نظــر

شپږم راشد خلیفه «ثالث عمر»

جواد مجاهد

له خیرالقرون څخه یوولس پېړۍ وروسته د عجمو په خاوره کې د ألله د لارې یو سپاهي راپاڅید او د اسلام بیرغ یې اوچت کړ. د ألله د ځمکې په یوه برخه کې یې شریعت نافذ کړ. له ده څخه وروسته راتلونکو ته یې د قرآنکریم تفسیر په عمل کې وروښود. د حق علماؤ چې شمیر یې له یوزر او پنځلس سوه څخه لوړ وو، د أمیرالمؤمنین په نامه ونوماوه او د مسلمه أمت د سترګو یخوالی شو. د ألله د لارې دا مخلص سپاهي د څوارلسمې پېړۍ أمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد ؤ چې له سپېڅلې داعیې او سپین امارت څخه یې لښکرې جوړې شوې، د ألله لښکرې. وروسته د ألله په ځمکه کې د ألله خورې ورې لښکرې بیرته په یوه أمیر راټولې او تر واحد قیادت لاندې یې اغزن مزل پیل کړ؛ د أمت د عروج مزل، د لوړتیا او ویاړونو مزل؛ د سپېڅلي جهاد مزل.

عمر عدالت وکړ؛ د لومړي او دوهم عمر پر لار روان شو، د ظلمونو په تورتمونو کې د أمت ډوبېدونکې بېړۍ یې د نجات ساحل ته په پوره مېړانې او دیانت سره ورسوله او دریم عمر ترې جوړ شو. د عمَرَینو دریم، د عدل امام؛ د راشدونو شپږم، پر حق د استقامت لوړ څلی.

دریم عمر د حق پر لور وکوچید او دده په څاروانۍ کې را روان شوی کاروان د بري تر منزله ورسید. د شپږم راشد خلیفه تر وفات کلونه وروسته د همده په لښکر کې یو لاروی را پیدا شو او د لښکر له منځه د یوه پنځه کسیز ټولي سره یو ځای په ډیره بیړه د یوې لیرې پرتې دښتې پر خوا وخوځید. د آسونو تر سومانو لاندې یې ډیرې ځمکې لاندې کړې. سپینو واورو او د باران څاڅکو ددې ستړي لاروي د ژوند دردناکه کیسه بیانوله. هر څاڅکی د درد یوه څړیکه وه او د دردونو دې باران یې د ذهن په شېله کې د خاطرو یو لوی سیلاب را بهولی وو. د خیال پر آس سپور لاروي د غرونو تر منځ په نرۍ غزېدلې لاره کې د آسونو شڼهار، شړکند باران او پر تورو ډبرو یې لګېدونکي څاڅکي د یوه خوب تعبیر باله؛ هغه خوب چې د هجر د دردونو انجام وو او اوس د حقیقت په ژبه تعبیرېده.

ددې ټولي موخه یوه خړه دښته وه خو ډیره معززه. خاورې وې، عزتمنې خاورې. د دریم عمر ځورېدلی جسد په همدې دښته کې دمه ؤ. سیمه د رحمت پر بارانونو خړوبه وه او د دریم عمر د کرامتونو کیسې یې کولې. لاروی د دریم عمر پر قبر ولاړ، دردناکو سلګو نیولی وو او د پنځه کسیز ټولي په بدرګه یې په غریو نیولي آواز کې د مرحوم روح ته دعا کوله. د لاروي پر یوه ارمان خاورې اوښتې وې خو بل ارمان یې پوره ؤ. د مایوسۍ په اوج کې راټوکېدلې هیلې لکه د مړاوي ګلاب پر پاڼو د رحمت سیوری چې د زمان له سوځوونکي لمر څخه نجات ورکوي. معنویت ؤ، ناآشنا او غیرمحسوس معنویت.

سپه سالار تر تورو خاورو لاندې په خوب ویده وو خو سپاهیان یې له فتنو سره په جنګ. د هغوی زړونه چې سپین دي دا ستر کرامت لیدلای شي. لاروی د اندېښنو په ګردابونو کې ورک وو؛ له ځان سره یې ویل: زما د چټک مزل منزل یوازې خړو خاورو ته رسېدل او ورته درېدل ندي، د معنویت احساس او د پندونو حاصلول تر هر څه غوره او أولی دي. هو، دا ډیره ښه خبره ده چې په یوه سپېڅلي ذهن کې راټوکېدلې مفکوره او بیا د زرهاوو شهیدانو په وینو خپره شوې مفکوره، نړیواله او اسلامپاله مفکوره په تر ټولو غوره بڼه وپالل شي.

لاروي خپل عهد تازه کړ. اوښکې یې وچې کړې. له سوو آهونو او اسویلیو تیر شو. له نفس، انسي او جني شیاطینو سره یوې درنې جګړې ته یې بیا ملا وتړله او د استشهادي ټولي په ملتیا له یو عالم خاطرو او یادونو سره د لښکر خواته را ستون شو.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx