افغانستان

دلاور: د وري تر مياشتې به د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره مناسب شرايط برابر او ښوونيز بهير پیل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومی، ۱۴۰۱ل): د اسلامي امارت يو لوړپوړي چارواکي د نوي لمريز کال تر لومړيو پورې په هېواد کې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پيل کېدو هيله مندي ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدين دلاور نن خبریالانو ته ویلي چې په هېواد کې د ښوونيز او تحصيلي بهير د بېرته پيل کېدو په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه په کچه ګړندۍ هڅې روانې دي.

دلاور زياته کړې، چې کېدای شي د را روان وري تر مياشتې پورې د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره د اسلامي شريعت او ملي ارزښتونو مطابق تحصيلي نصاب او چاپېريال برابر او د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې د افغان نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وويل چې هڅی روانې دي، چې په دې اړه پرېکړه ژر تر ژره وروستۍ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx