ادبي لیکني

د پښتو ژبې پر مصدر کره کتنه

انجینیرشیرمحمد ساپی

مصدر ( infinitive ) یا کړنومی: دیو معني لرونکی لفظ (کلمه) د راوتلو ځای، د صادرېدو ځای، منشا‌ء، مبدا‌ء، اصل، نسب او سرچینه  ده. مصدر  عربي کلمه ده. د لاتین Infinitiv (“لامحدود”،  مطلب: نامعلوم)  د فعل شکل لپاره یو نوم دي. په (معمول ډول) د فعل شخصي بڼه (شخص او شمیر) همدارنګه حالت نه دی څرګند.

مصدر یو ژبني اصطلاح ده چې د فعل ځانګړي ډولونو ته اشاره کوي، چې په ډیرو ژبو کې موجود دي.  اکثراً د فعل په توګه پرته له مسند (یعنې  فعل بدون له فاعل)  کارول کیږي او دا په عربي ژبه کې شتون نلري.

د انګلیسي ژبې دودیز توضیحاتو کې مصدرد فعل بنسټیز قاموس بڼه ده، دا د یو غیر مقید فعل په توګه کارول کیږي، د ربط توری”to ”  سره یا پرته. نو “to go” [تلل] یو مصدر دی.

په ډیرو ژبو کې مصدر یو واحد کلام له خاص تصریف سره  چې د کلیمې په پای کې دي، دا قضیه په جرمني، فرانسوي، لاتیني او روسي [ فارسی او پښتو]  ژبو کې ده. ژبې هم شته، چې دا مصدر نلری، د مثال په توګه : عربي، ډیری بومی امریکایي ژبې او ځینې افریقایي او استرالیایی ژبې.

په فارسی ژبي کې د مصدر پای کې «ن» راځي. هندی ژبه کې «نا na» راځي. د ترکي ژبې د مصدرآخر تل « مک mak»یا« میک mek» وي. او د پښتو ژبې د مصدر پای « ل » دي.

مصدر هغه کلمه ده چې د کار کولو معنی  په هغه کې معلومه وي. خو دا کار معلوم نه دی چې  کله شوي.

د پښتو ژبې سرچینې (قاموسونه):

لمړی ـ قاموسونه دات کام(https://qamosona.com )د ۴۸ قاموسو د راغنډېدو یوه ویب پانه ده؛ چې ښاغلی “احمد ولی اچکزی”  د خلاقیت او نوښت پر مټ  را منځ ته شوي او د پښتو ژبې هغه لوی او مشرح مجمع اللغاتو یوه ساتل شوې آنلاین زېرمه ده. دغه شته لغوي پانګه په حقیقت کې د یو ریښتنی او مکمل پښتو ـ پښتو قاموس د جوړیدو واقعي امکان یې برابر کړېدي. د ګران اچکزی دغه هڅه او زیارایستل دې الله «ج» د دوی په حسناتو(نېکیو) کې وشمیري.

له دغـو۴۸ قاموسونوڅخه ۳۷ قاموسه په اوږدو او لنډو لیستونو کې مصادرښیې او معنی یې بیان وي. په دغه قاموسونه کې شپـږ  قاموسه پښتو ـ پښتو او یو د پښتو ـ دری قاموس او یو هم د پښتو د لغتنامو قاموس دی چې لاندې ښودل کیږي :

د دریاب پښتو لغتونه [قلندر مومند]، د نیولوژیزم قاموس [M. A. Zeyar]، پښتو ګړښود [M. S. Wakili]، زاهد قاموس پښتو لغت [Zahid Mishwanai]، د پښتو مترادفاتو او اړوندو کلیمو قاموس [Ahmad Wali Achakzai]، تشریحی قاموس پښتو ـ پښتو لغت [د علومو اکاډمۍ کابل]. پښتو ـ دري [د علومو اکاډمۍ کابل] او Glossaries of Pashto Books د پښتو د لغتنامو قاموس.

د مصدر لټون په قاموسونو کې: تشریحی قاموس پښتو لغت [د علومو اکاډمۍ کابل]؛ مصدر داسې را پيژني : مصدر 1-د وتلو ځای ، 2- په ګرامر کې هغه لفظ چې په پای کې يې (ول، ېدل) راغلي وي او نور فعلونه ورڅخه جوړېږي، لکه کول، کېدل، وژل..

د نیولوژیزم قاموس؛« ناپای =  ناپایه ، بې بریده ؛ کړنومی (مصدر) ، کړنوموونکی؛ Farsi بی پایان، نامتناهی؛ مصدر » [د لاتین لامحدود؛ اود ګوګل ژباړونکی یې انفینټیو یا لامحدود را پيژني.]

د پښتو د لغتنامو قاموس(وییزېرمه): د راوتلو ځای، د صادرېدو ځای، منشا، مبدا، سرچينه، مجازاً د الله تعالی وجود، چي د ټولو کايناتو مصدر دئ. ۲) هغه کليمه چي صفتونه او فعلونه ځني مشتق کيږي. منبع: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.[احمدولي اچکزی] Glossaries of Pashto Books) )

د زاهد قاموس، کې تکرارأ همغه د تشریحی قاموس الفاظ  نقل شوی او په  دوه نورو کې د مصدر په باب څه نشته. د خارجي ژبو په قاموسونو کې ، لکه: پښتوـ الماني ـ پښتو، انګلیسي ـ پښتو، پښتو ـ انګلیسي،… او نورو کې لټون :

انګلیسي ـ پښتو [د علومو اکاډمۍ کابل] «مصدر هغه کلمه ده چي د هغه څخه د فعل مختلف حالتونه جوړيږي او د مصدر په اخر کي (ل) وي لکه: ليکل، کتل، ښکاره کول، ښکاره کېدل، ځغستل، پرېکېدل او نور». همدا د انګلیسي ـ پښتو  قاموس؛ پورتنی تعریف په المانی ـ پښتو او یونانی ـ پښتو (Deutsch Pashto Dictionary ، Greek Pashto Dictionary  ) ډیکشنریو کې همدا متن کټ مټ لیکل شوي؛ داچې کوم قاموس لومړیتوب لری ما ته نه معلومـيږي؛ خو؛ په دریوواړو قاموسونو کې یواړخیز متن نقل شو ي.

قاموس (لغتنامه) : د یوې ژبې د لغتونو مجموعه چې د الفباء په حروفو  مرتب وي کوم چې د چټک لارښود په توګه کار کوي، په هغه کې الفاظ  تعریف او تشریح کیږي یا یې بلې ژبې ته لېږدوي. یا به بل عبارت؛ د پوهې د ټولو برخو یا د یوې ځانګړې موضوع د کلیدي کلمو او یا نور ژبني واحدونه لپاره ماخذ او منبع وي.

یو آنلاین قاموس تاسو ته د یوې کلمې املاء، ګرامر او معنی په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کوي. ددې ترڅنګ د یوې کلمې سم کارول، تلفظ او اصل ښیې او د هغې مترادف ښکاره کوي.

د پښتو ژبې په قاموسونو کې دغه پورتنې اصولو او قواعدو نه دی مراعات شوې؛ پدې برخه کې له یو غیر معمولي چلند سره مخ یوو؛  درې لویو قاموسونه لکه : دریاب پښتو لغت (قلندرمومند)، تشریحی قاموس پښتو لغت او زاهد قاموس پښتو لغت. په ترتیب، د قلندرمومند قاموس د قدامت، حجم او معنی پرلحاظ اولیت لري. او په نسبي توګه کار یې فنی ښکاري.

د تشریحی قاموس پښتو لغت ؛ بنسټیزه برخه د قلندرمومند له قاموسه را اخيستنه ده ؛ بعضی علمي کلمات او ډیره هـڅه یې په کلماتو کې د اوږدې « ې » تعدیل دي. او په لاتین حروفو د کلمې بڼه کښل یې ډیرونه ده. د زاهد په قاموس کې همدا چلښت(تشریحی قاموس کاردود) سرعت میندلي.

د ډاکټرصاحب زیار خپلواک کار د نیولوژیزم په برخه د اهمیت وړوینم. د پښتو مترادفاتو او اړوندو کلمو قاموس او پښتو ګړښود قاموس کې هم دمستقلانه کار شاهـد یوو. دا ډله قاموسونه ډیر لږ لغات لري. د پښتو ـ دری/فارسی قاموس کې د مصدر ګردان ته ډیره توجه شوې؛ او غیر معمول کلمو ډیروالی، یو فرهنګي نیم کړې هـڅه یې ګڼلي شوو. د لومړی ډلې  قاموسونو کې لوی کمي یې د دعربي ژبې متعارف لغاتـو شتون ډېرکمرنګه او پیکه ښودل شوې چې د پښتوژبې د غناء او بډايي په لار کې تعلل، ځنډ او خنډ ګـڼـوو.

دویم ـ محمد سرور وکیلي چې د پښتو ګړ ښود په نامه قاموس لری ( دمصدر« سم» ګردان ) کې لیکي : «دپښتو مصدرونه؛ دجوړښت له مخه ټوله « لامي » مصدرونه دي،چي په پنځه ډَوّله دي :۱ـ لام والا مصدر؛ ۲:- ول والا ؛ ۳:- یدل والا ؛ ۴:- کول والا ؛ ۵:- کېدل والامصدرونه .
۱:- لام والا مصدرونه : وهل – تلل – وتل – پالل – خوړل — چیښل – خندل اونور دا ساده مصدرونه ( simple verbs)دي. خو مرکب یاتړښتي لام والا مصدرونه هم سته . لکه : پرانستل – پوريوتل – تېروتل – پرې ښودل – څملاستل اونور .
۲:- ول ولا مصدرونه : ښوول – جګول – ځغلول – ماتول – خندول – مړول – ډارول – سپینول اونور
۳:- یدل والا مصدرونه : ګرڅېدل – خندېدل – ژړېدل – مړېدل – جګېدل – تښتېدل اونور .
۴:- کول والا مصدرونه : کول – کارکول – ژړاکول – اره کول – پورته کول اونور .
۵:- کېدل والا مصدرونه : کېدل – کارکېدل – غلاکېدل – خبري کېدل – واده کېدل اونور».

ښاغلی محمد سرور وکیلي (پښتو ګړښود مؤلف) بل ځای لیکی« دپښتوژبي دمصدرو بحث ډېر پېچلی بحث دی ښه به داوي،چي دارواښادپوهاند«رښتین» «پښتوګرامر جزء اول» وکتل سي». پښتوګرامر لومړى جز[ نوموړى اثر په (1327 هـ ش) كال په كابل كې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى دى]. د مصدرو پورتنی تصنیف په ویکی پیډیا کې هم نصب دي.

مصدر څه شي دی ؟

مصدر هغه کلمه ده چې د فعل په څیر وقوع او حدوث (د نوي ويي پيدايښ) او ثبوت دلالت وکړي. پرته د زمان له اړتیا.  د مصدر او فعل تر منځ فرق دا دی چې فعل د زمان او شخص او هم په مفرد  او جمع دلالت کوي  لکه “ولاړ” چې په ماضی (تېر مهال)کې د؟؟غایب شخص لخوا یو څه تر سره کولو ته اشاره لری،  په داسې حال کې مصدر، زمان او شخص او مفرد او جمع مشخص نه وي. لکه : “تـلل”، لدې څخه هیڅ یو د زمان درې ګونه مفاهیم نه ښکاری. مصدر ته د دې لپاره مصدر وایي چې نور نومونه او فعلونه ترې صادر شي. د فعل دبیرته راستنیدو ځای . ارجاع ، مرجع ، سرچینه، منبع ، منشاء. هغه فعل چې پرته له زمان او ضمیر څخه وي. مصادر جمع

د پښتو ژبي مصدر : مصدر هغه کلمه ده چي د هغه څخه د فعل بېلابېل حالات راوتلي شي؛ د عمل په واقع کیدو یا د صفت څرګندولو په معنی وي او څرنګوالی یې پرته د زمان له دلالت او شپـږګونو صیـغـو وي. د مصدر علامت (نښه) په پښتو ژبه کې د ( ل) توری (حرف) دی. لکه :  کتـل،کول، پاشل، موښل، لیکل، تـلل، ختل، شړل، شنل، کښل، ایستل، لوستل، اخستل، بخښل،  تیرایستل، اړاېستل، رابلل، راتلل، رپول، پاڅیدل، ادرکول او نور.

په پښتو ژبه کې مصدر؛ دجوړښت له مخې په  بسیط (ساده)، تاړى، مرکب  او  فعلي عبارت؛ او د اصالت له مخې په اصلي مصدر او جعلي مصدر ویشل کیږي.

بسیط مصدر : هغه اصلي مصدردی چې یوه کلمه او بې جز‌ء وي؛ یعنی ونه وېشل شي؛ او رېښه یې له یوې مادې (بن) څخه حاصله وي. هغه مصدر چې اصل او پرته له تصرف وي د تام مصدر په توګه کارول کیږي. که دا د تېـر زمان (ماضی) له ریښې څخه رامینځته شوی وي یا د اوسني زمان (بن مضارع) د ريښې زېږنده وي. لکه : څکل، خوړل، ليږل، ځپل، ليدل، تړل، لوشل، څیرل، ګڼل، غپل، شول، ښوول، کړل، رټل، رول، تپل، کرل، ویل څټل، لرل، بلل، وړل، چول، نڅل، منل، وتل، وژل، لیدل، ښودل، توږل، لړل، کاږل، وهـل، ګټل، پوښل، پاسل، کړول، کږل، نښتل. په پښتو ژبه کې درې حرفی(ثلاثی)یا څلورحرفی(رباعی) مجرد مصادر لکه عربي ژبه ډیر دي؛ مجرد درې حرفی مصادر ټولیزه قاعده نه لري ځکه قوي دي. د پښتو ژبې ثلاثی مزید مصادر؛ لکه: شیندل، ژغورل، چاودل، څکېړل، بایلل، ایستل،  اخیستل/اخستل، ځغستل، پارول، غولول، خپرول، پيژندل، ویاړل، ویستل، استول، پلورل،  الوتل، ستایل، زبېښل، مینځل، پوښتل، اوښتل، غوښتل ، اغوستل، ویشتل، راوستل، درلودل، لوستل، پرانیستل، اوښتل، پرنجل او نور. با قاعده تصریف کیږي.

تـاړي [Affix  (وند)] مصدر: هغه مصدر ته وایي چې تـاړی په سر کې نښلي؛ یا په بل عبارت د یو مختاری په اضافه کولو د بسیط مصدر  په سر کې لکه نورو کلیمو غوندې نوی شکل او معنی  را منځ ته کوی. هغه مختاړی دا دي : “پرې، کښې، پورې، را، در، ور، ننه، جار، بیا، تېر”.  هغه مختاړی چې د ساده مصدر په سر کې راځی، مختاړی مصدر ګڼل کیږي. لکه : راتلل، ورتلل، راکول، ورکول، راګږول، ننه ایستل، کښي وتل، رابلل، جاروهل، بیاموندل، تېرایستل، راکښل، پورې وهل، پرې ښوول، پرې وتل، درتلل، راایستل، پرې کول، بیا شړل، ورختل، راښوول، رانیول، وربخښل ، ور وړل، رااچول، راختل، رارسول، رالیږل، راوړل، رانغاړل، راوتل، راوستل، ورختل، ورمنډل،  ورښودل، ورغاستل، پورې وتل، پورې کول، پورې کېدل او نور.

جعلي مصدر : هغه مصدر ته وایي چې په اصل کې مصدر نه وي، د عربي يا پښتو کلیمې په پای کې د «ول » یا «يدل» په زياتولو سره منځ ته راځي؛ د پښتو ژبې ثقافتي دود کې  له دوو رستاړو لکه، ول او یدل څخه جعلي مصدر جوړیـږي. یا بل معنی «ول» او «یدل» د جعلي مصدر نښې دی چې «ول»د متعدی مصدراو«یدل»د لازمی مصدرعلامې ګـڼـوو.

لومړی ـ «ول» : د جعلي مصدر نښه دی، شرط یې دا دی چې  که چېرې «و» د اصلي مصدر رېښه وی؛ لکه : شول، رول، ښوول، اچول، رغول، څکول، نیول و…، په هغه صورت کې « ل » یوازې مصدری  علامه ده او مصدر جعلي نه دي. په پښتو ژبه کې « ول» له ډیرو کلمیو سره یوځای کیږي، او جعلي مصدر جوړوي. هغه کلیمې په پای کې چې د « ول» په روستاړی ختم وي، جعلي مصدر دی. لکه : سمول، بیرول / ویرول، کارول، لویول، بدلول، خوښول، سپکول، رپول، غږول، لڅول، قایلول، خلاصول، ککړول، هڅول، نښلول، خپلول، گذارول، ترديدول، جنگول، ټينگول، بندول، ډبول، نومول، پاکول، ايسارول، خوږول، لاسلیکول، عیارول، لنګول، پڅول، غڅول، څرګندول، نیمول، ټکول، کوزول، نسکورول، راخلاصول، حصارول. ټول هغه جعلي مصادر چې د ول په روستاړی ختم شي ؛ معتدی مصدر دي.

دویم ـ «یـدل/ ېدل» : په پښتو ژبې کې د جعلي  مصدرلازمی علامه ده، پدې شرط چې «ید» د بسیط مصدر رېښه نه وي؛ لکه : اوریدل، کړیدل، کیدل، اوسیدل . د «یدل» په اضافه کولو سره هغه جعلي مصدر جوړیږی چې د قاعدې پر اساس ټول لازمی مصادر دي. لکه : پوهیدل، پاڅیدل، تمامېدل،  غوړیدل،  پخيدل، چوڼيدل، جگېدل، ولاړېدل، غږېدل، خبرېدل، کمېدل، ارزېدل،  لګيدل، ګرځيدل، رپېدل، بهېدل، آبادیدل، ډاریدل، رېږدیدل، شړېیدل، لمسیدل، ښکاریدل، تیاریدل، خپلیدل، توریدل، راستنیدل، یادیدل، پکاریدل، پېښیدل، ښوی یدل، آزادیدل، لړزیدل، کږیدل، ښوریدل، ځوابیدل،راغونډېدل،  راپېښېدل، حصارېدل.

د ول او یدل علایم راښیې چې مصدر متعدي یا لازمي دي. ول، متعدي او یدل، لازمي :

پارول ـ پارېدل، ارزانول ـ ارزانېدل ، آزادول ـ آزادېدل ، اسانول ـ اسانېدل ، پخول ـ پخېدل ، استخدامول ـ استخدامېدل ، اشغالول ـ اشغالېدل، اعلامول ـ اعلامېدل ، اغفالول ـ اغفالېدل، انحصارول ـ انحصارېدل ، ایجادول ـ ایجادېدل، ایسارول ـ ایسارېدل ، اېشول ـ اېشېدل،  اټکلول ـ اټکلېدل، اثباتول ـ اثباتېدل، ارزول ـ ارزېدل ، انتخابول ـ انتخابېدل، اوچتول ـ اوچتېدل، بندول ـ بندېدل، پلیتول ـ پلیتېدل، پنځول ـ پنځېدل، پوهول ـ پوهېدل، تنګول ـ تنګېدل، تېرول ـ تېریدل .                   ول، تل متعدي مصدرښیي او یدل، همیش لازمي مصدرنښه ده.

مرکب مصدر :  مرکب مصدرهغه دی چې د دوو خپلواکو یا څو کلیمو څخه ترکیب شوی وي او د دواړو له مجموعې څخه، یو واحد مفهوم (معنی) په ذهن کې القاء شي. لومړۍ کلیمه ، نوم یا صفت دی او بدلون نه مني او نه صرف کیږي؛ او دوهمه کلیمه مصدر دی چې تصریف (ګردان یا صرف) کیږي. لکه : یو کیدل ، لاروهـل ، ګډون كول ، حال ويل ، تیرایستل ، ګوښه کیدل ، ازار اخیستل، بیرته اخیستل، عذر غوښتل، بهانه کول، زړه اچول، ځان كښل، اړ اېستل، خطا اېستل، ټیل وهل، خېزوهل، قدم وهل، لاس وهل، بیرته راتلل، درواغ ویل، بدویل، عمل کول، پته لیکل، لیک لیږل، لارموندل، لارښودل، بدل اخستل،  لاس اچول، بډې اخيستل، ری وهل،ارمان کول، قانع کیدل، ادرکول، اکتفاکول، الاکول، انتظارایستل، اوازکول، برخه احیستل، برید وهل، پام کول، پورته کول، تکیه کول، تم کېدل، يو موټي کېدل، سلامي کېدل.

کول او کېدل د مرکب مصدر متعدي او لازمي نښې دي، کول متعدي او کیدل لازمي :

اخته کول ـ اخته کېدل ،  اندازه کول ـ اندازه کېدل ،  اړکول ـ اړکېدل ،  ایره کول ـ ایره کېدل ، پرېکول ـ پرېکېدل ، پړکول ـ پړکېدل ، چپه کول ـ چپه کېدل، ښکاره کول ـ ښکاره کېدل، پورته کول ـ پورته کېدل، یوکول ـ یوکېدل، زده کول – زده کېدل، زړه کول ـ زړه کېدل، ښه کول ـ ښه کېدل، کډه کول ـ کډه کېدل، کرکول ـ کرکېدل، هی کول ـ هی کېدل او نور.

مصادر د معنی پر لحاظ د فعل د حالاتو له مخي پر دوه ډوله دي:  لازمي مصدر او متعدي مصدر .
لازمي مصدر هغه مصدر دی،چي یوازي کړونکی (فاعل) لري مفعول نه لري.  فعل په حال او ماضعی  کې د فاعل لپاره تصریف کیږی. متعدي مصدر هغه مصدر ته وایي،چي سربېره پر فاعل، مفعول هم ولري. یعنی مفعول لرونکي مصدر
ته متعدي مصدر وایي.

په پښتو ژبه کې ډیرعربي مصادر استعمالیږي. عربي مصادر معمولاً درې حرفی یا څلورحرفی وي، یا مجرد(مفرد) یا مزید(ډیر). مجرد درې حرفی مصادر ټولیزه قاعده نه لري او په اصطلاح «سماعی» دي ، ثلاثی(درې حرفی) مجرد مصدر ډېر اوزان لري او  په پښتو ژبه کې هم کاریږي. لکه : ضرب، صدق، طلب، شغل ، غلبه، غفران، حرمان، درایت، هیجان، ذهاب، دخول، نزول، خروج، صبر، فهم، امر، قرب، بُعد، حفظ ، زراعت ، فعالیت ، تجارت ، ربح ، فرح ، مسألة ، غلبة، عجلة ، سهولة، عقوبة ، خُضرة، حمرة ، رحمة، کثرة ، عصمة، فطرة ، معرفة، مرثیة ، غلیان ، جَوَلان ، صراخ ، صداع ، رحیل ، طنین .

ثلاثی مزید مصادر، دغه مصادر د ثلاثی مجرد مصادرو پر خلاف قیاسي دي؛ دغه ډله مصادرباقاعده تصریف لري؛ او پدې ډول دي : “اِفعال : اقدام ، اعزام ، اخراج . 2 – تفعیل : تعلیم ، تحصیل ، تسلیم . 3 – مُفاعَلة: مصاحبة، مراجعة،مناظرة. 4- تفعّل : تعجب ، تصرف ، تشرف . 5 – تفاعل : تفاخر، تجاهل ، تصاحب . 6 – افتعال : اکتساب ، احترام ، انتظار. 7 – انفعال : انهدام ، انصراف ، انبساط. 8 – افعلال : احمرار. 9 – افعیعال : احدیداب ، اعشیشاب . 10 – افعیلال : احمیرار. 11 – افعنلال : اقعنساس . 12 – استفعال : استخدام ، استنصار”. «دهخدا»

د پښتو ژبې فعلي عبارت [له فعل پرته د الفاظو او کلیمو مجموعه] به د فعل په برخه کې وڅېړو او نوي مصادر به دروپيژنوو.

 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مآخـذ :

۱ ـ https://qamosona.com/j/index.php (د قاموسونوآنلاین ویب پانه د پښتو ډیکشنریو مکمل فهرست :

 Norwegian Pashto [A. N. Biabani Ibrahimkhail] (9,861)

Pashto – Russian Dictionary [ M. G. Aslanov / Enhanced by Pamir Ziarmal] (43,105)

Pashto Dari [Academy of Sciences Kabul] (28,900)

Pashto English Dictionary 2015 [Ahmad Wali Achakzai] (31,144)

Pashto English Dictionary [Testversion] (11,558)

Pashto English Russian Computer Dictionary [Pamir Ziarmal] (3,449)

Pashto English [Academy of Sciences Kabul] (16,477)

Pashto English [Dr. Sayed Ahmad Shah] (26,847)

Pashto English [Large Dictionary] (40,820)

Pashto French [Dr. M. Akbar Wardag] (39,755)

Pashto Garshod [M. S. Wakili] (4,404)

Pashto German Computer [Ahmad Wali Achakzai] (1,066)

Pashto German [Ahmad Wali Achakzai] (11,546)

Pashto Landai (9,732)

Pashto Rhyme Lexicon [Ahmad Wali Achakzai] (6,302)

Pashto Terminology of Pashtun’s Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan] (397)

Playouground Dictionary (0)

Russian Pashto Dictionary of Geography [Pamir Ziarmal] (4,519)

Sanskrit – Pashto [Ahmad Wali Achakzai] (4,654)

Sayed Ganj Balochi Glossary [Sayad Zahoor Shah Hashmi] (14,213)

Spanish Pashto Dictionary [Testversion] (52,958)

Swedish Pashto Dictionary [Testversion] (20,483)

Tashrihi Qamos Pashto Glossary [Academy of Sciences Kabul] (47,575)

Turkish Pashto Dictionary [Testversion] (31,428)

Zahid Qamos Pashto Glossary [Zahid Mishwanai] (32,823)

 

 Chinese Pashto Dictionary 中文 普什圖文 字典 [Testversion] (16,202)

Daryab Pashto Glossary [Qalandar Momand] (61,846)

Deutsch Pashto Dictionary [Abdul Hakim Noorzai] (14,144)

Deutsch Pashto Dictionary [Testversion] (47,778)

Dictionary of Pashto Synonyms and related Words [Ahmad Wali Achakzai] (18,103)

Dutch and Flemish to Pashto dictionary [Mirwais Rashid Myskien] (15,406)

English Pashto Computer [Wahidullah kaleem] (3,837)

English Pashto Journalism Dictionary [Asmat Sarwan] (11,302)

English Pashto Large Dictionary [Testversion] (46,427)

English Pashto [Academy of Sciences Kabul] (23,971)

French Pashto [Dr. M. Akbar Wardag](Juli 2020 Edition) (40,548)

German Pashto Computer Dictionary [Ahmad Wali Achakzai] (1,037)

Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس) (3,541)

Glossary of Khushal Khan Khattak (Volume 2) [by Dr. Y. M. Maghmum Khattat] (2,338)

Greek Pashto Dictionary [Testvesion] (15,092)

Holy Quran Pashto Translation [Kabuli Tafseer; M. Q. Kashaf; islamlacom.com] (6,236)

Indonesian Pashto Dictionary [Testversion] (21,030)

Italien Pashto [Testversion] (21,616)

Japanese Pashto Dictionary [Testversion] (88,968)

Large Database of Pashto Poetry [Collected by Ahmad Wali Achakzai] (96,472)

Latin Pashto [Testversion] (27,161)

Manuscript of Pata Khazana 1719 پټه خزانه خطي نسخه [Digitalized by Noor Ahmad Shad] (1,580)

Neologism Dictionary [M. A. Zeyar] (6,185)

 

 

۲ ـ دمصدر« سم» ګردان (https://www.tolafghan.com/posts/29962 ) محمد سروروکیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx