
ټولنیزه برخه
انسان!
لیکوال : استاد عبدالجبار وحدت
انسان باید پیاوړی وي، د تاریخ جِبر ، ستونزو او کږلېچونو ته په اسانۍ سره غاړه کېنږدي، باید مبارز و اوسي،مګر هغه د متل دوهمه برخه(چې انسان تر ګل نازک دی) انسان کله کله سخت نازک هم شي، زړه یې بېخي دومره نری شي، چې بیا یې د سهار باد داسې ښوروي لکه دېوال، دلته عمومي بحث کوم، ضمیر هیچا ته راجع نه دی، زړه ماتي انسانان باید دلاسا شي، لاسنیوی یې وشي،یواځې پرېنښودل شي،انسان تر ټولو هغه وخت دردمن او ګیله من شي، کله چې په څلوېښت میلیونه نفوس کې ځان یوازې احساس کړي، شا او مخې ته وګوري او داسې فکر وکړي، چې د بکوا په دښته کې مې شپه ده، یخ، تاریکي، لوږه ، وحشي ژوي او بې منزله نا تمام مزل راته پاتې دی. داسې تصور انسان ډېر زیات ستړی کوي،د ژور خپګان په شمول یې د منزویتوب طرف ته بیایي، په ځان باور له لاسه ورکوي،هر ځای د کمترۍ احساس کوي، حافظه هم له لاسه ورکوي، د تفکر او تمرکز ځواک يې کمېږي، د منفي پالنې او یوازیتوب احساس ورځ په ورځ پکې راټوکېږي او زیاتېږي، به هر حال موږ شکر دی مومنان یو او په دې باور لرو چې رب تعالی مو یوازې نه پرېږدي، هرومرو مو مرسته کوي.
او رښتیا هم غوښتنه باید یوازې او یوازې له پاک رب تعالی څخه وشي، مګر د ځمکې د سر انسانان هم باید تمثیلي انسانان و نه اوسي، بلکې واقعي انسان وي،درک دې کړي او ستا درد باید د ځان درد وبولي، اوښکې دې در وچې کړي، او که دا نه شي کولی حداقل درسره وژاړي.
باید همدله وي، د اوږو بار د حداقل سپک کړي او دا درته ووایي ، چې ولې خپه یې ، زه خو د نه یم خوړلی ، ورور د په سر ژوندی دی.
حقیقت دا دی چې د یوویشتمې پېړۍ انسان بېخي زیات ماټریالیست او ځان محوره شوی دی،الا ماشاءالله.
وبښئ خبره راڅخه اوږده سوه.
د شاعر په دې بیت به کیسه راټوله کړم ، چې:
زما ګیله له خپله بخته وه ، له یاره نه وه!