
راشد خان د شل اوريزو لپاره د ملي لوبډلې مشر وټاکل شو
نن ټکی اسيا (جمعه، ۹ مرغومی، ۱۴۰۱ل): د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی راشد خان د شل اوريزو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر په حيث وټاکل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د محمد نبي له استعفا وروسته سوکه پياوړی توپ اچونکی راشد خان د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حيث وټاکل شو.
راشد خان له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې د سپتمبر او نومبر مياشتو پرمهال هم دغه مسئوليت ترسره کړی چې له ۷ څخه يې څلور برياوې ترسره کړې دي. په دې کې له ويسټ انډيز څخه د سيريز ګټل هم شامل دي.
په ۲۰۲۱ کال کې راشد خان يو ځل بيا د لوبډلې مشر وټاکل شو خو له شل اوريز نړيوال جام يوه مياشت وړاندې يې لوبډلمشري پريښوده.
راشد خان چې هغه مهال له دوه مياشتو لوبډلمشرۍ وروسته استعفا وکړه، لامل يې د کرکټ بورډ او غوراوي کميټې سره د لوبغاړو برابرولو کې نه همغږي ښودل شوې وه.
د ۲۰۲۲ شل اوريز نړيوال جام له پای ته رسېدو وروسته هم محمد نبي په همدې لامل استعفا وکړه چې د لوبغاړو په انتخاب کې ورسره همغږي نه وه شوې. په دغه جام کې افغان لوبډلې هيڅ کومه بريا خپله نکړه.
راشدخان ددغه مسئوليت په تړاو وایي: (له شک پرته دا زما لپاره يو لوی وياړ دی چې د خپلې ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو د لوبډلمشرۍ ستر مسووليت راسپارل کېږي, که څه هم دا يو سخت کار دی, خو د خپل هېواد لپاره خولې تويول او سختۍ ګالل بايد لومړيتوب واوسي.)
نوموړي زیاته کړه، ما له دې وړاندې هم د خپلې ملي لوبډلې لوبډلمشري کړې، چې له خپلو ملګرو او لوبغاړو سره ځان ډېر راحته احساسوم، بيا به هم ډېره هڅه کوم چې خپل هېواد او ملت ته وياړونه او خوښۍ راوړم او افغان لوبډله تر هغه ځايه ورسوم چې د ټولو ارمان او غوښتنه ده.