
نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۷ ليندۍ، ۱۴۰۱ل): د نړۍ مشهور ستوري ليونل ميسي لوبډلې ارجنټاين د فوټبال نړيوال جام اتلولي خپله کړه.
د فرانسې او ارجنټاين ترمنځ د نړيوال جام پايلوبه تر ټولو زړه راښکونکې وه چې تر ۱۲۰ دقيقو لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده او په پينالتي وهلو پريکړه وشوه.
دنړيوال جام پايلوبه کې لومړی ګول ميسي راوړ چې ورپسې په ۳۶مه دقيقه کې د ارجنټاين په ګټه انخيل دي ماريا دوهم ګول راوړ.
د لوبې په ۸۰مه او ۸۱مه دقيقه کې د فرانسې لوبډلې له لوري کيليان امباپی ۲ چټک ګولونه راوړل چې تر ۹۰ دقيقو يې لوبه مساوي او د ارجنټاين لپاره سخته کړه.
د ۳۰ دقيقو اضافي وخت په ۱۱۰مه دقيقه کې ميسي د ارجنټاين لپاره دريم ګول هم راوړ، خو د امباپی له لوري په پينالتي شاټ په ۱۱۸مه دقيقه کې ګول راوړل شو چې يوځل بيا لوبه مساوي شوه.
د فيفا ۲۰۲۲ نړيوال جام پريکړه د پينالتي په شاټونو وشوه چې ارجنټاين ۴ او فرانسې دوه ګولونه راوړل.
په دې سره ارجنټاين د دريم ځل لپاره ياده اتلولي خپله کړه.
بل لوري ته ميسي چې پرته له نړيوال جام اتلوليو يې هره اتلولي پخپل نوم کړې، د نړيوال جام پخپله وروستۍ لوبه کې دغه اتلولي هم خپله کړه.
د فوټبال نړيوال جام ځوان لوبغاړي جايزه ارجنټايني فرنانديز ته، د زيات ګول وهونکي جايزه فرانسوي کيليان امباپی ته او د غوره ګول ساتونکي جايزه ارجنټايني مارتينيز ته ورکړل شوه، په داسې حال کې چې ميسي د فيفا نړيوال جام غوره لوبغاړی وټاکل شو.