ټولنیزه برخه

ټولنیز نزاکت څه وایي؟

احمد طارق خلیلي

ټولنیز نزاکت هغه کارونه چې په ټولنې پورې اړوند/مربوط وي، هر شخص مکلف دی؛ چې په ټولنیزو نزاکتونو ځان پوه کړي او بیا یې عملي کړي؛ چې له دې سره به مو د ټولنې یو څه اندازه حق اداء کړي وي.

ځینې به یې دلته ولولو.

۱- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د کوڅې په منځ کې تګ نه کول.

۲- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په موټر کې په لوړ غږ خبرې نه کول.

۳- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په لاره کې د بې ځایه موبایل نه استعمالول.

۴- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د بل خور، مور او لور ته نه کتل.

۵- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د بل له اجازې پرته د هغه په موبایل/کمپیوټر کې لاس نه وهل.

۶- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د لارې په منځ کې د کېلې پوستکی نه غورځول.

۷- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په مجلس کې بې ځایه خبرې نه کول.

۸- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په لاره په لوړ/جیګ غږ خبرې نه کول.

۹- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په روغتون او ورته نورو ځایونو کې په جیګ/لوړ اواز خبرې نه کول.

۱۰- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې هرې ادارې ته وخته تلل او نا وخته بېرته وتل.

۱۱- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په عامه ځایونو کې په لوړ/جیګ غږ موسیقي نه اورېدل.

۱۲- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په عام موټر کې کېښنئ واز/خلاص مه کېنئ.

۱۳- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې په عام موټر کې سیګرټ، نسوار مه کوئ.

۱۴- ټولنیز نزاکت یعنې همدا چې د بل د خبرو جریان نه قطع کول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx