نظــر

کابل چې ما پخپلو سترگو ولید«وروستۍ برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

د سپتمبر ۱۲

څو ورځې پس، ذاکري صیب احوال راکړ‎ چې د مشر شیخ صیب سرہ ملاقات منظور شوی. زموږ‎ گروپ یې کندھار ته غوښتی دی.
د خبر پر اوریدو، زما حالت عجیب و، ھم خوښ او ھم غمجن!
غمجن پر دې وم چې لومړ‎ی خو د شیخ صیب له دیدن څخه محروم شوم، دویم دا چې ما د دې ملاقات لپارہ ډیر څه د ویلو را ټول کړي و‎، غوښتل مې د ولس رښتینی اواز تر شیخ صیب پورې بې له کومې محافظه کارۍ او چاپلوسۍ نیغ په نیغه ورسوم خو له بدہ مرغه چې د لیدو نصیب مو نه و.
خو، خوښ پر دې وم چې استاد تر موږ‎ ټولو ډیر فصیح، بلیغ او د خپل ولس خواخوږ‎ی دی. علمیت یې پر موږ‎ څو چندہ زیات او د حق ویلو پورہ جرئت ھم لري نو د ولس د ھیلو پیغام به زموږ‎ ټولو څخه په بھترہ او موثرہ طریقه و رسولی شي.
زما بله د خوښۍ خبرہ ھغه پټ پیغام و چې ما د دې ملاقات د منظورۍ له لیارې تر گوتو کړ‎!
موږ‎ په مجالسو کې پر لوړ‎ پوړ‎یو چارواکو او حکومت، مخامخ سختې نیوکې کولې، زموږ‎ د مجالسو غوړ‎چاڼ د شیخ صیب تر دفترہ ھم رسیدہ.
که د امارت مشرانو زموږ‎ په نیوکو کې د خیر او اصلاح څه نه لیدل او ھر څه ورته منفي گرایي ښکاریدل، بیا یې موږ‎ ته د دې ملاقات زمینه نه برابروله!
له مشر شیخ صیب سرہ د ملاقات مانا ھمدا وہ چې حکومت مو خبرې اوري، زموږ‎ پر اصلاحي نیوکو او نورو وړ‎اندیزونو کې غور او دقّت کوي او د امارت تر ټولو لوړ‎ مقام ته یې د مخامخ رسولو په لار کې را سرہ مرسته کوي!

مبارک شه حمزہ سوال ته دې غوږ‎ نیسي
یوہ ورځ به درته ووایي منظور دی
حمزہ بابا

دوستانو!
زما د سترگو لیدلی حال، ھمدلته پای ته رسیږ‎ي، له ټولو ھغو دوستانو څخه یوہ نړ‎ۍ مننه چې د دې حال په لیدلو کې یې راسرہ ملتیا کړ‎ې وہ!
زہ په ټوله کې خپل سفر مثبت او ھیله بښونکی بولم. لا یزال څښتن دې ھمداسې ثابت کړ‎ي!
امین ثم امین.
ھغه مھال چې زما ملگري په کندھار کې د شیخ صیب ملاقات ته منتظر ول، ما خپل دا لاندې لنډ پیغام د امارت د مشرتابه په آدرس خپلو ملگرو ته استولی و، چې ھغوی ھم د شیخ صیب د دفتر مسؤلینو ته رسولی وو، جزا ھم الله خیرا:

بسم الله الرحمن الرحیم

د اساسي قانون د تسوید لپارہ د کمیسون جوړ‎ونې اړ‎تیا

عالیقدر امیر المؤمنین شیخ ھبة الله اخونزادہ صاحب!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

عالیقدرہ!
تاسې ته تر ھر چا بھترہ مالومه دہ چې اساسي قانون د یوې ټولنې په حقوقي انتظام کې ھغومرہ اھمیت لري، لکه د ژوند لپارہ آکسیجن.
ھیڅ نظام بې اساسي قانونه تدوام نه شي کولای.
د نړ‎ۍ په کچه، په ټولو ھیوادونو کې اساسي قانون د مشروعیت او د ټولنیز تړ‎ون وثیقه گڼل کیږ‎ي چې د واکمنې ډلې او ولس تر منځ اړ‎یکې تنظیموي او ھم نظام ته قانوني بڼه ور په برخه کوي.
څرنگه چې د اساسي قانون موجودیت د یوہ دولت لپارہ حیاتي ارزښت لري، ھمداراز تسوید او تدوین ته یې ھم د یوہ مسلکي کمیسون د جوړ‎یدو شدیدہ اړ‎تیا وي؛ داسې یو کمیسون چې په تشکیل کې یې د دیني علماو تر څار او څنگ د حقوقي علومو پوھان ھم وي تر څو د اساسي قانون د تسوید پروسه د شریعي موازینو مطابق د نړ‎یوالو او ملي معیارونو په رڼا کې تر سرہ شي.
زموږ‎ مشورتي بورډ چې د دوحې د مذاکراتو پر مھال د امارت د سیاسي دفتر لپارہ د یو معتمَد مأخذ په توگه له مشرانو سرہ په اړ‎یکو کې پاته شوی، اوس ھم د ھمدې او بھرني مشروعیت پیژندنې لپارہ د امارت له مشرانو سرہ د نظر پر تبادلې او مشورو بوخت دی.
نو ستاسې عالیقدر مقام ته مو عرض دی چې د افغانستان د ډیرو ستونزو د حل لار، “اساسي قانون” د تسوید لپارہ د یوہ کمیسون د ایجاد امر ورکړ‎ئ!
جزاکم الله احسن الجزاء
والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته
په ډیر درنښت
حفیظ الدین پیرزادہ
________________________

د شیخ صیب سرہ ملاقات

د شیخ صیب سرہ د مجلس تفصیل زما د گران دوست او د سولې او انسجام د مشورتي بورډ غړ‎ي ښاغلي عبد الھادي دولتزي په قلم لیکل شوی، چې زہ یې دلته له تاسې سرہ بې له څه زیاتونې یا کمونې شریکوم!
له حوصلې او زغم څخه مو یو ځل بیا مننه

بسم الله الرحمن الرحیم.
ګران ورور او ملګري محترم پير زاده صاحب په تيرو څو اونيو کې د (کابل چې ما په خپلو سترګو وليد) تر نامه لاندې خپله سفرنامه، هيواد والو ته په مشرح ډول وړاندې کړه. د يو ضرور کار له وجې زړه نا زړه مونږ سره د خدائ پامانئ نه وروسته لندن ته روان شو. له بده مرغه د کندهار سفر او د ااا مشر او امير شيخ هبت الله آخوند سره ملاقات چې ډير ورته هوسيده د پير زاده صاحب په نصيب کې نه وو.
دې لپاره چې سفر نامه نیمګړې پاتې نه شي، زه عبدالهادي دولت زئ د پير زاده صاحب په اجازه غواړم چې وروستئ او مهمه برخه يې تاسو سره شريکه کړم.
استاد روستار تره کئ يوه اونئ نور هم په کابل کې پاتې کيده. څو ورځې مو په نورو ملاقاتونو تيرې شوې، د پغمان په ښکلې دره او غوڼډيو کې مو هم يوه ورځ تيره کړه، د پغمان د طبيعت ښکلا او د کړايي د خوړلو نه مو خوند واخيست.
د استاد ترکي بيرته تګ ته دوه ورځې پاتې وې، سهار ذاکري صاحب خبر راکړ چې د مشر شيخ صاحب د ملاقات زمينه برابره شوې ده ، استاد خپل سفر څو ورځې وځنډاوه او د کندهار دوه ټکټونه مو هم واخيستل.
چارشنبه د سپتمبر ۱۴ :
د کابل هوائي ډګر څخه مو د ماسپښين په يوه بجه په آريانا الوتکه کې کندهار ته پرواز وکړ. ۵۰ دقيقې وروسته الوتکه کندهار کې کيناسته او د مؤظف مسؤل کس له خوا زمونږ هر کلي وشو او په عينو مينه کې يو ميلمستون ته يې مونږ ته لار ښوونه وکړه. مونږ دواړه په يوه کوټه کې پر اوسيدو خوښ وو، ځکه چې د ملاقات وخت او ورځ څرګندہ نه وہ او مونږ بايد منتظر او تيار وائ.
هغه ورځ په ميلمستون کې تيره شوه، شپې مو آرام خوب وکړ. زمونږ نه دوه ورځې مخکې تقريباً د کابينې نيمايي وزيران کندهار ته د غوڼډو لپاره راغلي وو او په همدې ميلمستون کې اوسيدل، دپام وړ خبره دا وه چې د سهار ناشته او دوه وخته ډوډئ ټولو ته يو شان تياريده، ( اتلس ډوله غوښې) په کې نه وې، وزير ، مأدون ، عسکر او ميلمنو ټولو يو شان ډوډئ خوړله, کله به لوبيا او وريژې او يا به داسې نور ساده کتغونه پخيدل.
پنجشنبه د سپتمبر ۱۵ :
سهار تر غرمې او غرمې تر ماښام منتظر وو خو نه پوهيدو چه څه وخت به موټر مونږ پسې راځي. د ماخستن ډوډئ نه وروسته يو مؤظف مامور کوټې ته راغئ او خبر يې راکړ چې موټر تيار دئ او د ملاقات له پاره به بل ځائ ته ځو. څو دقيقو کې تيار او موټر خوا ته روان شو.
هغه دريور چې راستول شوئ وه، ويې ويل چې د ډاکټر روستار ترکي پسې راغلئ يم او يواځې هغه له ځان سره بيايم . مونږ يقين درلود چې دا به غلط فهمي وي، ځکه کابل کې يې خبر راکړئ وو چې زمونږ د دواړو لپاره د ملاقات زمينه برابره شوې وه. د شيخ صاحب دفتر سره د اړيکې وروسته يې ما ته هم د تللو اجازه راکړه. دواړو موبایلونه يې را څخه واخيستل او په لارې روان شوو.
شا و خوا ۱۵ دقيقې وروسته هلته ورسېدو، د امنيتي مؤظفو کسانو له خوا د تلاشئ څخه وروسته انتظار خونې ته ولاړو. هلته د رياست الوزرأ سیاسي مرستیال مولوي صاحب
عبد الکبير زمونږ هر کلئ وکړ. د څو دقيقو وروسته د مشر شيخ صاحب دفتر ته د ننوتلو اجازه راکړل شوه. مونږ ته ۳۰ دقيقې د ملاقات وخت ټاکل شوی وه . نو مولوي صاحب کبير سره په ګډه دفتر ته ور ننوتلو.

شيخ صاحب په ډيره مينه او په خندا ډکه خوله مونږ دواړو ته په غيږ راکولو سره روغبړ او هر کلئ وکړ.
په مجلس کې نورو حاضرو علماوو سره مو هم ستړې مشي وکړې او دشيخ صاحب تر څنګ پر توشکو کښیناستو.

لمړئ ډاکټر روستار ترکي د شيخ صاحب څخه مننه وکړه چې مونږ ته يې د ملاقات وخت راکړ. او همدا رنګه په تيرو درې هفتو کې د ااا د جګپوړو چارواکو د ښه هرکليو او ملاقاتونو څخه هم خوښي څرګنده کړه.
ډاکټر روستار ترکي په تير يو کال کې د ااا لسګونې لاسته راوړنې وستايلې او د هغو تر څنګ يې پر لاندې موضوعګانو باندې خبرې وکړې:

۱ :- اساسي قانون :- په ټوله نړۍ کې افغانستان يواځينۍ هيواد دی چه اساسي قانون نلري. داخلي مشروعيت او نړيوالو د رسميت پيژندلو لپاره د اساسي قانون درلودل ضرور او مهم ده. لمړئ بايد د «تسويد مختلط کميسيون» جوړ شي چې د ديني عالمانو تر څنګ د حقوق او قانون مسلکي او متخصص کسان هم په کې غړيتوب ولري. دا کميسون به په دوه مياشتو کې مسوده تياروي.

۲ :- لويه جرګه:- د تاريخ په اوږدو کې تر ټولو جګه او يواځينی تقنيني مرجع ده چې د اساسي قانون د تصويب او د ټولو مهمو ملي موضوعګانو په اړه د تصمیم نیولو صلاحيت لري. د علماوو غوڼډه د دې کار صلاحیت نه لري. لويه جرګه به پر تياره شوې مسودې باندې د بحث څخه وروسته، اساسي قانون تصويبوي. اوسني سرپرست حکومت ته به مشروعیت او قانونیت ورکوي او د راتلونکې نظام بڼه به تصويبوي. په هغه صورت کې نړيواله ټولنه مجبوريږي چه د افغانستان حکومت په رسميت وپيژني، د ااا په مشرانو باندې تحريمونه او پر حکومت باندې لگیدلي اقتصادي تعزيرونه ھم لرې کړ‎ي.

۳ :- د قدرت له انحصار څخه بايد ډډه وشي ځکه دا نه د ولس او نه د نړ‎یوالې ټولنې لپاره د منلو وړ ده، ھمداراز په حکومت کې بايد مسلکي او متخصص کسان په لوړو پوستونو وګمارل شي.

۴ :- نړيوالو سره د تعامل لپاره بايد په خپلو پاليسيو کې انعطاف راولئ ،البته تر هغه حده چې زمونږ ديني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې را نه شي.

۵ :- د نجونو ښوونځي:- نجونې او ښځې د ټولنې نيمايي برخه تشکيلوي. د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو ښوونځي لکه ځينو ولاياتو کې چې خلاص دي، بايد ټول هيواد کې خلاص شي.

۶ :- عمومي عفوه: – دا يو سم کار نه وو. د عسکرو ، پخوانيو مامورينو او ټيټ پوړيو چارواکو عفوه کولو کې څه ستونځه نه شته، خو د تيرو شلو کلونو د حکومت مشران، وزيران، جنرالان او هغو کسانو چې په افغان وژنو او د وطن په تباهئ کې د اشغالګرو سره مرسته کړې وې، ټول بايد محاکمه شي.

۷ :- نړيوال د اسلامي امارت نوم څخه ويره لري، ځکه د يوې خوا د ااا او غربيانو تر مينځ د عقيدې او ارزښتونو اختلاف موجود ده او د بلې خوا نه غواړي چه په نورو اسلامي هيوادونو کې اسلامپالې ډلې د ااا څخه الهام واخلي او په هغو هيوادونو کې د اسلامي امارت د جوړولو هڅې وکړي.

۸ : – امريکا او متحدين يې د ااا د سقوط په لټه کې نه دي، د مختلفو ليارو غواړي چې فشارونه پر ااا ډير شي تر څو په خپلو پاليسيو کې انعطاف ته مجبور شي. مننه

محترم شيخ صاحب په ډيره حوصله مندئ تر آخره خبرو ته غوږ نيولائ وه، څنګ کې یې سکرتر ناست وه چې هره خبره به يې ليکله. شيخ صاحب هر انتقاد او وړانديز باندې بيلا بيلې خبرې و نه کړې، په عمومي توګه يې وويل چې :
۱ :- د هيواد ۴۴ کلنې غميزې ته د پای ټکي ايښودلو او افغانانو تر مينځ د ورور وژنې څخه د مخ نيوي په خاطر عمومي عفوه مو اعلان کړه خو حق العبد نه بخښو، څوک که پر چا دعوی لري کولائ شي چې محاکمو ته عارض شي.
۲ :- پر اساسي قانون باندې د يو کميسيون له خوا کار روان دئ.
۳ :- حکومت سرپرست دئ، متخصصين او مسلکي کسان په کې ډير دي، نور به هم زيات شي.
۴ :- ټول افغانستان کې مو امنيت تأمين کړئ ده، مونږ ډير صادق او مسلمان افغانان يو، قومیت مونږ ته مطرح نه ده، تقوا او صداقت مونږ ته مهم دي.
۵ :- په تيرو شلو کلونو کې د امريکا ، ناټو او د هغوئ لاسپوڅو له خوا زمونږ پر ملت ډير ظلمونه وشوه، مونږ پسې ډير منفي او د درواغو ‌‌ډک تبليغات کول او اوس يې هم کوي. تاسو او ټولو هيواد والو څخه چې په داخل او بهر کې ميشت دي هیله لرم چی د منفي پروپاګند د خنثی کولو لپاره زمونږ ريښتينئ انځور نړيوالو ته وړاندې کړئ.
۶ :- الحمد لله د اشغال ختم سره جګړه هم پائ ته ورسيده، ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ تعامل کولو ته حاضر يو مګر د دين او ملي ګټو په خلاف هيڅ شئ نه منو.
۷ :- مونږ د معارف ودې ته ژمن يو. اوسمهال د بودجې لويه برخه په معارف مصرفیږي. د مدارسو مصارف په دې کې شامل نه دي، هغو ته مونږ بيلې پيسې ورکوو. والسلام

مونږ ته يې نيم ساعت وخت راکړئ وو، د شيخ صاحب د خبرو ختميدو سره تقريباً يو ساعت تیر شوئ وه نو زما خبرو لپاره وخت پاتې نه وو، خو بيا هم د اجازې اخيستلو څخه بعد مې يو څو ټکي بيان کړل :

۱ :- د نجونو ښوونځيو د تړلو دليل که هر څه وي، شرعي او ديني دليل به نه وي، که داسې وائ نو په ټول افغانستان کې به تړل شوي وائ، حال دا چې د شمال او مرکزي افغانستان په ځينو ولاياتو کې د شپږم نه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي د شاګردانو پر مخ خلاص دي.
بله دا چې دشيخ صاحب په حضور کې مونږ ټول تقريباً ۱۵ کسان ناست يو. ټولو څخه يوه پوښتنه لرم:
که په کور کې مور ، خور ، لور او يا ميرمنه راته نا روغه شي، روغتون ته چې ورسيږو ، لمړئ پوښتنه به مو څه وي؟ ( آيا ښځينه ډاکتره شته؟)، دغه ښځينه ډاکتره خو د آسمان څخه نه راکوزيږي بلکه همدا نجونې دي چې تر دولسم ټولګي په ښوونځي کې د اسلامي حجاب مراعاتولو په شرط، تعليم کوي، بيا د کانکور څخه وروسته پوهنتون کې خپل تحصيل بشپړوي، هغه نه وروسته به داکتره، قابله، نرسه ، پوليسه، معلمه او داسې نور ترې جوړيږي.
ښه به دا وي چې د حکومت او نظام په حیث د مناسب چاپيريال د برابرولو څخه وروسته،د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانيزئ، بيا يې اختياري کړئ نه اجباري. يعنې هره کورنئ به د دې اختيار ولري چې خور او لور ته اجازه ورکوي او که نه.
۲ :- امريکا او متحدين يې ولې د بشر د حقونو ، ښځو حقونو، د نجونو ښوونځيو او داسې نورې نعرې وهي؟دوه علتونه لري:
لمړئ دا چې په تيرو شلو کلونو کې غربيانو د طالبانو پر ضد ډير منفي تبليغات کړي وو. اوس په خټو کې راګير دي او غواړي چې ستاسو هغه منفي انځور يې چه خپلو خلکو ته ورښودلئ وو، څنګه په مثبت انځور بدل کړي. په دې د خټو پوزې جوړولو کې د ااا مرستې ته اړتیا لري.
دويم دا چې ۵۰٪ څخه زيات رأی ورکونکي ښځي دي. د جمهوري ریاست هر کانديد غواړي ښځې خوشحاله وساتي تر څو په ټولټاکنو کې د هغوئ رايې خپلې کړي. د ااا تصميمونه د نجونو د ښوونځيو،ښځو حقوق او داسې نورو مسائلو کې د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس په ټاکنه کې مهم رول لوبولائ شي. نړيوال وايي ( مرسته را سره وکړئ چې مرسته درسره وکړو). مننه

په آخر کې استاد ترکي د شيخ صاحب څخه داسې يوه تحفه وغوښته چې د يو فرمان په صادرولو ژر تر ژره د نجونو ښوونځي خلاص کړي. دا تحفه تر لاسه نه شوه خو اميد لرو چې په نږدې وخت کې دا کار وشي.
و من الله توفیق

د شيخ صاحب دفتر څخه مولوي صاحب محمدکبير سره يو ځائ ميلمستون ته را ستانه شو.
سبا د جمعې ورځ وه، کابل خوا ته پرواز نه وو، نو تصميم مو ونيوه چې په ښار کې وګرځو.

د جمعې په ورځ د سهار ناشتا څخه وروسته زما يو پخواني ګران دوست او ملي سوداګر حاجي صاحب ثناءلله خان مونږ پسې راغئ ، د کندهار ښار دوره يې راکړه، بيا خرقه مبارک، د ستر احمد شاه بابا او میرویس نېکه زيارتونو ته ولاړو او د غرمې ډوډئ لپاره يې خپل کور کې ميلمانه کړو. مازديګر د عينو مينې د شا او خوا ليدو ته ولاړو. سلګونه د کندهار ښاريان هلته راغلي وو او په آرامه او خوشحاله فضا کې د منظرو څخه خوند اخيسته. د ماښام لمانځه نه وروسته بيرته ميلمستون ته راغلو.
د شنبه په ورځ د غرمې لمانځه نه وروسته هوائي ډګر ته ولاړو او بيرته کابل ته راستانه شوو.
استاد ترکي د خپل اقامت آخره ورځ په شخصي ملاقاتونو تيره کړه.
د سپتمبر ۱۹ د استاد د بيرته تګ ورځ وه، ماسپښين يوه نيمه بجه خپلو بکسونو سره د هوټل لاندې پوړ ته را ښکته شو. ناڅاپه د ااا وياند محترم ذبيح الله مجاهد ، د ملي تلويزيون رئيس محترم وثيق صاحب او محترم عبد الحق حماد د ذاکري صاحب سره يو ځائ د ترکي صاحب ليدو ته راغلل. په بيله خونه کې کښیناستو او پر مختلفو موضوعاتو د خبرو اترو وروسته د ملي تلويزيون رئيس د ترکي صاحب څخه د مصاحبې خواهش وکړ. هر څه تيار وه، استاد سره له دې چې کابل هوايي ډګر ته د تګ بيړه درلودله، بيا هم مصاحبې ته رضايت وښود. استاد او زما سره مصاحبه وشوه.
د مصاحبې نه وروسته استاد ترکئ مو تر هوائي ډګر بدرګه کړ، همدا شان استاد روستار تره کي د يوې مياشتې وروسته بيرته په فرانسه کې خپل کور ته ستون شو او زه په کابل جان کې پاتې شوم.

عبدالهادي دولت زئ
د سپتمبر ۱۹/ ۲۰۲۲م
کابل

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx