نظــر

بندې مدرسې او بې سرپرسته جوماتونه؛ د امر بالمعروف په اړه يوه مشوره!

سليمان سعيد
له بده مرغه؛ د اسلامي امارت له حاکميت سره په اطرافو کې اکثره مدرسې شاړې او جوماتونه بې امامته شول، شيخ صاحبان، ملايان او طالبان له يوې مخې حکومت کې مدغم شول او خبره تر دې حده ورسېده، چې اوس په لرې پرتو او اطرافي سيمو کې د جنازې لپاره هم ملا صاحب نه پيدا کيږي.
راځئ دغه ستونزه په مفصله توګه وڅېړو او بيا يې حل لاره په ګوته کړو.
لومړی بايد واضحه کړو، چې اوسنۍ زمانه کې علماء ډېر کم دي، عموماً خلک ماده پرست شوي او هيڅوک په خپلو وروڼو او زامنو ديني درس نه وايي. که خپل کلي او کورنۍ کې فکر وکړو، د ګوتو په شمېر ملايان او طالبان لرو، چې هغوی کې هم اکثره يې چندان علمي سويه نه لري. يعنې زموږ په ټولنه کې په رښتينې معنی علماء ډېر کم دي او ورځ تر بلې کميږي.
نو موږ دومره علماء نه لرو، چې هم حکومت وکړي او هم مو جوماتونه او مدرسې پرې ابادې وي. اوس چې دا دی علماؤ حکومت ته مخه کړه، اکثره مدرسې مو شاړې او جوماتونه مو بې سرپرسته شول.
حکومت ته د علماؤ او طالبانو ورتګ دوه وجې لري. لومړی دا چې همدغو ملايانو او طالبانو د اسلامي نظام د راتګ لپاره ډېرې زياتې قربانۍ ورکړې، اوس هر يو خپل ځان مکلف ګڼي، چې په دغه نظام کې برخه واخلي، خدمت پکې وکړي او لکه څرنګه يې چې د اقامې لپاره مبارزه کوله، اوس يې د ساتنې لپاره مبارزه وکړي. دوهم دا چې علماء او طالبان هم د نورو خلکو په شان خپل کور، عيال او ژوند لري او د نفقې ګټلو ته اړ دي. په دې هم پوهيږو چې په ټولنه کې تر ټولو غريب قشر همدا علماء او طالبان دي، نو حتماً به اوس هڅه کوي چې حکومت کې دندې واخلي، تر څو خپل مکلفيت هم اداء کړي او پيسې هم وګټي، هم ثواب او هم خرما. ځکه چې په امامتي او تدريس کې خو له پنځو زرو تر لس زرو معاشونه دي، چې هغه هم د سوال او ګداګري په بڼه ورته راټوليږي. څرنګه چې په اته، لس زره نن سبا کور چلول بيخي ناممکن دي، نو ځکه څوک امامتي او تدريس ته زړه نه ښه کوي. البته، که د حکومت له خوا په امامتي او تدريس کې دومره معاش ورته وټاکل شي، چې د هغوی ورځنۍ ستونزې حل او د ژوند کښتۍ يې پرې روانه شي، ټول علماء به بيرته خپلو جوماتونو او مدرسو ته ولاړ شي.
د امامتي او تدريس يوه ستونزه دا ده، چې معاشونه يې ډېر کم او په چندو راغونډيږي، چې حتی د لومړنيو خوراکي توکو قيمت هم نه پوره کوي. او بله ستونزه دا ده چې کله امامان د ولس چندې وخوري او د هغوی تر احسان لاندې وي، نو طبعاً هغوی ته سوچه سپينه خبره نه شي کولی، خو که چېرې د امامانو معاش د دولت له خوا وي، نو بيا هر څه ویلی شي. البته، دلته هم يوه ستونزه شته، چې بيا به پر نظام باندې چندان انتقاد نه شي کولی. په هر صورت؛ اوس خو الحمدلله ننظام اسلامي دی او تر ډېره حده چارې سمې روانې دي، علماء به هم دومره ضعيف نه وي، چې د اصلاح لپاره انتقاد ونه کړي. ان شاء الله.
د دغې ستونزې يوازنۍ حل لاره دا ده، چې په ټول هېواد کې د امامتي او تدريس معاش حکومت پر غاړه واخلي. دا دومره سخته چاره نه ده، ځکه چې همدا اوس د حج او اوقافو او امر بالمعروف وزارتونو تشکيل د ټول هېواد له امامانو او مدرسينو څخه زيات دی.
نو د داسې يوې طرحې جوړلو اړتيا ده، چې لومړی خو امر بالمعروف او حج او اوقاف وزارتونه سره يو شي، ښه چاڼ پکې وشي، اضافي بستونه تنقيص شي او د ټول هېواد جوماتونه د دې وزارت مربوط شي، اوس چې کومو کارکوونکو او محتسبينو ته معاشونه ورکول کيږي، هغه دې په جوماتونو کې امامانو ته ورکړل شي، ښه تکړه، بيدار او دعوتګر علماء دې ورته انتخاب شي او هغوی ته دې رسماً د امامت تر څنګ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسؤليت هم وسپارل شي. نو هم به مو جوماتونه بيرته اباد شي او هم به د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سپېڅلې فريضه په ډېره ښه توګه اداء کيږي.
همداراز؛ د مدرسينو په اړه دې هم غور وشي، که د حج اوقافو او امر بالمروف وزارت سره مناسب وي، هغوی سره دې رسمي شي او که د معارف وزارت سره مناسب وي، هغوی سره دې رسمي شي، خو مقصد يو ځای دې رسمي شي.
البته؛ دا دليل چې د ځمکې واک او حکومت بايد د علماؤ په لاس کې وي، نو دې څخه مراد دا نه ده، چې په هره وړه او لويه چوکې دې علماؤ ناست وي، بلکې واک بايد له علماؤ سره وي، امير المؤمنين بايد عالم وي، وزيران او د هغه مشاورين بايد علماؤ وي، د پوځ مشري بايد د علماؤ په لاس کې وي او داسې نور مهم بستونه، نور لاس لاندې اشخاص که هر څوک وي، د همدغو علماؤ متابعت به کوي. بلکې نورو برخو کې بايد خپل اهل او مسلکي کسان وګمارل شي، ټولو بستونو کې خو علماء کار نه شي کولی.
لکه چې پرون د امر بالمعروف وزير شيخ محمد خالد حنفي په پروان کې يوې غوندې ته وويل: علماء دې په حکومت کې لومړی او دوهم بست نه لټوي، که ټول حکومت ته مخه کړو، مدرسې او جوماتونه پرېږدو، نو خلکو ته به دين څوک رسوي؟! د علماؤ يوه فرقه بايد خلکو ته د دين رسولو لپاره د علم لاره ونيسي او له هغې لارې خپل مسؤليت اداء کړي.
نو علماء بايد يوازې حکومت کې راغونډ نه شي، حکومت کې هم علماؤ ته ضرورت دی او رعيت کې هم. نو ځينې دې حکومت کوي او ځينې دې بيرته امامتي او تدريس ته سوق شي. دا هم بهرتين عبادت او د اسلامي نظام لوی خدمت دی، چې جوماتونه او مدرسې پرې ابادې وي او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سپېڅلې فريضه اداء کړي. خو دا هغه وخت کيږي، چې حکومت امامانو او مدرسينو ته هم ښه معاشونه مقرر کړي او د هغوی ستونزې هم واوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx