ادبي لیکني

د رشاد پوهنې

لیکوال : پروفیسورعبدالخالق رشید
دنهروپوهنتون دپښتوڅانګې استاد

ســـــریــــزه

وايي چې دیونان نامتو پوه اپلاتون به ويل :« زه مې له خدايه مننه كوم چې زه يي د سقراط په زمانه كې هست كړى يم ». كه زه اوماغوندې يو شمېرهم ووايو چې موږ نيكمرغه يو چې په داسې زمانه كې راهست شو چې په هغې كې داسې كسان لكه رشاد اوحبيبي زموږلارښود شول، دا به ډيره بې ځايه اوبې معناخبره نه وي، ځکه دوی زموږ لارښود شول ، دوی موږ ته لارښونه وکړه اودوی په خپل وخت کې زموږعلمي نړۍ را وپنځوله اوموږ ته د زده کړې په موخه ډیرڅه دیوه لوی ناویلي اونا سپړلي سمندرپه څیردعلم په دنیا کې دخپل تلپاتې میراث په توګه را پريښودل…

پوهاند رشاد اوس په داسې كسانو كې نه راځي چې په هغه باندې بايد ديوه قام ، ديوې ژبې ، ديوه ملت اويوه هيواد دعلمي ټولنوسراوچت وي بلکې دغه نوميالى انسان دخپل كمال له امله دعلم په اوچت آسمان كې اوس دستورواو لمرونو په حساب كې راځي، په دې معنا چې دانساني پوهې اوسنۍ منزل ګاه دهمدغو( دستورو) پرپوله باندې ولاړه ده. دبشري پوهې كاروان اوس دعلم اوپوهې دستورو پرلور دعلمی ستورو په برکت روان دى اوټوله هڅه یې پردې پسې ده چې په دغه راز باندې بايد ترهرڅه دمخه ځانونه پوه اوپه دغه تګلوري كې يوه نوې خبره، یونوی کشف داسې چې دانسان، هغه هم دااوسنى لاروركى انسان لکه زموږله پاره مهمه اولارښوده وي په نښه كړي.

دستورو پرلوردهڅې يوه بله معنادا هم ده چې كه اوسني زور واكۍ په همدغه اوسني زورزياتې اوانحصاري جبرسره پر انسانانو باندې په بيلابيلو بڼوهمداسې برلاسې اوظالم روان وي، نوداروښانه ده چې د انسان داصلې ټاټوبي برخليك اولوی هویت خوله شکه پرته ديوه تورتم په منګولوكې لويدونكې دى، په دغه حال كې پرته له دې چې بشریت او انسانیت ته ستوري دنوح بيړۍ شې په بل څه یې ژغورنه هم نه كيدونكې ده. همداده چې پوهه دخپل پايښت له پاره نن سبا دستورو پرلوردخپل كاروان لاره وروباسي.او پردې باوري ده چې له ستوروسره امن دى، له ستوروسره مينه اوپرهغو پسې خوځيدنه اوهڅه په خپل وارهغه انساني وړتياده چې انسان دامن او خوښئ اوپرمختګ پرلور لارښوونه كوي.

د همدغه ټكي اوهمدغې انساني پاملرنې په پام كې نيولو سره اوس داپوښتنه هم طرح كيداى چې آيا ستورپيژندنه ګرانه ده كه آسانه ؟ كله چې موږله هرچا داډول پوښتنې كوو،يوه خبره مو بايد په پام كې وي اوهغه داچې دداسې چا له پاره چې په معاصره پوهه اواوسنيو وسايلو باندې برلاسى ونه لري دا خبره په خپل ذات كې يوه نادره او په ځينو وختو كې ناشونې هڅه اوخواب دی. ځکه دپوهانواومفکرینوپه نظرداكار يواز ې په هغه حالت كې په سمه توګه ترسره كيداى اوپیژندل کیدای شې چې دپوهې عینی لارې لومړی په ګوته اوبیا ددغې هڅې له پاره په عملي توګه برابرې شي. له بله پلوه داهم اړينه ده چې ددغه ګران کارله پاره باید په يوه ملت كې بايد دومره علمي اومادي زورپيداشي څوپه دغه لاره كې ګام اوچت كړاي شي په دغه حال كې بيا يوملت اويوه ټولنه ترډيره حده كولاې شي چې هم ستوري وپيژني،هم خپل وياړونه اوهم كولاى شي چي دهرچا په وړاندې پرې ووياړي.

رشاد پوهنه هم زموږ په وړاندې له موږسره همداسې دځانګړو ادبی اوټولنیزوعلومو په برخه کې دمعاصرې نړۍ يووياړدى اويو وياړبه وي. كه څه هم رشادپوهنه اوزما دا نومونه یوه نوې خبره ده، خوڅه چې نن يې تاسې دلته لولئ اوس دخپلې ودې په ترڅ كې دیوشمیراذهانو په وړاندې په علمي لحاظ د ذهنيت ګوزارونه خوري،په دي معناچې ددغه اصل په علمي ارزښت دعلمي كره كتنې په رڼاكې ډيرخلك يانه پوهيږي اوياداچې ځان ته دا قناعت نه شي وركولاى چې ويې مني . همداده چې له يوې خوا وخت ته اړتياده اوله بلي خوا په علمي لحاظ دې ته اړتيا ده چې د ذهنيت ځاى بايد يونګه او پرمنطق پوره عينيت ونيسي.دهرايجادي ( creative ) فكراونظر(Idea)په وړاندې دغه دوه پړاوونه په اړينه توګه طرح كيږي چې ديوه اوږده بهيرپه پاى كې دخپل ثمر(منښت ) پړاوته رسېږي.چې له نیکمرغه رشادپوهنه دیوې تجربه شوې علمي آزموینې په توګه د بریاليتوب په ډګرکې په عملي اونظري توګه اوس دعلمي منښت پړاوته رسیدلې ده.

زه په دې باوري يم او دا يوه دنيكمرغۍ خبره ده چې رشاد پوهنه (Rashad studies)اوس په خپله ددغه اوچت انسان او پوه (علامه رشاد) په ژوند دعينيت پړاو ته ورسيده. ددې خبرې معنا دانه ده چې موږ داخبره په وچ جبر اوداحساساتو په زورسره ددې له پاره كوو چې ګواكي پريوچا يې بايد ومنو،نه دا دعلم كار دئ ،زموږ اوديوزيات شميرنورو داشان طرحې اودرشادپوهنې راڅرګندول په هغه كاراوتلاش پورې اړه لري چې دانساني ژوند دبيلابيلو اړخوپه اړه استاد رشاد ترسره كړي دي.رشاد پوهنه په يوه وړه دايره باندې نه راڅرخي بلكې دادعلومو داسې يوه سپيرونې ده چې دپوهې اوفرهنګی اوعالي معنویت لارويان (انسانان ) پر روښانه سباوون ورمخامخ كوي. كه چېرې موږ رشادپوهنه ديوې شاندارې اودنګې ماڼۍ په توګه فرض كړونودابه هم ورسره تړلې وي چې ددغې دنګې اواوچتې ماڼۍ ستنې به پښتو، فارسې ، هندي ، اردو ، عربي ، روسي او سانسكريت ژبې اوتمدنونه وي. هغه ژبې اوتمدنونو چې دخپلو علمي سټوله امله په خپل ذات كې ديوه ځلاند انساني لرغوني هڅوب (تمدن ) سره هم تړاولري. ديوچا ، ديوې ټولنې ديوه اړوند انسان په وړاندې دا ډيره ساده خبره نه ده، چې دخپل ژوند په ترڅ كې د مقبوليت داسې پړاوته ورسيږي چې پرهغه باندې داووژبو،اووتمدنواو اووو ولسونو سترګورانسانان په دې وياړي چې دغه انسان چې له دوى سره په يوه سيمه،يوه هيواد او يوه كلي كوركې نه او سيږي اونه اوسيدلى، خو اندوژوند يې له دوى سره شريك شوى دى دابه نه یوازې دوی ته بلکي ټول بشریت ته له شکه پرته یولوی علمي زیری اوویاړوي .

زه دم ګړۍ په دې باره كې دومره ویلای شم چې رشاد پوهنه نن سبا په شرقي علمي نړۍ كې دحقايقودڅيړنې له پاره يوه نوې موضوع اويونوى علمي زیاتوب اوتګلاره ده ، په دې معنا چې په دغه علم كې ان له ساده سياست پوهنې رانيولې بياتراوسنى ستورپوهنې پوري حقايق اوفكتونه په ګوته شوي دي. هغه چې په پورتنيوژبو، ټولنواو خلكو پورې په نیغه توګه اړه لري.همداده چې ددې ګردو ارزښتونو په پام كې نيولو سره سړى دا په پوره باورسره ويلاشي چې:

رشاد پوهنه دخپل ماهيت له مخې دژوند، شیانواوحقایقو يوه جالبه ایجادي طرحه اود ټولنيز ژونددمعنوي هستۍ اوڅرګندتيا يو مثبت انعكاس اوپه عین حال کې دانساني ژوند عيني او سمبوليكه تجربه ده چې دځانګړو كلتورونواو فرهنګونودپاملرنې وړارزښتونه اوحقایق په ګوته كوي اودهغو ستاينواله او پاسواله ده، ځكه چې په هغې كې دانساني تجربو اوهمدارازدعقيدتي وياړونواويادونو څرګندونه په خپل اوچت معنوي ارزښت او وړتياسره انعکاس شوې ده .

رشادپوهنه دانسان او طبعيت دتوضيح او تشريح داسې فلسفه ده چې په معاصره نړۍ كې ديوزيات شميرپوښتنو له پاره خپل (ځانګړي) ځوابونه لري .

داسې يوه پانګه ده چې په هغې كې كولاى شئ دلويديزوالو په ژبه داسې مادلونه، میتودونه او بيلګې ومومئ چې دانسانيت خورا مهم او دپاملرنې وړخويونواو كردارونه چې د ژوند او تاريخ په رڼاكې په مادی اومعنوي لحاظ هست شوي تجربه کړئ.

درشادپوهنې په ترڅ دزياترو ټولنو ژوند، تاریخ ، فوكلور، ادبيات، جغرافیا او دهنر بيلابيل ډولونه هغه څه چې دانسانانو په بيلابيلو پښتونواو نسلونو پوره اړوند دي څيړل شوي دي . رشادپوهنه نه يوازې داچې يوتيوريكي وياړاودیوه نړۍ لید لړۍ ده بلكي داد عملي ژوند يو داسې روزنیز پوهنځى (Educational School) هم دي چې په سلګونو كسانودلته زده كړې او په هغه كې يې خورا زيات ارزښتونه دانسان دروزنې ، ويښتيا او پالنې په خاطر زده كړي او زده كوي يې .

هو،دغه ګرد ارزښتونه(values) دي چې په رشاد پوهنه كې ځان برجسته او دپاملرنې وړكوي، زما يوه هيله اوغوښتنه له پخوا څخه تراوسه داوه او ده چې درشاد او رشاد پوهنې پيژندنه او مطالعه دانفرادي ارادت او درناوي له محدودې پورته دعلم اوانساني دیسکورۍ په وړاندې پريښودل شي، پوهان اوعالمان بايد ددغې افغاني بریاپه پلوديوې نوې علمي او اكاډيميكې نړيوالې طرحې اوڅيړنې دلاکشف اومعرفۍ اوبډایتوب په فكركې شي،په دې خاطرچې دالويه اودپاملرنې وړزيرمه په اوسنۍ زمانه كې ديوه بامسوولیته نابغه داوږدې مودې اوپرله پسې كاراوهڅوپایله اوعلمي پایله ده.

رشاد په دغه زمانه كې له هغو كسانو څخه دی، چې دعصري وسايلو لكه تايپ اوكامپيوټرله كارولوپرته يې دومره كاروكړ چې اوس ېې ديوې وړې زماني مودې په اوږدو كې ان چې خپله كامپيوتر(computer) یې هم راټولو او سروسامان ورکولو ته ګوته په غاښ دى.

دلومړي ځل له پاره چې دكابل پوهنتون فرهنګي شورا(په هغه مهال چې زه يې مسوول وم ) او دخوشال فرهنګي ټولنې داستاد رشاد اووياكلني په شانداره توګه دكابل پوهنتون دعلمي شورا په تالاركې ونمانځله، ما هغې غونډې ته دعلامه رشاد رشاد داويا ټوكه كتابونو پيژندګلوي وړاندې كړه،كله چې داستاد دژوند اوآثارو په اړه دغه پيژندګلوي ماكښله، ده په خپله علمي لورينه او مهربانۍ دا خبره راته وكړه: « داچې دغه كارته دملاوتړله او ارام مې نه پریږدې نوزه بايد خپل ټول آثارستاپه مخ كې كيږدم ، ته بايد هغه وګورې او بيا بايد دهغو په باره كې څه وليكې …»

په رښتیاهم ماڅوورځې داكاروكړاوداستاد هغه لنډه بيوګرافي مي په هغو حالا توكې چې لكه دنن په شان دپردیو په وړاندې دآزادۍ اومقاومت د اوج كلونه او شپې ورځې وو وليكله. هلته ماته څرګنده شوه چې رشادپوهنه اورشادپيژندنه يعني څه؟

درشادپوهنې دڅیړنې يوه تلپاتې برخه،سرچينه او يوه سپارښتنه هند اوهند پيژندنه ده ، زموږ ادب اوفرهنګ په اوږده تاریخ کې دري افغاني مفكرين او نابغه ګان داسې رامنځ ته شول چې ددوى آثاراوافكاردهند پوهنې (Indology) په پيژندنه كې خورا مهم او دپاملرنې وړدي ،دغه درى كسان ابوریحان البيروني،خوشحال خټك او استاد رشاد دي،دلته ترټولو مهمه موضوع دا ده چې نوموړو دریوافغاني مفكرينو په دغه باب په اټكلې توګه فكرنه دئ كړى ، دوى په دغه علمي رمزورازكې په شعوري توګه يوداسې هدف په نښه كړى چې هغه دانساني ژوند له بنسټ اوتجربوسره په هراړخيزه توګه نه شليدونكې اړيكې لري ،په هند پوهنه كې زموږ اودزياترو آسيايې خلكو دژوند، تاریخ اوتجربو يواوږده لړۍ دتاريخ په بيلابيلو پړاووكې خوندي ده، زموږ داندوژوند اوزموږ دژوند اوتجربو، زموږ دباورونودكاروان برخليك دانسانی ژوند په خورا حساسو وختوکې په دغه پوهه پورې اړه لري،او ياپه بله او وروستۍ وينا هند زموږ دمورنۍ خاورې دوياړونو اوتلپا تې كارنامواوعلمي تجربواومیراثونو روښانه سيمه ده. په دغه سيمه كې دآرياني اوافغاني تمدن وياړونه تراوسه پورې ژوندي پاتې دي اوتراوسه پورې په هغو باندې ددغه هيواد دمادي اومعنوي ژوند کاروان روان دى ، دتاريخ په اوږدوكې چې زموږ پلرونو اونيكونه كوم علمي ميراثونه راايجاداو سمبال كړي، هغه له هنده پرته په بل ايواد او بله سيمه كې نه پاتې دي او نه هم موندل كيږي ، زموږ دژبو ، زموږ دباورونو اوزموږ دتمدن او اوچت ژوند يادونه او خاطرې تراوسه پورې په همدغه پوهه (هند پوهنه ) كې خوندي پاتې دي،كله چې سړى اوس هم دسمسوراو آباد هندستان په اوږدو او لنډو كې وګرزي داسې لكه چې البيروني ګرزيدلى ، داسې لكه چې سترخوشال ګرزيدلى او داسې لكه چې علامه رشاد ګرزيدلې،هغه په دې پوهيداى شي چې انسان يعني څه؟ انسانيت يعني څه؟ اوپه پاى كې په هندکې زه، زما فرهنګ ، تاريخ اوزما نورې ماسې او حماسې يعني څه ؟

كله چې يوڅوك دځان اوخپل برخليك په باب دغه شان پوښتنوته په آسانۍ سره ځواب موندلاى شې په دې كې شك نشته چې هغه په رمزاو راز پوه انسان به له هنداودغې ګردې سيمې سره په كلكه ليوالتيا اومينه كې ژوند ونه كړي ، همداده چې نوموړو نومياليو په دغه باره كې زموږ دتاريخ په دريو بيلا بيلو پړاوونو كې دومره ژورفكركړى چې سارى يي په علمي نړۍ كې نه ترسترګوكيږي، ددوى دآثارو له مخې هند پوهنه زموږ دتيرژوند، دهغه ژوند چې له موږ يې پته وركه وه او لاوركه ده داسې هنداره ده چې كه لږ په ځيرسره په كې وګورو نوبياكولاى شو په هغه كې دخپلوتيروتجربواوآزمویښتونوډيره ښه ننداره وكړواورشادپوهنه زموږ ددقیق شناخت اوپیژندنې په دغه برخه كې په علمي اوتمدني توګه دیوویشتمي پیړۍ په دغه ساینسي اوتکنالوژیک بهیرکې زموږډیره ښه لارښونه كولاى شي.

برسیره پرپورتنیوخبرواویادونود رشاد پوهنې له بنسټیزواړخونوڅخه یوبل هم دهغې ادبی اړخ، ادب څیړنه اوپه دغه ترڅ کې دعلامه رشاد مهارتونه اوتجربې دي، زه پردې باوریم چې ادبیات دهغو ایجاد اوشننې چې دوې بیلې برخې دي، په رشاد پوهنه کې دخپل رسالت په اوج اوهسکوکې مطالعه کیدای شي. په رشاد پوهنه کې کیدای شي یوشمیرادبیات په ساده توګه دیولړسرګرمیواوبوختیاوو په ترڅ کې د ورځیني ژوند اوبوختیاووڅخه پریوه خوا په نښه شي، چې دغه ادبیات بیا کولای شي خپل لوستونکي له ګواښونو، تماسونواوغوښتنوسره مل په ګوته کړي، خوپه عین حال کې په دغه اړه مهمه اوعلمی خبره داده چې ترټولو ښه انځورشوي اوایجاد شوي ادبیات تل خپل لوستونکي ته یوڅه،هم ورکوي اوهم یي ورښيی چې یا باید وخاندي، یا وژاړي ، حیران شي ،تحلیل وکړای شی اوپه عین حال کې یوذهنی اوعیني تفاهم رامنځ ته کړي.

رشاد پوهنه په ادبی برخه کې موږته داراپه ګوته کوي چې موږدخپل ژوند په اوږدوکې تل ددې له پاره هڅه کووچې له خپلواحساساتو، خپلوتجربو اوله نوروسره دخپلواړیکو په اړه دتماس اوتفاهم تګلاره له یاده ونه باسواوپه عین حال کې داخبره هم موږ ته را په ګوته کوي چې باید له پراخو پرګنو اوکلتوري جوړښتونوسره دخپلواړیکو په پاره خپل دفاعي دریځ اوحالت هم له یاده ونه باسو، د رشاد پوهنې له مخې موږ په دغه برخه کې خپله دفاع یوازې اویوازې په سالمه توګه دادبیاتوله لارې د ادبیاتوپه وسیله کولای اوهم پریوه مثبت لوري له یوه مثیت اومعقول ذهنیت سره لاس په کارکیدای شوو. د رشاد پوهنې له مخې دادب اوادبیاتوترټولو مهمه دنده اوونډه داده چې دنړۍ په اړه ، دهغه ځای په اړه چې هلته موږ ژوند کوو زموږ انفرادي ځواب اوعکس العمل ثبتوي. ځکه چې انساني تجربې په خپله داتوان لري چې زموږ په آثارو کې ایجادشوي اوخوندي شوي ارزښتونه اوبحثونه توضیح اوتشریح کړي.

رشاد پوهنه موږته په علمي ډګرکې دغه ټکي را په ګوته کوي چې کله موږ یوادیب، یوایجادګر اویا دهغه اثرڅیړو په هغه کې ترهرڅه دمخه موږ دکرکترونو، احساساتو اوآزموینو ترمنځ د ورته والي خبره په پرتلیزه توګه څیړی لیدای اوترلاس لاندې نیوی شو، ځکه چې ادبیات هم په خپله داسې څه نه دي چې هغه به په خپل جوړښت کې خپله اودنورو پرتله، اهمیت اووړتیا په پام کې ونه شي نیولای. رشاد پوهنه دادبیاتواوادبي ایجادیاتواوڅیړنوپه برخه کې د لوستونکی دنده هم له پامه نه غورځوي ځکه چې ددغې پوهې (رشاد پوهنې ) له مخې لوستونکي خپله اودنورودپاملرنې اوپه وروستي تحلیل کې دقضاوت دنده هم له پامه نه شي غورځولای اونه باید په دغه برخه جدي دقت له پامه ولویږي. په دغه برخه رشاد پوهنه دنړیوال علمي پرنسیپ له مخې پردې باوري ده چې لوستونکي ( دنظرخاوندان) کولای شي انساني اوکایناتي تجربې دیوه بې ساري اصل په توګه دهراثراوایجاد په ترڅ کې کشفې کړي اوهم په دغې وسیلې سره دوی کولای شي چې خپله دنیا اویادهغې هغه برخه چې دوی نه وي لیدلې هم ووینې اوهم یې تشخیص کړي.
په عین حال کې د رشاد پوهنې علمي اصول اودڅیړنې میتودلوژي دامنې چې دادبیاتوپه اړه دلوستونکي (بیاهم نظروال لوستونکی) لوی دریځ اوپوښتنه دهغه پرکار، تجربه اوآزموینه باندې ولاړدي، چې دغه دریځ یې په خپل واردلیکوال اوایجادګرله اړیکو، استعداد اوایجادي مهارتوسره هم نیغ تړلی دی اوپه پای کې بیا دغه لړۍ په طبعي توګه دلیکوال ، کتنه، دهغه اخیستنه اوپه اثرکې ټولنیزارزښتونه دهغه دریځ، ایدیالوژیکي تړاو ، تاریخي اوټولنیزو اړخونوهم په ډاګه کولای شي.

اوس همدومره

درناوي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx