
خپلمنځې شخړه کې د سپين بولدک امنيه قوماندان د اوو پوليسو سره ووژل شو
نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي د امنیه قومندان، یو ساتنمن او د هغه له زوم سره یوځای د پولیسو له خوا ووژل شو.
ویل کېږي چې تېره شپه نږدې دوولس بجې د سپین بولدک د امنیې قومندان ښایسته خان او د پولیسو د ټولۍ قومندان محمد رضا ترمنځ لفظي شخړه وشوه، چې په پایله کې يې قومندان ښایسته خان او دهغه زوم چې د ده ساتونکی ووژل شول.
پر دې سربېره د پولیسو د ټولۍ د قومندان محمد رضا ورور چې په د دوی په ټولۍ کې ساتنمن هم وژل شوی دی.
د یوې باوري سرچينې له قوله چې په دغه نښته کې چې د ګزمې پرمهال رامنځ ته شوې ده، قومندان ښایسته خان او اوه تنه نور ساتونکي وژل شوي دي.
د نظامي چارو د شنونکو له قوله د پولیسو ناسمه روزنه او د دوی پر سر د بې سوادو قومندانو ټاکنه او آن تر جنرالۍ رسول د دې علتونه دي چې خپل منځي شخړې راپیدا کوي.
د دوی پر باور له دغسې امنیتي قوته د مخالف په له منځه وړلو کې هیڅ ډول کار نشي اخیستل کېدلای، چې هغوی پرخپلو منځو کې پر یوه لار نه وي.
تر اوسه د کندهار سیمه ایزو چارواکو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.