نظــر

ازمایښتي پړاو؛ نړیوال د نجونو پر زدکړو، که مؤسساتو کې د هغوی پر کار بندیدو ډیر دردمند دي؟

حامد نوید

څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا دوه پر لپسې اعلانونه راغلل، چې په لومړي کې یې تر امر ثاني پورې د نجونو پر زدکړو بندیز ابلاغ شو، چې ورسره سم په کور دننه او بهر کې د خپلو او پردیو د مخالفتونو یو ځوږ پورته شو؛ څوک خو له تعلیم څخه د خویندو د محرومیدو په تړاو له زړه خپه وه او چا هم پر امارت باندې د لا نور فشار راوړولو په پار، له دغې سوژې څخه په استفادې سره د تمساح مکرجنې اوښکې تویولې.

خو د دغو سړو او ګرمو اوښکو لړۍ لا نه وه ختمه، چې په ناڅاپي توګه د اقتصاد د وزیر په لاسلیک دویم مکتوب خپور شو، چې له مخې یې په مؤسساتو /انجیوګانو کې د میرمنو پر کار بندیز ولګول شو.
دویم اعلان نه وه، سم تندریز ګوزار وه، تش په نوم نړیوالې خیریه ادارې یې ولړزولې، د امریکا، اروپا په ګډون یې د بشرحقونو، ملل متحد او امنیت شوراوو توند غبرګونونه راوپارول او پر افغانستان باندې مخامخ د مالي او اقتصادي بندیزونو ګواښونه تکرار شول.
که په پرتلییزه توګه یې و ارزوو، دواړو اعلانونو غبرګونونه درلودل، خو په متفاوته توګه؛ ښایي لاملونه یې نور هم وي، خو زما په آند ځینې یې دادي.

۱_د پوهنتونونو او مکاتبو د تړلو دروازو پر وړاندې له یوه کال راهیسې په کور دننه او بهر هڅې روانې وې، څو اسلامي امارت دې ته وادار کړي، چې له زدکړو څخه د نجونو ممنوعیت یې په تاوان ده، خو تر پایه ونه توانیدل، نو وروستي اعلان ته غبرګونونه هم ځکه ساړه وه، چې له پخوا څخه دا موضوع تر یوه حده تکرار شوې وه.
بالمقابل، په مؤسساتو کې د افغان میرمنو پر کار د بندیز خبر بیخي نوی او تازه وه، چې توجه یې هم ډیره خپله کړه.

۲_پر زدکړو د افغان نجونو بندیز خپله د افغانانو په تاوان ده، ځکه د ټولنې نیمایي قشر بې سواده پاتې کیږي؛ خو په مؤسساتو کې د میرمنو بندیز د بهرنیانو په زیان وه، ځکه دوی کولای شو، په یو نه یو ډول له مؤظفو میرمنو څخه د خپلو مرموزو پروژه یي لوبو په تطبیق کې کار واخلي؛ ځکه یې سپرغیو د نړیوالو چیغې هم په غیر مترقبه توګه پورته کړې.

 

۳_ اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې د نجونو پر زدکړو یې مطلق بندیز نه دی لګولی او په دې برخه کې یې خپلې اړتیاوې هم په ډاګه کړې، نو
ټول په دې آګاه وه، چې یوه ورځ به خامخا د مکاتبو بندې دروازې د مرورو نجونو پر مخ برانیستل کیږي؛ خو په مؤسساتو کې یې چې ناڅاپي بندیز تر امر ثاني پورې وتړل شو، د بیرته اجازه ورکولو په تړاو هیڅ کوم چارواکي لا تر اوسه کومه وینا نه ده کړې او په دې برخه کې خپله مؤسساتو هم لا تر اوسه هغو اصلاحاتو ته تن نه دی ورکړی، چې امارت د میرمنو د کار بندیز په تړاو وانمود کړي وه.

۴_په مؤسساتو کې کارمندو نجونو او میرمنو په تیرو ۲۰ کلونو کې د لویدیځوال کلچر او فرهنګ د ترویج، د مرموزو استخباراتي لوبو د مخته وړلو او نورو ناوړه بد اخلاقیو ته د لمن وهلو په تړاو ټول افغانان خبر دي/وه نو پر وړاندې یې په کوردننه غبرګونونه هم ساړه وه، خودا چې په شین آسمان کې د نړیوالو په دغه سورلن «سایه ور» بازار ناڅاپي ټکه راپریوته، د هغوی دماغ یې هم سره وښورول.

۵_بهرنیانو وکولای شول خپلو موخو ته د رسیدو په پار، په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د خپلو پروژو د تطبیق لپاره له میرمنو اغیزمن کار واخلي او په تیر یوه کال کې یې خپل بازار ښه ګرم ساتلی وه، چې دغه اعلان یې ټول طرحه شوي پلانونه اغیزمن کړل.

۶_بهرنۍ مؤسسې او هغه چې لوی فنډ ورکوونکي یې اروپایان، امریکایان او په ځانګړې توګه یهود دي؛ دوی په همهاله توګه دوه پروژې پرمخ وړي؛ یوه د خلکو د نظریې خپلولو لپاره د لارو، پلونو، مکاتبو جوړلو د خیریه مرستو ویش او…. نورو عام المنفعه پروژو تطبیق؛ بل هم د پردې ترشا د میرمنو سره غونډې، د ځوانانو سره تحریک آمیزه مجالس او له نورو لارو دمالوماتو ټولولو او پروژو رسولو لارې…..
بنأً که ددوی په هغه ډیر لګښت لرونکې عام المنفعه پروژه څومره نیوکې هم وشي، دوی یې اصلاح ته په ورین تندي شین څراغ ورکوي، خو که په دغه کوچنۍ تطبیق کوونکې پروژه يیزه لوبه کې مو لږ ګوتې هم ووهلې، د هغې لویې پروژې د لمنځه وړلو له ګواښ سره هم مخ کیږئ.
ځکه دوی ددې کوچنۍ مرموزې لوبې لپاره پر غټه پروژه لګښتونه کوي، ځکه مهمه ورته همدا وه، نه هغه….!

زیانونه:

جوته ده چې د نجونو بر مخ به د ښونیزو اداراتو بندې دروازې په وخت سره پرانیستل کیږي، ځکه د نه خلاصون بیه یې هم د اوس لپاره او هم د راتلونکي لپاره افغانان پرې کوي او دا اړتیا مشرانو هم درک کړې ده.
خو که د پرانیستې په اعلان کې یې ځنډ رامنځته کیږي، ښایي هم په کور دننه د افغانانو غبرګون له ځان سره مل کړي او هم په بهر کې د افغانستان اعتبار له صفر سره ضرب کړي.

دغه راز به د افغانانو د وینو تږو غلیمانو ته پر افغانستان د تیري بهانه یوځل بیا برابره شي او د پرون په څیر به یې یوځل بیا افغانما همراهي کوي ، چې دا به په مطلق ډول د اسلامپاله نظریو درلودونکو کسانو په زیان وي.

بلخوا که په مؤسساتو کې د نجونو د کار بندیز متداوم شو، نو دا به هم د ډیری اینجیوګانو د کاري فلج کیدو باعث وګرځي او لکه اوس چې څو محدودو یې د کار د درولو خبر ورکړی، ښایي نور یې هم پر قدم پل کیږدي؛ ځکه د ډیری مؤسساتو لپاره د مرموزو پروژو مخته وړل، تر زیربنایي کارونو اولویت لري.

که نړیوال وپوهیږي چې نور نه شي کولای، په افغانستان کې خپل پروګرامونه مخته یوسي، نو ښایي پر افغانستان د مختلفو بندیزونو لړۍ هم پراخه کړي؛ له ګاونډیانو سره د سوداګرۍ محدودیت، بهرنیو پانګوالو لخوا په افغانستان کې د پانګه اچونې بندیز او حتا د افغانۍ سیکې «نوټ» د بې ارزښته کولو هڅې…..
دا ټول ددې لپاره چې دوی ونه شو کولای په افغانستان کې له شل کلنې تودې جګړې وروسته، په سړه جګړه کې د کامیابي تر مداره ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx