
ادبي لیکني
غزل هیواد ته!
محمد منیب احساس
د آزادی سپیڅلی لمر داسي ښکاریږي
لکه واوره په سپین غر داسي ښکاریږې
د تور تم او د وحشت شپه صبا شوي
سپین سهار دی معطر داسي ښکاریږې
ښکلی نظام د خدای رسول پکي پلي دی
ګلابي هیواد دی معتبر داسي ښکاريږي
ساتونکي ژمن دي د ګلاب وطن دفاع ته
کلک ولاړ دي په سنګر داسي ښکاریږي
ګله وطنه غیږه دي له ستورو ډکه شوي
جهادي زلمی لکه قمر داسي ښکاریږې
د جنګ میدان ستړي طالب ورته دمه کړي
چناره خوشبوداره او نښتر داسي ښکاریږي
له ښاره لوړ د غرونو د وګړو قدر وکړی
تم ځای د مجاهدو بختور داسي ښکاریږي
په خایست به دي هیواده د غزلو کتاب لیکم
کړی دي منیب باندي اثر داسي ښکاریږي