افغانستان

کابل ښاروالۍ: د قرغې بند به په یوه غوره تفریحي او زرغونه سیمې بدل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ مرغومی، ۱۴۰۱ل): د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د قرغې بند په لوړو غونډیو چې څه موده وړاندې د اوبو د یوې زېرمې او د ونو د خړوب په سېسټم کار پیل شوی وو، لاهم روان دی.

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د یادې سیمې د پراختیا لپاره په وروستیو کې د ۲.۵ میلیونه لېټره اوبه ځایوونکې زېرمه جوړه شوې ده.

اوس مهال د ۳۵۰۰ متره په اوږدوالي د خړوب سېسټم د پیپ تېرولو کار روان دی، چې د اوبو له دې زېرمې به د ۴۰ نلونو له لارې ۴۵۰ زره متر مربع ځمکه او ۵۵ زره ونې خړوبې کېږي.

د هغه په خبره، د اوبو دا زېرمه د قرغې بند په یوه لوړه غونډۍ جوړه شوې ده، چې د واټر پمپ په وسیله يې اوبه پورته کېږي او وروسته په معیاري توګه ورڅېرمه سیمې خړوبوي.

د زرغونتیا ریاست د رئیس په وینا دوی پلان لري، چې د نیالګیو کېنولو په موسم کې لسګونه زره میوه لرونکې او غیر میوه لرونکې ونې کېنوي او د دې زیرمې له لارې به یې خړوبې کړي.

کابل ښاروالي پلان لري، څو د قرغې بند سیمه په یوه لویه تفریحي او زرغونه سیمه بدله کړي، په همدې موخه به په راتلونکې کې څو څاګانې نورې هم وکیندل شي.

باختر خبري اژانس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx