ادبي لیکني

د معسکر خاطره «۴مه برخه»

م رضوان الله فيضاني

خوږې او ترخې ورځې شپې تېرېدې، يوه ورځ د ګرنېټ لاسي بم د زده کړې نوبت شو، استاذ ټول ملګري د يوې حلقې په شکل کې کېنولو، ګرنيټ يې راواخيست او د استعمال، انفجار، تخريب وغيره هر اړخيزه تشريح يې پرې وکړه.

وروسته يې راته کړل چې که کوم وخت په کوټه کې ډېر مجاهدين ملګري ناست وي او له کوم ملګري نه د ګرنېټ کړۍ ووځي، پټاکۍ يې هم انفجار وکړي او ټول ملګري د بم د انفجار انتظار کوي، نو يو ملګری به دا قرباني ورکوي چې د ګرنيټ د پاسه به څملي، که ګرنېټ انفجار وکړي نو دی به شهيد شي خو نور ملګري به بچ کړي او که انفجار ونکړي هم نو الله ﷻ به پوره پوره اجرونه ورکړي، وای که تاسو چېرته له داسې پېښې سره مخامخ شئ نو دغسې قربانۍ ته تيار يئ که نه ؟…

مونږ ټولو په ځواب کې ورته وويل چې هو بالکل ورته تيار يو.

بيا يې له ګرنېټ څخه کړۍ وباسله او هر ملګري ته به يې په لاس کې ورکاوۀ، هر ملګري به چې ګرنيټ په لاس کې واخيست نو کليمه به يې وويله، د ټولو ملګرو نوبت چې تېر شو نو استاذ په زوره د الله اکبر غږ وکړ او ګرنېټ يې زمونږ په منځ کې راوغورځاوۀ.

ملګرو يوه خوا او بله خوا منډې شروع کړې، څوک د کوټو خواته وتښتېدل او چا له کمرونو نه ښکته خېزونه کړل، ما هم له ګرنېټ نه تقريبا په څلور پنځه متره فاصله کې پروت وکړ، چوپه چوپتيا وه هېچا هم غږ نه کاوۀ، زمونږ خپلو ځانونو ته هم فکر نه و، يو کشر ملګری د ګرنېټ د پاسه څملاستلی و، استاذ غږ کړ وای پورته شئ فدايانو سخته قرباني مو ورکړه او راته په خندا شو، کوم ملګری چې د ګرنېټ د پاسه پروت و چې راپورته يې کړ نو رنګ يې تک زېړ شوی و، نورو ملګرو په منډه منډه ورته شربت راووړ او پرې ويې څکۀ.

يادونه : ګرنېټ يې په داسې شکل عيار کړی و چې انفجار يې نه کاوۀ، خو مونږ له دې چل نه خبر نه وو.

نور بيا …

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx