلت ثابت دی ؟ آیا کوم بل مسلمان ته نبي علیه السلام منبر برابر کړی؟

آیا د نبي علیه السلام په حضور کې کوم صحابي د هغه منبر ته پورته شوی؟ راځئ! د نبوت د باغ یو بل خوشبو دار ګل څخه د عمل په نیت خوند واخلو :

عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّه صَلَّی اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَضَعُ لِحسَّانَ مِنْبَرا فِی الْمسْجِدِ يَقُومُ عَلَيْهِ قَائِمًا يُنَافِحُ عَنْ رَسُولِ اللَّه صَلَّی اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَيَقُولُ رَسُولُ اللَّ صَلَّی اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ اللَّهَ يُؤَيِّدُ حَسَّانَ بِرُوحِ القُدُسِ مَا يُنَافِحُ عَنْ رَسُولِ اللَّ صَلَّی اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم . سنن الترمذي

عائشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم به په مسجد نبوي کې د حسان لپاره منبر کېښود، هغه به پرې ودرید، د نبي علیه السلام څخه به یې دفاع کوله. او نبي علیه السلام به فرمایل: یقینا الله عزوجل د جبریل علیه السلام په واسطې سره د حسان کومک کوي تر څو چې دا د الله رسول علیه السلام څخه دفاع کوي .

عَنِ البَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّیَ اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ قُرَيْظَةَ لِحَسَّانَ بْنِ ثثَابِتٍ :اُهْجُ الْمشْرِكِينَ، فَإِنَّ جِبْرِيلَ مَعَک صحیح البخاري.

براء بن عازب وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم د قریظه په ورځ حسان ته وویل: د مشرکانو بدي بیان کړه یقینا جبریل تا سره دی .
نو اې اعلامي ګلالیو !

تاسو په دې نه خوشحالیږئ چې الله عزوجل ستاسو په کومک کې د جبریل علیه السلام په شان مقرب ملائک لګیا کړي دي ؟ د صحابه وو د مبارک ټولي څخه یو بل اعلامي مجاهد ثابت بن قیس رضي الله عنه دی، چې محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم به ځان سره ګرځوو، او د “خطیب رسول الله ” لقب یې ګټلې وو، د مسلمانانو ویاند وو. هرې غونډې ته وینا او د قومونو استازو سره د لیدنې پرمهال به نبي علیه السلام ثابت اعلامي ځان سره بوتللو ترڅو په دغه اعلامي برخه کې مسلمانان پاتې رانه شي .

صحیح البخاري کې حدیث ذکر دی، یو ځل مسیلمة الکذاب د خپل قوم سره په شان او شوکت کې مدینې ته راغی، او نبي علیه السلام څخه یې د واک او نیابت غوښتنه وکړه، نبي علیه السلام لاړو او ورته یې وفرمایل: وَهَذَا ثَابِتٌ يُجِيبُكَ عَنِّي. او دا ثابت به درته زما لخوا جواب وکړي .

عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وایي: یو ځل د مدینې مشرق لخوا دوه خطیبان (عمرو بن الأهتم التمیمي اوزبرقان بن بدر التمیمي رضي الله عنهما ) راغلل، بیانونه يي وکړل، خلک یې سخت تعجب کې کړل، نبي علیه السلام وفرمایل: دا بعضې بیان هم خپل سحر او جادو لري )معنا دا چې د جادو په شان د خلکو زړونه جلبوي( نو د مسلمانانو لخوا ثابت رضي الله عنه پاڅیدو او داسې نطاقي یې وکړه چې هغوئ هم ورته حیران شول. لکه دا زیادت په حدیث د ابن حبان کې دی : فَقَامَ ثَابِتُ بْنُ قَيْسٍ خَطِيبُ رَسُولِ اللَّهَ صَلَّی اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَتَكَلَّمَ فَعَجِبُوا مِنْ كَلَاَممِهِ. صحیح ابن حبان د رسول الله صلى الله عليه وسلم خطیب ثابت بن قیس پاڅیدو او بیان یې وکړ، نو هغوئ دده بیان څخه تعجب وکړ .

دغه ثابت اعلامي یو ځل د یو آیت په نازلیدو سره په کور کې ځان کلابند کړ او په دې یې ژړل چې زه خو خطیب او نطاق یم د نبي علیه السلام پر وړاندې زما غږ پورته کېږي، او طبعا یې هم غږ لوړ وو، او الله عزوجل فرمایي که چا د نبي علیه السلام د غږ څخه خپل غږ پورته کړ، نو اعمال به یې برباد شي، کله چې نبي علیه السلام ددې کېسې څخه خبر شو نو دغه اعلامي مجاهد ته یې زیرې ولېږه : فَقَالّ اَذْهَبْ إِلَيْهِ فَقُلْ لَهُ: إِنَّكَ لَسْتَ مِنْ أَهْلِ النَّارِ، وَلَكِنَّكَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ . صحیح البخاري لاړ شه او ثابت ته اووایه: ته د اور والاو څخه نه یې بلکې ته د جنت والاو څخه یې .

دا د صحابه وو اعلامي مجاهدینو لپاره زیري وو چې نبي علیه السلام په ژوند کې ورته د جنت په شان بې مثاله کور بشارت ورکوي .

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx