نړۍ

د عراق لومړي وزير نوري المالکي استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د عراق لومړی وزير نوري المالکي ورورسته له هغې له خپلې دندې لاس پر سر شو، چې د عراق ولسمشر فواد معصوم د نوري المالکي پر ځای حيدر العبادي د عراق لومړی وزير وټاکه.

د ولسمشر د پرېکړې په لومړۍ ورځ نوري المالکي له دې خبرې انکار کړی و او ويلي يې و چې دی به تر هغې له خپلې دندې استعفا ورنکړي، چې په دې اړه د سترې محکمې پريکړه نه وي راغلي، مګر د څو ورځو په تېرېدو بيګا شپه ناوخته د عراق لومړي وزير نوري المالکي له خپلې دندې استعفا ورکړه او د نوي لومړي وزير حيدر العبادي حکومت يې ومانه.

المالکي وايي، چې د عراق د سترو ملي ګټو لپاره له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې نوري المالکي عراق کې د ډله ييزو شخړو او لانجو په راپيدا کولو تورن لومړی وزير و او د نوموړي د حکومت پر مهال عراقي سنيانو سره ډېر ظلمونه کېدل او په ډله ييزه توګه وژل کېدل.

له دې مخکې د سيمې او اروپايي هېوادونو په ګډون امريکا هم دا غوښتل، چې نوري المالکي له خپلې دندې استعفا ورکړي.

کارپوهان وايي، چې نوري المالکي د ايران، امريکا او نړيوالې ټولنې د فشار په نتجه کې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x