شعـــــرونه

دیارلسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۲۰/جماد الاول/۱۴۴۴

د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
هسي مه وایه چي زه یم په جهان کي
پیـدا کړی خدای د سـر د پاسه سر دی
ارواښاد عبدالرحمن بابا (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

حسیني مینه خوره په کربلا ده
انتقام له زړه وتلی د شمر دی
محمودي انصار

د تودې جګړې اورونه پکې مړۀ دي
ګـرم شـوی د تنکـو پیغلـو ګودر دی
مستغفر ګربز

راختلی پرې سپین لمر د ازادۍ دی
پاس پامیر دی هندوکش دی که خیبر دی
اجمل

زموږ زرین تاریخ به څوک مغلوبه نه کړي
چا پټ کړی په دوو ګوتو باندي لمر دی
جرار

د اسیا زړه که قرار شو اسیا مړه ده
زموږ هر فخر د بل د ګټې شر دی
نقیب احمد عزیزي

د احساس بغاوت مست په څپو راغی!
سندانونه به په مخه کړي خطر دی!
منصور طالب

له حسرت نه مو پناه وړې حیرت ته
محبت کې ریاضت کړی اثر دی
ثاقب خپلواک

دا هنر دی، که د مینې پټ اثر دی
د مرشد مې په خبرو کې شرر دی
راشد جالب

دا دنيا ده بس په نېکو خلکو ښاده
کنه نور خو دګناوو سمندر دی
حيدري جان

اې! چوپتیا دې پنډې پنډې کتابونه
اې! نرۍ مسکا دې څومره لوی هنر دی
راشد کامران

ستا پۀ یاد مې ! ورځ خوږه – خوږه شي تېره
ستا پۀ یاد مې ! نازولی زړۀ بهتر دی
جهادي عمري

هر سړی درپسې څک غوږونه اوړي
په خبرو کې دې خامخا اثر دی
مهاجر زاهد ساپی

سپین رخسار دې سپين سپېڅلی کابل جان دی
پرې راخور د سپينو واورو سپین څادر دی
تڼيوال مفتون

څه مسکا نرمه لهجه او کیف ځانګړی
دا خبرې کـول هـم ځـانته هنـر دی
کلیم الله ذاکر

ملا څه غواړي چې چغې په ممبر کړي
ستا د زنې خال د ټول کلي رهبر دی
علامه محمدي

نړولی اشنایانو په څو ځله
خفه نه شې ما تړلی د زړه ور دی
اسرار عواد

لیونتوب ورپسې مه کوه زړګيه!
د چا تلو پسې مې مړ ژوندی بشر دی
شفاعت ریحان

تنهايي ده هېڅ توپير يې کوى نۀ شم
که ماښام دى که سهر که ماځيګر دى
خالد وزير

دا غلبېل – غلبېل زړګک پۀ څنګه روغ شي !!
لږېدلی ستا د سترګو پۀ خنجر دی
م درمان

زه یعقوب دې لټــوم ورکه یوسفه
مات مې تاپسې د دوو سترګو نظر دی
احمد غازي

ټول د مینې تخم و کرئ په زړو کې
دا ثواب دی خلګو دا حجِ اکبر دی
طالب کریمي

دا چې هسې سرفراز لکه شاهین یم
نور څه نه دي ستا د دوه سترګو اثر دی
شرر ساپی

خــامخا به دي نو مینې ته زړۀ کیږي
پټ راګورې چوله کړی چې دي ور دی
شـفق

زړه مې تاته په ګيله نه درځي یاره!
اِزده کړی دي قربانه کوم منتردی
نقیب الله حنیف

یوه مینه می په زړه اوخوله را اوري
زه کاسب دعشق یم دغه مې هنر دی
مامون

چار چاپېره ترې منګي لکه هار تاو دي
بیا له پیغلو ډک د پاس کلي ګودر دی
دانش ملنګ

لمر د غرونو له سرونو پناه کیږي
کیسې لنډې ختموه وخت مختصر دی
همت کوچی

زه نو څه وکړم خبره د وس نه ده
زړه ته ستا حسن تر هر چا معتبر دی
عزیزالرحمن ایاس

مجردبه دا پیسې څنګه پوره کړي؟
پنځوس لکه چې د یوې پیغلې ولور دی
نورګل اندړوال

په ظاهر باندې د هیچا دوکه مه شې
باز ټپوس سره الوت کې برابر دی
علامه محمدي

لوړهدف په غرني هوډ شي تر لاسه
په سر لاره لري لوړ که څومره غر دی
منعم

د مرګي له ستوني خامخا تېرېږي
پۀ دنيا کې چې دا هر يو زنده سر دی
ملا مقدام

خامخا یې ترشا لاس زما د ورور وي
چې کوم غشی مې په زړه رابرابر دی
زاهد

مغروري په ژوند شیطان وه یو وخت کړې
له جنته را وتلی دی بهر دی
مشهود

مشره ښکر د بزرګۍ نښانه نه ده
د غوایي او وزګړي هم ګوره ښکردی
نصرت طالب

چې دنیا کې یې شهرت خپل کړی نه وي
بې له مـهـره او ریا جـوړ قــلـندر دی
میراجان خپلواک

پښتني دود پکې سا ورکړې پروت دی
کلیوال ځکه لۀ ښاره مرور دی
جهادي عمري

ستا عزت زما په عزت پورې تړلی
زما عزت پښتنې خورژ ستا څادر دی
رحماني اشنا

له خوښۍ نه په جامو کې نه ځایږم
ما لیدلی بېګاه خوب کې پیغمبر دی
احمد بهار بهیر

ځااار، له یاده د جانان خوشبویي راغله
یا ګلاب دی یا خو مشق دی یا عنبر دی
نبیل شباب

تا که نه منل خبره به يې نه کړم
خو يارۍ ته مې نيولى خوږ ځيګر دى
محمدصادق طارق

چې پۀ يو ځل مې د زړه تل ته راکوز شو
د بڼو ګوزار دې څومره طاقتور دی
ملامقدام

پورې وُرې له زړګیو رسا وځي
د یار سترګو کې جادو دی که منتر دی
تسل منیب

بس د یار به درته کوم صفت بیا کړم
بادام چـشم مـڼه زنه قـد نښتر دی
تسل منیب

زه نادان یم نه پوهیږم عشَق څه دی
خلګ وایي چې خطر دی او د سر دی
حافظ سجاد

ستادهجر روژو ایستی یم له کاره
یاره کله دوصال کوچنی اختر دی
طالب سحر

ګـرځـوي رابـانـدې مـکـملـه ځمکه
نازولیه یاد دې څومره زورور دی
رفیع الله عباس

تۀ يې څه د حال احوال کوې پوښتنې
هغه یار دې له پخوا څخه بدتر دی
شفاعت ریحان

زه دې مینې یم کمال ته رسولی!
ما لیکلی دې په مینه کې اثـر دی!
صفي الله رائد

ورځ تر بلي لکه موم په اور ولیږم
په زړګی کی مې ښخ د تا د عشق خنجر دی
تپاند زُهاد

یاره مۀ مې پوښته ژوند مې در پۀ در دی
ما بایللی موده کیږي د زړۀ سر دی
ستار مبهم

څه خبرې د تقدير له لور شوې وراني
څه غربت را نه بېل کړى خوږ دلبر دى
معاويه زيارمل

څِراغونه مې د زړۀ پۀ کومه مړۀ دي
نور مې ما پوښته چې څنګه دې ګزر دی
مهاجر فرید وزیر

د غماز له نیته نه یم در دېدلی
ما خوړلی د خپل زړۀ له سر پرهر دی
ثتاءالله معصوم

دا چې ړنګ پۀ لاره درومم ، پۀ ملا خم یم
پۀ اوږو مې ایښي ستا د یادو غر دی
منصور درمان

له خبــرو  او   اتـــرو  غورځېدلــی
لېونی یار دې موده کېږي بستر دی
اسد صارم

عشق د مرګ په نوم اغاز د زندګۍ دی
لۀ بې مینې ژونده مرګ ګله بهتر دی
عنایت عرفان

“زه” يې وويل خو تورو خاورو وخوړ
خيال يې نه ٶ چې ورپاتې يې خطر دى
محمدصادق طارق

ستا یادګار دی کله کله ورته ګورم
ما ساتلی ستا په وینو سور څادردی
همت کوچی

ما د يار په حق کې څه ناځواني کړې
يـار لۀ مانۀ وايۀ ولې مرور دی
عابد ځواک

ستا له میني دي محروم نشم حبیبه
ستا په مینه مي ناکام ژوند معطر دی
یعقوب شجاع

د یـــو چــا د زورورې مـیـنــــې یاده
راوستلی دې پر ما باندې محشر دی
مستغفر ګربز

ربه نور زما د هیلو غوټۍ ګل کړې
په هجران بد رنګ د وصل ماځیګر دی
ګمدل

شُکر ټولو مې منلی د ایمان زور
که ناقوس، که کلیسا، ده که منتر دی
طالب کریمي

په څلور مذهبه قتل يی روادي
چی جوړ کړي چا په دي وطن کی شر دی
الحاج احمدی

ستا په رنځ او درد ښه پوه یمه وطنه
ما ویلی ستا دمیني سمستر دی
حنیف مظهري

دوی هیڅ نۀ ماتیږي نۀ بیلیږي شکر
ټول یو موټی دی که لر دی او که بر دی
محسن

پدې ویاړم چې نظام دخپل وطن مو
په شرعي اصولو ټوله برابر دی
رحمت الله ګرم

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx