نظــر

ځوان! که دټولنې دملا تير!

ليکنه:مختار ځدراڼ.

په انسان تر ټولو قوي هډوکی دملا تير ده چې دانسان ټول وجود ورباندې تکيه وي
همدغسې ځوان په يوه ټولنه کې دملا دتير حيثيت لري نو يو دوښمن چې په تا حمله کوي نو د دوی لومړی هدف ستا هغه سټرانګ زون/قوي نقطه وي تر څو دله پښو وغورځوي.

نو ځوان هم ديوې ټولنې لپاره سټرانګ زون/قوي نقطه ده ځکه خو دنورو په پرتله زموږ ځوان نسل هر وخت دکفارو دنظامي خصوصا دفکري جګړې هدف ګرځېدلی ځکه دوی پوهيږي چې ۵۰/۶۰/۱۰۰ سل کاله وروسته دپخه عمر خلک ټول مړه کيږي او ځای يې دغه ځوانان نيسي نو که ځوان ددوی په فکري روحيه روزل شوي وو نو نه يرغل ته ضرورت شته او نه جګړې بلکې همدا ددوی په لاس تربيه شوی نسل به کټ مټ ددوی شوم پلانونه عملي کوي لکه په تېر او اوس کې چې موږ تاسې وليدل.

ځوان بايد ويښ وي حساس وي دخپل ځان اونورو ښو اوبدو کړنو ته يې پام وي ځوان بايد خپل مسؤليتونه. وپېژني ځان ته هدف وټاکي او دخپل مشروع هدف په تعقيب مخ پر وړاندې لاړ شي.
زموږ له ځوان نسل که د سريال فلم کرکټ او نورو بې معنا تش په نوم اتلانو پوښتنه وکړې ټکي په ټکي به يې درته بيان کړي

خو که پوښتنه ترې وکړې چې صلاح الدين ايوبي، محمد بن قاسم، موسی بن تاشفين، طارق ابن زياد، موسی بن نصير، دصحرا زمری عمر مختار، سلطان محمد فاتح، سيف الدين قطز، امام شامل داغستاني، عمر پاشا، او داسې نور څوک دي؟

نو خوله يې وازه پاتې شي ګومان کوي چې داسړی يا دزړو ښځو نقل اچوي اويا هسې اپلتې ولي يعني دومره زموږ ځوان نسل له اسلامي تاريخ اوخپلې زرينې ماضي نه ناخبره دي.

ځوان بايد داسلامي تاريخ زوړور سپاهيان او اتلان وپېژني دهغوی د مېړانو سرښندنو ايثار اوقربانيو زرين تاريخ مطالعه کړي او دهغوی په مسير يون وکړي
دمثال په ډول محمد بن قاسم چې سند او هند فتحه کړل ايله د۱۷ کالو تنکۍ ځوان زلمکی وو اوزموږ ۱۷ کلن ځوانان ايله په بړستن کې غځونې وکړي.

دځوانۍ عمر دسرو زرو مثال دی نو لطفا که عالم يې معلم يې محصل يې طالب العلم يې انجينر يې ډاکټر يې اقتصاد پوه که هر څوک يې خپل استعداد لومړی داسلام اوبيا دوطن په ګټه استعمال کړه.
درنښت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx