نظــر

د بهرنيو استازو او کارکوونکو امنيت ته خاصه توجه په کار ده!

س. سعيد
لکه څرنګه چې اسلامي نظام د مسلمانانو په امنيت ساتلو مکلف دی، همدغه شان د هغو غير مسلمو وګړو د امنيت ساتلو ذمه واري هم لري، چې له اسلامي نظام سره په تفاهم د استازو، سياحينو، کار کوونکو، ذميانو او مستأمنينو په توګه ژوند کوي. يعنې له حربي کفارو او ورانکارو پرته، د ټولو خلکو امنيت ساتل او نور حقوق يې خوندي کول د اسلامي نظام اساسي مکلفيت دی، برابره خبره ده که هغه مسلمانان وي، يا کفار. رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپل وروستي وصيت کې هم د ذميانو په هکله ډېر ټينګار کړی. دا ځکه چې اسلام د خير او ښېګړې دين دی، د ټول انسانيت حقوق پکې خوندي دي، آن د څارويو د حقوقو لپاره هم خپل اصول لري. البته؛ د شر غوښتونکو پر خلاف اسلام جدي احکام لري، هغه که مسلمانان وي، يا حربي کفار.
نو پر همدې اساس؛ اسلامي امارت هم د خپلو اوسېدونکو د امنيت په اړه دروند مسؤليت لري، خصوصاً د هغو خلکو امنيت ته بايد ځانګړې توجه وکړي، چې د شريرو افرادو لپاره لومړيتوب لري. لکه د بهرنيو هېوادونو اتباع، زموږ خپل سيک او شيعه هيوادوال، سياسيون او د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي او علماء کرام.
دا سمه ده؛ چې صليبيانو دلته په نظامي ډګر کې ماته وخوړه، اشغال پای ته ورسېد او ټول وتښتېدل، مګر جګړه ختمه نه ده، بلکې د جګړې نوې بڼه پيل شوه. هغوی اوس هم لګيا دي په هر ډګر کې د اسلامي امارت پر خلاف دسيسې جوړوي. هم په تبليغاتي برخه کې هره ورځ زموږ پر خلاف په لسګونو شر اچونکي او جعلي راپورونه خپروي، هم مو په سياسي برخه کې ځپي، هم يې په اقتصادي ډګر کې بنديزونه راباندې لګولي اوو هم يې دلته د داعش او مقاومت په نوم خپل نوکران ګمارلي، چې نا امني او بې اعتمادي رامنځ ته کړي.
هسې خو داعشي خوارج او مقاومتي باغيان فقط د نا امني، ګډوډي او بې اعتمادي رامنځ ته کولو لپااره بريدونه کوي، هيڅ ټاکلی هدف نه لري، چې هر ځای بريد وکړي او هر څوک پکې ووژل شي، دوی يې خپله لاس ته راوړنه ګڼي. البته؛ پر بهرنيو اتباعو، داخلي اقليتونو، سياسيونو، مشهورو علماؤ او د اسلامي امارت پر لوړ پوړو چارواکو بريدونو ته تر خپله وسه لومړيتوب ورکوي.
د بهرنيو اتباعو له وژلو څخه د دوی موخه دا ده؛ چې هغوی ووېروي، بې اعمادي رامنځ ته کړي او څوک افغانستان ته زړه ښه نه کړي، تر څو له اسلامي امارت سره نړۍ تعامل ونه کړي، په رسميت يې ونه پېژني، اقتصادي برخه کې څوک پانګونه ونه کړي او افغانستان منزوی پاتې کړي.
د داخلي اقليتونو او سياسي اشخاصو له ترور څخه يې موخه دا ده، چې هم اسلامي امارت له بهرني او داخلي فشار سره مخ کړي او هم په افغانستان کې دننه د حکومت او رعيت تر منځ بې اعتمادي رامنځ ته کړي او اقتليتونه جګړې او بغاوت ته وهڅوي. همداراز؛ علماء او د اسلامي امارت مسؤلين ځکه هدف ګرځوي، چې نظام کمزوری کړي او د سر سر اشخاص له منځه يوسي. لکه څرنګه چې پښتو کې متل دی: (سل دې ومره، يو دې مه مره!) نو ځکه دښمن هم هڅه کوي، چې زموږ نوموتي اشخاص په نښه کړي.
څو مياشتې وړاندې په کابل کې د روسيې په سفارت بريد وشو، چې دوه روسي اتباع هم پکې ووژل شول، همداراز؛ څو ورځې وړاندې د پاکستان پر سفارت حمله وشوه، ورسره يو ځای د حزب اسلامي پر مشر ښاغلي حکمتيار ترورستي بريد وشو او پرون د کابل زړه «شهر نو» کې پر يوه هوټل بريد وشو، چې هغه کې هم بهرنيان اوسېدل.
نو دغه ډول بريدونه دومره لوی زيان رسوي، چې زموږ د بهرنيو چارو وزارت د مياشتو، مياشتو هڅې په اوبو لاهو کوي. که دغسې حالت دوام وکړي، بهرنيان به هيڅکله موږ سره تعامل، سفارتونو پرانيستلو، پروژو پيلولو، پانګونې او په سياحت راتللو ته زړه ښه نه کړي. چې په دې صورت کې به په سياسي او اقتصادي برخو کې له جدي ننګونو سره مخ شو.
بهرني هېوادونه هم په دې ښه پوهيږي، چې د دغو بريدونو تر شا د چا لاس دی او د کومو موخو لپاره تر سره کيږي. ځکه خو وړمه ورځ په کابل کې د چين سفير «وانګ يو» د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلي ستانکزي سره په ليدنه کې ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت بايد په کابل کې زموږ د سفارت امنيت ته توجه زياته کړي.
له همدې امله خو بايد اسلامي امارت د بهرنيو وګړو امنيت ته انتهايي زياته توجه وکړي او د هغووی استوګنځايونو څخه داسې ساتنه کړي، لکه له خپلو مهمو دولتي ادارو څخه يې چې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx