نظــر

کابل چې ما پخپلو سترگو ولید«۱۴مه برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

د سپتمبر اومه:
د ھمدې ورځ پر مازیگر مې د کابل له ھوایي ډگر څخه دوبۍ او بیا له ھغه ځایه لندن ته پرواز درلود.
زما چې څومرہ د سفر وخت نژدې کیدہ، په ھماغه اندازہ د وطن، ملگرو او خپلو خلکو څخه د لیرې والي احساس ځورولم.
ځان راته د ښوونځۍ د ھغه نالائقه او له درسونو څخه د زړ‎ہ توري زدہ کړ‎یال پڅیر ښکارید چې پس له اوږ‎دې رخصتۍ یې ښوونځۍ د بیا پیلیدو په درشل کې وي، او د ھغه وار ورته خطا وي!
وایي، حمزہ بابا ھم ښوونځۍ ته تگ چندان نه خوښاوہ، ډیری وخت به ترې پټیدہ او ورځ به یې د خپلې مرحومې مور د قبر خوا کې تیروله!
دا بیت ھم ھغه ته منسوب دی:
ماته شپیلۍ د اسرافیل ښکاري
زہ چې ټلۍ د مدرسې واورم
خو زہ د پورته بیت له شاعر څخه په بښنې وایم:
ماته شپیلۍ د اسرافیل ښکاري
زہ چې آواز د طیارې واورم
ھسې ھم موږ‎ د بنگنو، بې پیلوټه، څرخکو او نورو طیارو له اوازونو څخه چندان ښې خاطرې نه لرو!
ای کاش! زموږ‎ خویندې او لوڼې ھم د حمزہ بابا پڅیر له درسونو زړ‎ہ تورې وای، تر څو یې د ښوونځیو بندو دروازو ته ژړ‎اگانو، زموږ‎ پر اجتماعي وجدان نه را تُف کول!!

په ھر حال، په ھغه ورځ ذاکري صیب ټول وخت زما سرہ و، د ھغه خوږ‎ مجلس به مې کله کله پام پر بله اړ‎وہ.
ما د سھار له چای پس د کانتننتل له ریس ښاغلي حافظ جواد سرہ ھم یو لنډ مجلس پلان کړ‎ی و.
حافظ صیب د روڼ تندي او ډیرې حوصلې څښتن دی.
ھغه پخپله دندہ کې کافي تجربه لرله. تر اوسنۍ وظیفې مخکې ھم د ھمدې ھوټل د تدارکاتو مدیر و.
ما ورسرہ د ھوټل د چارو د بھتر سمون او
لا ښه پرمختگ په اړ‎ہ خپل وړ‎اندیزونه شریک کړ‎ل. زما خبرې یې په پورہ غور واوریدې، را څخه یې وغوښتل چې که د خپلو وړ‎اندیزونو مھمې نکتې ورسرہ په لیکلې بڼه شریکې کړ‎م.
ما بیا ورته څو ورځې پس دا لاندې وړ‎اندیزونه چې په مجلس کې مې ورته کړ‎ي و، په لیکلي بڼه ور واستول:
محترم حافظ صیب،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
لومړ‎ی خو ستاسې له میلمه پالنې، دوستانه برخورد او ښه نیت څخه نړ‎ۍ مننه!
ورورہ ! دا ھغه نکات دي چې ما له تاسې سرہ پرې په کانتننتل کې مجلس کړ‎ی و او اوس یې په لیکنې بڼه در استوم.
زما په اند، که پاملرنه ورته وشي، د ھوټل رونق به لا نور ھم ورسرہ زیات شي:

۱- آیا دا به په اوسنیو شرایطو کې امکان ولري چې د ھوټل وسله وال ساتونکي مجاھدین په یوہ منظم یونیفارم ملبَس شي؟!

۲- اوسنی وایفای باید تر دې کم له کمه لس چندہ زیات قوي شي؛ دا کار امکان لري! خو مصارف به مو لږ‎ زیات شي چې ارزښت یې لري!
که ھلته تاسې پخپله د انترنیټ له کومې کمپنۍ سرہ مجلس وکړ‎ئ، ښایي بھترہ رھنمایي درته وکړ‎ي

۳- د ھوټل په انگړ‎ ( استقبالیه ) کې او ھمدا راز د خوړ‎نځای آئینې، فرشونه او نور فرنیچر ډیر خیرن دي، که د پاکولو اقدام یې وشي او بیا په ھرو دوہ درې میاشتو کې ھمداسې لویه پاک کاري تنظیم او پلان شي، ډیرہ به ښه وي

۴- ویب سایټ
ھوټل باید یو ښه ډیزاین شوی ویبسایټ ولري، د نړ‎ۍ له کوم ستر ویبسایټ سرہ راجستر شي، لکه Hotel. Com
خارجي میلمانه را جذب کړ‎ي، انلاین بکنگ ( اطاق نیول ) انلاین پیسې واخیستل شي او نور

۵- مسلکي بازار موندنه
باید ستاسي داسې کسان چې په بازار موندنه کې یې تحصیلات کړ‎ي وي، په انگلیسي او که ممکنه وي په عربي ھم روانې خبرې وکړ‎ای شي، له خارجي موسساتو، سفارتونو او نورو سرہ اړ‎یکې ونیسي، خپل خدمات تر نورو لکه سرینا و غیرہ په نازل قیمت او لوړ‎ کیفیت وړ‎اندې کړ‎ي؛ ھمداراز وزارتونه او نورې دولتې ادارې وننگول شي چې خپل ټول بیروني فعالیتونه، مجالس، میلمستیاوې او نورې ستاسې له لیارې وړ‎اندې کړ‎ي، نو ھوټل به ورسرہ په ډیر کم وخت کې په پښو ودریږ‎ي

۶- که د ھوټل میلمنو ته له ھوایي میدان څخه د راوستلو او بیرته رسولو سھولت برابر شي ډیر ښه اثر به پریباسي

۷- که د اشتھارونو له لیارې د کابل عام اوسیدونکي، شخصي شرکتونه تشویق شي تر څو د ودونو، کوژدو، میلمستیاو او نور مراسم په کانټننټل کې ونیسي نو ډیرہ به ښه وي
ورورہ!
ماته فی الحال ھمدا ډیر لازم ښکاریدل، ښایي نور او تر دې مھم ھم وي!
الله عزوجل دې ستاسې په کارونو کې برکت واچوي، رب دې د لا زیات خدمت توفیق در په نصیب کړ‎ي!
کور ودان د ورور ودان
_________________________

د غرمې ډوډۍ موږ‎ ټولو یو ځای وخوړ‎ہ او بیا مې د استاد او دولتزي صیب څخه خدای پاماني واخیسته.
غوښتل مې د بھرنیو چارو وزارت ته ورشم او گران دوست خیر الله شینواری وگورم.
شینواری د پوھې، وړ‎تیا او ښه استعداد څښتن ځوان دی، خو ماته یې د گرانښت اصلي لامل د ھغه دروند خوی او عالي کورنۍ تربیه دہ!
تیر کال چې زہ په روغتون کې د ناروغۍ پر بستر پروت وم، ھغه څو ځله زما پوښتنه کړ‎ې وہ!
اوس یې ھم په کابل کې وخت نا وخت زموږ‎ احوال اخیستی و.
موږ‎ د سپیدار په ماڼۍ کې و، غوښتل مو د بھرنیو چارو په وزارت کې د ھغه دفتر ته ورشو خو ھغه د رسنیو په مرکز کې د متقي صیب د حساب ورکونې په کنفرانس کې و.
موږ‎ ھلته ورغلو، زہ خوښ وم چې متقي صیب سرہ به ھم مخه ښه وکړ‎م یو څه وخت په کنفرانس کې کیناستم خو له بدہ مرغه د حساب ورکونې پروسه اوږ‎دہ او زما د پرواز وخت نژدې و.
زہ، ذاکري صیب او شینواری صیب ور څخه بیرون را ووتلو. ھمالته د ونو تر سیوري لاندې مو یوہ لحظه د زړ‎ہ خواله سرہ وکړ‎ل او بیا مو ترې اجازت واخیست او د کابل ھوایي میدان ته راغلو.
دوبۍ ته په الوتکه کې راسرہ پر سیټ یو امریکایي او یو افغان برابر شول.
ھغه امریکایي جیمز نومید یا ماته یې ځان پر جیمز را وپیژاند. عمر به یې د ۵۵-۶۰ کلونو تر منځ و.
له تیرو ۲۲ کلونو څخه د بدخشان په فیض آباد کې استوگن و او د اوبو رسولو کومه خیریه موسسه یې چلوله.
ھغه له اوږ‎دې ږ‎یرې، افغانۍ جامو، پکول، روانې دري ( بدخشۍ لھجه ) او نورو کړ‎و وړ‎و څخه سوچه افغان بریښید.
دا بل افغان ملگری به مو د ۴۵-۵۰ کلونو په عمر و. له تیرو ۱۲ کلونو په کاناډا کې اوسیدہ. په ھیواد او خپل کلي کې یې درې میاشتې تیرې کړ‎ې وې، اوس یې رخصتي پورہ شوې وہ او بیرته په کاناډا کې خپل کور ته روان و.
ما له امریکایي سرہ په ټول سفر کې په دري ژبه خبرې کولې خو زموږ‎ ھغه وطندار چې دري یې تر ما بھترہ ویلای شوہ، د امریکایي د دري خبرې ځواب ھم په انگریزي ورکاوہ!
ما جیمز ته د ډاکتر صیب فاروق اعظم چې د افغانستان یواځینی د اوږ‎دې تجربې لرونکی د اوبو متخصص دی، ادرس ورکړ‎. تر څو یې د خپل بنسټ په خیریه کارونو کې له مشورو گټه پورته کړ‎ي.
زموږ دا بل ‎ افغان انډیوال، درې میاشتې پخپل کلي کې په خیراتونو او نورو ټولنیزو بوختیاو تیرې کړ‎ې وې.
ما ورڅخه په ھیواد کې د روانې وضعې پوښتنه وکړ‎ہ. راته کړ‎ل یې:
د طالبانو له حکومت څخه ټول راضي دي، خو امارت یو ستر عیب لري، که دا رفع شي، نور ھیڅ ستونزہ نشته.
ما سمدلاسه ورته وویل: مھرباني وکړ‎ئ!
کوم ستر عیب؟ او بیا مې د ھغه خبرو ته په پورہ توجه او إنھماک غوږ‎ کیښود!
ھغه راته داسې لگیا شو:
گورہ ورورہ! پښتانه متل کوي، مړ‎ی په ژړ‎ا او وادہ په گډا ښه ښکاري!
زہ په کابل او نورو ځایونو کې ودونو ته لاړ‎م, د خوښیو د محافلو مجللو او ښایسته تالارونو ته ورغلم، تر ډوډۍ پس خلک داسې ناست وي لکه مړ‎ی چې شوی وي!
پخوا ښه و، په ودونو کې به موسیقي، ساز سرود او گډاگانې وي، خو طالبانو دا ھر څه بند کړ‎ي. ټول ولس ترې پر ھمدې خفه دی، ځکه ھغوی د خلکو د خوښیو مخالف دي!
کم له کمه په ودونو او د خوښیو په محفلونو کې باید موسیقي ته اجازہ ورکړ‎ي چې د مړ‎ي د خیرات او وادہ د ډوډۍ توپیر و شي!
ته ھم ماته ھوښیار او جھاندیدہ سړ‎ی ښکارې، که یې غلطه وایم، ته یې راته ووایه!
ما له بدې ورځې د ھغه خبرې د سر پر خوځولو تائید کړې‎.
نورې راباندې یخې اوبه تویې شوې او کرار پخپل ځای کیناستم.
زما د دې وطندار پر اند، نور ھر څه سم دي، وطن گل او گلزار دی خو چې حکومت یواځې په ودونو کې موسیقۍ ته اجازہ ورکړ‎ي !!!
جیمز څه ویل غوښتل خو ما ورته کړ‎ل:
که د اوبو په اړ‎ہ څه وایې، زما له دې بل وطندار سرہ خبرې وکړ‎ہ!
ماته داسې بریښي چې په دې موضوع کې د ھغه پوھه له ډاکتر فاروق اعظم صیب څخه ھم زیاته دہ، ھمدا اوس یې زما پر سر یو منگی یخې اوبه را چپه کړ‎ې!
ھغه وطندار راته خپل ځای ھم ښودلی و، خو ما ځکه و نه لیکه چې ھسې نه بیا زما گران دوست قاضي محمد داؤد وردگ خفه شي!
موږ‎ نور دوبۍ ته رسیدلي و، ما له خپلو دواړ‎و سیټ شریکانو اجازہ واخیسته او لاړ‎م.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx