دیني، سیرت او تاریخ

د قیصار پۀ شاخ کې، اسلامي معبد!

ذبيح الله “نوراني”
اوسنی افغانستان، چې، زرګونه کاله تاریخي قدامت لري د نړۍ پۀ کچه لرغونی او د ډېرو پېرونو فرهنګي زانګو پاتې شوى، زرګونه تاریخي او لرغونې سیمې لري، سلګونه افسانوي او اسطوریي شخصیتونه او شهکارۍ لري او د پېړیو، پېړیو ژوندی او مستند لرغونی فرهنګي تاریخ لري، چې د نړۍ پۀ کچه په فرهنګي سازمانونو کې د همدې هېواد پۀ نوم ثبت شوي دي.
د افغانستان هره سیمه او هر ولایت د فرهنګ او تاریخي پلوه خپل ارزشت لري، یعنې د افغانستان لرغونتیا په یوه ځانګړې سیمه او ولایت پورې محدوده نۀده، بلکې هر ولایت یې د یوه تمدن او تاریخ څرګندویي کوي.
پر همدې بنسټ راځو او د افغانستان په شمال کې د یوه ستر لرغوني ښار، “فاریاب ـ میمنه”، چې تاریخي ارزښت یې د هېواد تر نورو سیمو کم نه دی او په خپله غېږ کې لکه ابو نصر فارابي، ظهیرالدین فاریابي او غلام محمد میمنګي غوندې مشاهیر روزلي، تر لنډ لید لاندې نیسو.
فاریاب ـ میمنه ولایت د افغانستان یو له لرغونو ولایتونو څخه دی، چې د “ارګ میمنه” قدامت تر “عصر آهن” رسېږي، د بل‌چراغ په غار کې د سرامیکي موادو موجودیت، چې د میمنې ښار په مجاورت کې قرار لري د دې ښار قدامت تر “عصر سنګ” رسوي. د میمنې ښار د تاریخ په اوږدو کې سلګونه پادشاهۍ او سلطنتونه تېر کړي، دا تاریخي ښار د ترک ـ مغولو په بې رحمانه حملو کې وران شوی، خو بیا هم دتاریخي ارزښتونو آثار یې لا هم پاته دي.
د “شهرهای آریانا” مؤلف وایی: د میمنې ښار د لومړي ځل لپاره د اسرائیليانو لخوا چې “بخت النّصر” را استولي و؛ آباد شو او بیا مسلمانانو هم په نېک فال ونیوو او “میمنه” نوم یې ور باندې کېښود.
د دې فرهنګي ښار د لیدلو او کتلو لپاره زموږ رسمي سفر بهانه شو او تر دغه لرغوني ښار یې موږ را ورسولو. چې ستاسو لوستونکو توجه او پام ور ته راګرځوو:
څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه له لوري راته وویل شول، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین محترم قاري راشد صاحب په مشرۍ د هیئت په ترکیب کې تاسي هم شامل یاست، تر څو د شمال او شمال لوېديځو ولایتونو څخه لیدنه او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له تر سره شویو کړنو هیئتي او ارزیابي وکړئ.
په همدې اساس مو څو ورځې وړاندې لومړی باغیس ولایت ته سفر وکړ او بیا تېره شپه ناوخته د فاریاب مرکز میمنې ښار ته را ورسېدو، سهار مو د فاریاب والي، مرستیال والي، او د ریاست له ټولو کارکوونکو سره د خپل پلان له مخې لیدنې او مجالس لرل.
د خبرو پۀ دوام، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الدین محمدي او د فاریاب د ملي راډیو تلوېزیون آمر شجاعت محمدي وویل: چې “د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ “شاخ” سیمه کې د یوې خاورینې غونډۍ د ښویېدو له امله یو تاریخي جومات د غونډۍ په منځ کې پیدا شوی او لیدل یې ډیر ضرور دي، تر څو یې په اړه معلومات وشي، موږ هم مشوره دا شوه چې دا مسجد او سیمه باید له نږدې وګورو او د مسجد او پېښې په اړه عیني معلومات تر لاسه کړو.
په همدې موخه مو ماسپښین ناوخته د قیصار ولسوالۍ په لور سفر پیل کړ او مازدیګر مهال قیصار ولسوالۍ ته ورسېدو، د قیصار بازار لوېدیځ لور ته د ولسوالۍ بازار ته څېرمه سړک و، دا جغلي سړک چې د تېر جمهوریت پر مهال یې ځینې برخې جوړې شوې وې او پاتې یې ټول د سیمې د مجاهدینو له لوري د ولس په مالي ملاتړ جوړ شوی و، خامه او کَپَرَک لرونکی سړک و او ډېره هغه برخه یې، چې تېر نظام جوړه کړې وه؛ تخریب شوې وه او د سړک لوړي ژورې دومره زیاتې وې، چې موټر په ۲۰ میلو کې رفتار کې هم په سخته تلو، ځای ځای اوبو بیا دومره کندي جوړې کړې وې، چې لوړ ماډل تېز رفتار موټر ته پرې تګ راتګ بیخي سخت وو.

شاخ ته سفر!
مازدیګر ۳ بجې او ۳۰ دقیقې وې، چې د قیصار ولسوالۍ له پاخه سړک څخه د شاخ سړک ته کښته شوو او د شاخ په لور مو موټرونه تېز کړل، تر شاخ پوري د دې سړک څخه شمال او جنوب خواته څو نور سړکونه هم بېل شوي و، چې تر سقوط وړاندي مجاهدینو او د مجاهدینو انصارو ترې استفاده کول او له دې لارو څخه به یې نورو ولسوالیو او سیمو ته سفرونه کول.
قیصار او په ځانګړې توګه د شاخ ټوله سیمه په انګورو او یو شمېر نورو مېوو لرونکو ونو پوښل شوې وه، د سړک دواړي غاړې پرې ښکلې وې او ځای، ځای، د کښت لپاره خالي ځمکه هم ښکارېده، چې خلکو پرې کروندې کړې وې.
دا سیمې او کلي چې د جهاد پر وخت، د ګڼو جګړو او معرکو شاهده وه؛ اوس یې هم سوري، سوري او کنډر دېوالونه، وران او تخریب شوي کورونه، د اشغالګرو د سترو وحشتونو، ظلمونو او د مجاهدینو د سترو سرښیندنو شاهدي ورکول.
دا مهال چې د مېوو وخت تېر شوی و، ټولې ونې او مېوې خزان وهلې وې او شنه باغونه د خزان له امله داسې و، لکه اور چې سېزلې وي، خزان وهلو فصلونو د حال په ژبه خپل حسرت بیاناوه او د پنځ”طبیعت” له تحول یې سر ټکاوه.
دلته نو موږ ورو، ورو شاخ ته په نېږدې کېدو سره له ځای، ځای کورونو سره مخ کېدو، د لاري په اوږدو کې د یوه سیند څخه ها خوا د سړک لوېدیځ لوري ته د یوې غونډۍ پر سر یوه بې مېوې ونه د غونډۍ پر سر یوازې ښکارېده او سړک د یوه اوږده قطار غونډیو په منځ کې شاخ ته مخ پر نېږدې کېدو و.
زموږ د هېواد او معمولاُ د فاریاب زیات شمېر سیمو او خاورینو غونډیو باندې خلک للمي کښت کري، له همدې امله د دې سیمي، پۀ خاورینو غونډیو خلکو غنم، نخود او ځیرې کرلې وې، دلته د غونډیو پۀ منځ کې تر لږ تګ وروسته بیا له یوه کلي سره مخ شوو، چې دلته هم د انګورو باغونه او هم پراخه آزاده سیمه پرته وه.
د ګورې کلي په مسجد کې لمونځ!
۳:۵۹ دقیقې د کلي په منځ کې د سړک راسته لوري ته په یوه وړوکي مسجد کې مو د مازدیګر لمونځ اداء کړ، د مسجد مخې ته څو د توتو وني ولاړې وې، د مسجد څلور طرفه وړوکي دېوالونه راتاو و، ښي لور ته یې د اوداسه لپاره وړوکی ځای هم جوړ و، کليوال لکه موږ ته چې په تمه وي، د مسجد په انګړ کې ولاړ و، ځيني لا راروان و، د مسجد له ښې طرفه یوه تن بېل مسجد ته تکیه کړ او په لویو قدمونو مسجد ته داخل شو، دلته نو له ورایه پوهېدلې چې دا خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او هېڅ د لومړنیو اړتیاوو توکو د پېرلو توان نه لري.
د مازدیګر لمونځ مو د لته مسجد کې وکړ، جماعت مو د ځوانانو د معین قاري راشد صاحب په امامت اداء کړ او تر لمانځه وروسته مو د شاخ له ښاروال سره د هغه په مکررو غوښتنو څو مختلف یادګاري انځورونه واخیستل، د مسجد مخامخ د سړک ښي لور ته دوکان ته لاړو ، راشد صاحب ملګرو ته له دوکان څخه خوراکي توکي واخیستل او بیا مو سفر پیل کړ.
دې کلي او سیمې د ګورې په نامه شهرت درلود او خلک یې معمولا زیات په زراعت مصروف و، له دې کلي څخه تر وتلو وروسته بیا د انګورو د باغونو منځته ور ننوتلو او تر لږ سفر وروسته هغې لارې ته ووتلو چې موږ به د جهاد پر مهال ترې استفاده کوله او له بادغیس او چلګزي څخه تر شاخ پوري به راتلو او له دې لاري به د فاریاب ولایت نورو ولسوالیو ته هم تللو.
شاخ او زړه راښکونکی منظر!
۴:۱۷ دقیقې وې چې شاخ بازار ته راورسېدو، شاخ ښایسته وړوکی ښارګوټی لري او څلور لوریو ته یې د انګورو پراخ باغونه دي، د دې ښارګوټي په وروستۍ برخه کې یو لوی جامع جومات او مدرسه هم موجوده وه، چې د سیمې او شاوخوا کورونو زده‌کونکي په کې لمونځ او زده‌کړې کوي، که څه هم د ا.ا په راتګ سره د ا ښارګوټی یو څه پیکه شوی؛ خو بیا هم د خلکو د لمړنیو اړتیاوو ټول توکي په کې موجود و، اوس هم دې ښارګوټي کې د پخوا په پرتله ګڼه ګوڼه تر سترګو کېدله او د پلور او پېر لپاره د ښارګوټي هره برخه کي خلکو تګ راتګ کاوۀ هر دوکاندار د خپل دوکان مخي ته د ا.ا.ا سپین بیرغ ځوړند کړی و.
دا چې د دې سیمې خلک له مجاهدینو سره پخوا هم بلد او آشنا و، ډېر مینه ناک او مخلص خلک و، زموږ په لېدو ډېر خوښ برېښېدل او هر چا بۀ په سلام کولو سره، د خوښۍ لاس پورته کاوه او زموږ تر حرکت کولو به راته پۀ درناوي ولاړ و.
د نوي کشف شوي مسجد په لور!
شاخ ښار ګوټي کې لږ تم شوو، او له زړه راښکونکي منظر څخه مو خوند اخیست، تر لږ ځنډ وروسته معین صاحب وویل چې اوس د بازار له لیدو وروسته هماغه کشف شوي مسجد لېدو ته ځو او لېدنه یې کوو، کوم چې د غونډۍ ښویېدو وروسته پیدا شوی.
په همدې موخه د شاخ بازار څخه، لوېدیځ لور ته د شاخ ښاروال په لارښوونه روان شوو، دلته هم لمړی په کلیو او بیا باغو کې تېر شوو او تر لږ سفر کولو وروسته د لوړو غونډیو په منځ کې له یوې لوړي غونډۍ سره مخامخ شوو، په ډیره سختۍ مو دا لویه لوړه سیمه طیّ کړه او بیا تر لږ سفر وروسته د یوه وړوکي کلي څنډې ته ورسېدو، د دې کلي نوم تلک و او د غونډیو منځ کې پروت وو، څلور طرفه غونډی ترې راتاو وې، دلته نو سړک هم پای ته ورسېد، د کلي په ښي طرف کې یوه وړوکې د اوبو چینه هم موجوده وه، د چیني شاوخوا څو زړې ونې ولاړې وې او د ونو څخه په ۲۰ مترۍ کې د کلي ښې اړخ ته یوه لویه خاورینه غونډۍ ښکارېده، چې د خلکو پۀ وینا څه موده مخکې ښویېدلې وه او د غونډی نیمایي برخه کې یو نا آشنا مسجد پیدا شوی و.
د مسجد یوازې دروازه د غونډۍ د ښوویېدو پرمهال تخریب شوې وه او نور د ننه ټول مسجد روغ و، دا مسجد له دریو ګنبدو او له یو ډول پخې خاوري څخه جوړ شوی و، چې ښایي د اوس وخت د سیمېنټ او کانګریټ سره په کلک والي کې برابر وي.
په دروازه او د محراب په لوړه حصه کې د حضرت عمر رضی الله عنه ، محمد صلی الله علیه وسلم او یو شمېر نور نومونه لیکل شوي و او له قراینو داسي برېښېدل چې ښایي دا د داسي خلکو مسجد یا د عبادت ځای وي چې له تصوف سره ښه بلد او په اسلامي مقدساتو او معتقداتو زیات باوري وي.
د کلي ټول خلک راغلل، او له څېرو یې خوښي ښکارېده، یوه یې راته وویل: “د دې مسجد دروازه د غونډۍ تر ښویېدو لږ وروسته ونړېده او تر نړېدو مخکي چې موږ وکتل پرې لیکل شوي وه چې دا د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې چې کله داسیمه فتحه شوې و، دا مسجد هم د دې سیمي مسلمانانو جوړ کړی” او بیا د وخت طبیعي حوادثو، سترو توپانونو او لویو سیلابونو له امله پرې دا غونډۍ راغلې”، لنډه دا چې د دې مسجد ښکاره کېدل د خدای جل جلاله د قدرت یوه لویه نښه ده، هغه ذات جل جلاله موږ ته وښودل چې څرنګه په خپل قدرت سره خپل شعایر ساتي، چې هېڅ یوه خښته یې ضایع شوې نه ده، ته به وایې چې پرون جوړ شوی دی.
دلته نو تر ښه ناوخته پاتې شوو او ماښام مهال مو بېرته د قیصار ولسوالۍ په لور سفر پیل کړ.
پاي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx