ادبي لیکني

د نن سھار کیسه

حفيظ الدين پيرزاده

زما د نژدې نظر کمزوری دی، بې عینکو څه نشم لوستلای.
پرون سھار را څخه ورکې وې، ټول کور مې پسې چاڼ کړ‎، خو پیدا مې نکړ‎ې.
تر ډیر لټون پس ناھیلی شوم، نو لاړ‎م زړ‎ہ ماتی پخپل ځای کیناستم.
تیلفون مې پرانیست، خو ھغه مھال
ھک حیران شوم چې ھر څه مې واضح لیدل.
په تیلفون کې مې خبرونه لوستل پیل کړ‎ل او ورسرہ مې د الله تعالی شکرونه ھم ایستل!
دغه مھال مې ماشومه لور مروا کوټې ته راغله.
ما ټوله کیسه ورته وکړ‎ہ او بیا مې ورته کړ‎‎ل:
لورې! د الله شکر دی نظر مې بیرته قوي شوی.
ھغې زما کیسه واوریدہ، په آخر کې موسکی شوہ او راته کړ‎ل یې:
پلارہ! ستا نظر نه دی قوي شوی، حافظه دې کمزورې شوې!
عینکې دې په سترگو دي!!!
____________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۱۷/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx