شعـــــرونه

تش په ريا به طوافونه د حرم نکوې/ ذاکر

مولوي محمد هاشم ذاکر

يو به په هره يوه وړه خبره غم نکوې
بل به بې ځايه په خبرو کې قسم نکوې

رښتيا به وايې په کړو وړو کې به څوک نه ځوروې
په ملګرتیا کې به له هيچا سره چم نکوې

چې په سجدو باندې اباد نکړې د کلي جومات
تش په ريا به طوافونه د حرم نکوې

په زور قدرت، واک او منصب باندې به نه غولېږې
پر مظلومانو بې وزلانو به ستم نکوې

څو چې دې وس وي کړې ژمنې به دې نه ماتوې
خو تر حق پولو تېرېدل به يو قدم نکوې

تاوان به وړې، پر ځان به ستړې تېروې صاحبه
د خلګو زړونه ماتول به هيڅ رقم نکوې

ذاکره هغه څه پرې ليکه چې الله ته خوښ وي
له سره تېر شه خو توهين به د قلم نکوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx