ټولنیزه برخه

د رهبر ځانګړتیاوې!

لیکنه: عبدالجبار وحدت

رهبري د اغېز ښیندلو او رهنمایي کولو په مانا ده ، ډېری پوهان په دې اند دي چې رهبر زیږول کېږي ، جوړېږي نه ، مګر وروستیو تحولاتو دا وښودله چې رهبري ځینې مهارتونه لري، هغه باید زده شي ، په علمي ډول ځان پرې پوه شي ، بیا د دې امکان شته چې یو څوک د غوره رهبر په صفت راڅرګند شي.
اسلامي تاریخ ته که مخه کړو ، رسول الله (ص) ته الله تعالی عجیبه انعامات ورکړي وو، تقوا، جراات ، پوهه ، همدردي ، اړیکې پالل ، رښتینولي، بردباري، ، دیانت ، په نفس باورهمدلي، ژور درک میړانه او داسې نور ،

د اسلام د خلفاوو تاریخ که وګورو هم همداسې موضوع وه او چې رهبر به ټاکل کېده پاس ځانګړنې به مد نظر نیول کېدلې .

د وخت په تېرېدو سره د رهبري سبک او تیوریانې هم د تغیر په حال کې دي ، په عموم کې بیا تیوریانې يه دوو لویو برخو وېشو ،چې یوه برخه يې پخوانۍ تيورۍ دي،

چې عبارت دې له: د لوی سړي تيوري، ځانګړتياوو يا خصلتونو تيوري، د مهارت تيوري، د رويې تيوري او اقتضايي تيورۍ څخه دي او بله برخه يې بيا د رهبرۍ په اړه نوې يا معاصې تيوري ګانې دي، چې عبارت دې له: ضمني رهبرۍ تيوري، د رهبرـ غړي اړېکو تيوري، خدمت کوونکي تيوري، جاذبې تيوري، معاملوي تيوري، بدلوونکي تيوري ، حقيقي تيوري، غوره تنظيمونکي تيوري څخه دي د دې تیوریو په هکله ځینې څېړنې چې ما ولوستلې:

مثلا د استاګډیل په نوم عالم دی په ۱۹۴۷ کال څېړنه کې یې ټینګار په ټولنیزتوب، په نفس باور او ثبات باندې کړی دی ، مانا د اړیکو اړخ یې په خپله څېړنه کې مهم بللی دی ، د مان په نوم یو بل څېړونکی دی هغه هم په رهبری کې بهر لیدنه باندې ټینګار کوي ، یعنې رهبر باید بیرونی محیط لیدونکی وي.
ځینې نورې څېړنې چې د الفای کرونباخ روش په اساس تر سره شوې، د اخلاقیاتو ، شغلي بریا او متنوع رهبري اړوند وې

د هر یوې فیصدي په لاندې ډول ده.

۸۷ ٪ سلنه رول تنوع یا متغییروالی لري، چې باید رهبر خلاق وي ، ابتکارات رامنځته کړي.

۸۹٪ سلنه رول شغلي بریا لري، چې باید رهبر لاس بری وي.

۸۶٪ باید اخلاقي فضا رامنځته کړي رول لري.

عملا چې موږ یې په اداراتو کې وینو رهبر باید جنټیک یا ارثي هم رهبر وي، د جرات ، کرکټر او جوړښت ځانګړنې باید ارثا ولري.

د دې ترڅنګ رهبر باید ټولنیز شخص وي ، هم باید په بیروني چاپیریال او هم باید په داخلي چاپیریال کې ښې اړیکې ولري او وپالي ، پرته له اړیکو به رهبر یواځي ځان پېژني ، بل هیڅوک نه .

تقوی، پاک لمني، ابتکار، مېړانه او بشپړ مهارت د رهبر لپاره نهایت اړین دی، په دې مفهوم چې رهبر باید په خپلو چارو کې ماهر او پوه وي ، یا په بله مانا د دې برخې متخصص وي، معمولا هغه رهبران په ادارو کې ناکام دي، چې مادونان یې تر دوی زیات مهارتونه ولري، بیا کاریزماتیکه رهبري له دوی هیڅ نه شي کولی. په نهایت کې د یادو شویو دریو برخو ترکیب د رهبر لپاره نهایت ضرور دی ، هم باید پیدایښتي رهبري خصوصیات ولري، هم مهارت او هم باید د بیرونکي محیط سره د اړیکو پالونکی وي

بالاخره رهبر باید لاندې ځانګړنې ولري:

وړتياوو پېژندنهوبهر ليدنه،ديانت،د احساساتو ثبات،مهرباني،موافقت،هڅونه،ټولنيزه هوښيارتيا،په ځان کنترول،احساساتي،هوښياري،تحريکول او تشويقول،ريښتينولي،په نفس باور، د خبرتيا اګاهي) وړتيا درلودل پوهه.د مسؤليت پېژندل او د دندو ترسره کولو سره لېوالتيا.،هدف ته د رسېدلو لپاره توانايي او ټينګار.

خطر قبلونه په ځانګړي ډول د ستونزو په حل کې، په ټولنيزه موقعيتونو کې د نوښتګرو حل لارو څخه د ګټې اخيستنې لېوالتيا درلودل.،په خپل نفس باور او د شخصيت پېژندنې احساس.،د پرېکړو او فعاليتونو څخه د ترلاسه شويو پايلو قبلول.

د شخصي ناراحتۍ او رواني فشارونو په مقابل کې د تحمل شتون.،د ستونزو حلولو لپاره صبر او انتظار درلودل.

د نورو په کړنو کې د اغېز درلودلو قوت درلودل.، د ټاکل شوو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د ټولنيزو اړيکو د سيستم تنظيم وړتيا درلودل.

سرچینې :

1. احمدزی ببرک: تيوريهای رهبری و مديريت علمی
2. قریشي،عرفان: رهبري
3. www.leadership.com
درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx