شعـــــرونه

څوارلسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۲۷/جماد الاول/۱۴۴۴

د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
هر ساعت لکه خلیل پۀ عاشقۍ کې
تماشا کړم د ګلزار پۀ سرو لمبو کې
عبدالحمید بابا (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ریا اوږ‎دو سجدو نه پنا غواړ‎و
موږ‎ زمزم څکو د شرابو په پیالو کې
حفیظ الدین پیرزادہ

له افقه ستا د حسن لمر را خېږي
ځکه ستورو کډې بار کړې په سپېدو کې
محمد هاشم “ذاکر مهاجر”

ستا د مینې انقلاب راباندې تیر ده
عادت شوی یم د عشق انقلابو کې
نورګل اندړوال

برند نظر يې کړم راپورته روانېږم
ژوند موسکى شو د ملالې په ټپو کې
ګل رحمان رحماني

دا وطن به بیا د مینې مدینه شي
پیغمبر مې دی لیدلی په خوبو کې
پیر محمد کاروان

پرديپال زمونږ په ګران افغانستان کې
داسې ښکاري لکه زهر په شودو کې
اکرام الدین مفتون

عجیب وخت ؤ او مرګونه څۀ اسان ؤ !
توپیر نۀ ؤ دلته وینو او أوبو کې !
مخلص کډوال

د کچکول لپې مې رب ته دې نیولي
امن غواړمه په چم د پښتنو کې
حافظ سجاد

چې وږمې د خوشالۍ ډالۍ رالیږي
د پستو شونډو خبرو نسیمو کې
نصرت طالب

خامخا به مې د زړه بازار تالا کړې
ته چې داسې په مزه راځې نخرو کې
نورالحبيب نثار

تلم به هره خوا سړې سړې منګولې
رانه ورک وې د وطن په سردرو کې
احمدالله نثار

ستا د تورو زلفو بوی ګلابي یاره!
حس کووم یې د سهار نرمو وږمو کې!
منصور طالب

دا د مینې یو ښکاره غوندې ثبوت دی !
زما د زړۀ د وینو رنګ ستا اننګو کې
مسعود مجروح

ستا په پلو پسې راغلی یم تر ډېره!
غړوم درپسې سترګې چنارو کې!
شرافت ویاړ

زه ګرم نۀ یم بی اختیاره رانه یاد شي
وه ګرانکه ستا نامه په ترانو کې
ریحان اخندزاده

در بښم د عمر ټولې صحِفې مې
که مې ولېدې د دنګو شپو خوبو کې
راشد جالب

هیلې ولوېدلې بوڅې بوڅې کیږي
سُرکه ګډه شول د شهدو ګيلاسو کې
محمودي انصار

تکبر دې تورې سترګې کوي ولې ؟
چې پېیي د خلکو زړونه په بڼو کې
پیر محمد کاروان

دا پر کومه باغیچه یې راتیرشوي
جنتي خوشبو دي رواړه په خولو کی
سنګرمل مهربان

د ښکلا یوسفه! ورک یې له فطرته
سپوږمۍ تا پسې لوېدلې په اوبو کې
راشد کامران

دلمر وړانګې د بوډۍ له ټاله تا وشوې
که ستا سپين لاسونه ښکاري په بنګړو کې
محمد هاشم “ذاکر مهاجر”

لږ موسکی شه چې موسم عطروین شي
لږ موسکی شه چې بهار دې خم شي پښو کې
جهادي عمري

زه به وګڼمه ځان هله نیکبخته
که مې شمار کاندې د ستا په لیونو کې
مستغفر ګربز

د ګلونو هار دې ولويږي په خاورو
چې پښې د جانان ! وینې دي اغزو کې
اسرار عمر

زه په خپلي رنځورۍ باندي ودان یم
بلا خوند شته دی، دمینې په دردو کې !
درمل عرفان

عاشقان ورته د هجره په شپه ګوري
څه کمال دی، د آسمان په ستارو کې ؟
حنیف مظهري

ستا و ګونګ تصوير ته ناست یم لاس تر زنې
بيا مې ډنډ شوې تړمي اوښکې په لېمو کې
عابد ځواک

کوچیانتَوری او ساده ساده جانان مې
هیڅ پوهيږي نۀ د سترګو اشارو کې
مخلص کډوال

مینه زړه غواړي، جرئت غواړي جانانه
بې قرار یم ستا د عشق په ولولو کې
عبدالوهاب مومند

بختور يم يوسفي خوبونه وينم
بختور يم د زندان تورو تمبو کې
نورالحبيب نثار

که مې خښ کړې په ډیران بیا به راپاڅم
غمي کله پټیدای شي په ایرو کې؟
عتیق الله یون

د یارۍ د نوم نفرت ورڅخه ښکاري
زۀ پرې پوی شوم څه اثر یې دی لیمو کې
ثناءالله معصوم

موږ د تورې د قلم او پوهې خلک
خو افسوس خپل مو تصویر اخلي جګړو کې
خالد منعم

زړۀ دي تل په داسې مینه کې ورټول شه
چې پېغور دي ثبت نه شې تاریخو کې
نقیب الله حنیف

لاس مې بر راځي په واړه بلاګانو
ګرانې مور راته دعا کړي سلګو کې
غالب خوستی

مـا د ستـورو ملګرتیـا کړې جهانه
زه ایستلی شمه لاره په تیارو کې
مستغفر

د عصري علومو هیڅ مخالف نه یو
مونږ زده کړی دی اسلام په حجرو کې
امین زرګر

خلکو فرض علمونه وکړل طبیبان شول
مونږ لا ګیر یو د مباح په اندیښنو کې
صفی الله رائد

موږ رڼا پسې روان یو په ازغو کې
ګټه چا کړې جانانه په تیارو کې
عاصم ملنګ

زندګي راباندې ډېرې کانې وکړي
لوبېدلي یو د وخت پۀ فیصلو کې
ستار مبهم

زموږ زړونه او مخونه به سپېره وي
قصور نشته د وجدان په ائینو کې
راشد کامران

هنر نه دی په زبان باندې خبرې
موږ کولای شو خبري په شعرو کې
عبدالباسط وصاف

خپل عیبونو ته نظر کا که دانا يې !
هیڅ کار مه لره د نورو په عیبو کې
احساس نيازی

نه، نشه شته! نه مستي پکي دا ولي؟
ساقي جانه ستا دمیو په پېالو کې
داؤدهمت

له دردمن زړګي مې ټول غمونه اخلي
ډیر خواږه شته ستا د سترګو په لیدو کې !
مخبت وردګ

هر يو واری يې د زړۀ پر سر لګيږي
بېل تاثير دې نن د سترګو پۀ رانجو کې
احسان ژمن

پۀ دیدار مې لېمۀ دواړه ستا خؤاږۀ شي
چې را وګورې د سترګو پۀ کونجو کې
ادریس حقیار

ستا دحسن پسرلی دې لا تازه وي
مخ دې کونځې مۀ شه چیرته پۀ غمو کې
احمد غازي

ځه ! ته داځلې احسان وکړه بیا راشه !
زۀ به ځاې درکړم د سترګو پۀ لېمو کې
طاهر شیرزاد

د ګرګورو سترګو یاد دې پکې پروت دی
رسم کړی مې دی درد په کاغذو کې
مستغفر ګربز

بس د هیلو قافلې مې معَتل کړې
نورې نه کوم اسرې په تلوسو کې
راشد جالب

وم دې دغسې ایسار پروا مې نشته
زه خوشال یمه د عشق په ځنځیرو کې
رفیع الله عباس

چې په تا یې تورې خاورې در امبار کړې
تم کېدې مې نه رڼې اوښکې لېمو کې
احمد بهار بهیر

ای! زړګیه ترې وتلی خو به نۀ یې؟
درپسې ګورم د زړه په کنارو کې
عزیزالرحمن ایاس

تل مې اوسې د زړګي پۀ ولولو کې
یادوم دې پۀ وږدو – وږدو سجدو کې
منصور درمان

یوسړی یې هم رقیب دی هم رویبار دی
دی زما دمینې چم په پښتنو کې
تسل عزام

چي ويدې شي د زاهد سترګې شيطانې
او نظر کړې دشهود په آینو کې
مفتي لاهوتي

سوی درد دی ناهیلي ده او ارمان دی
زما دژوند دسیتارونو اوازو کې
مولوي مامون

یوه اوښکه به شم ټول انګار به مړ کړم
که مې ستا محبت و ژباړۀ لفظو کې
حامد ناصر

د چا یاد چې راته زلفې زلفې کېږي
تر سهاره مې مزل په زولنو کې
پیر محمد کاروان

خپلې اوښکې پټومه پۀ لېمو کې !
خپلې هیلې سوزومه پۀ لمبو کې !
جهادي عمري

لټوم دي مقبرې درپسې ګورم
ګرځم یاره د وطن په هدیرو کي
طالب جرار

تنهایي مي سرته ناسته ده ژړیږي
کلیمې را باندي وایي په سلګو کې
درمل عرفان

تهاجم د مصایبو د دردونو
تسلسل امبار امبار وي په وختو کې
ګمدل

مقدسې مينې نښه د ژوند راکړه
ګل يې اېښى د قران په سيپارو کې
ګل رحمان رحماني

په محشر کې به مې هم حُب وظیفه وې
دعشق رمز مې ننوتی په رګو کې
رحمت الله ګرم

داسې مینه کوم پوه سولې منصوره؟
چې شم ذکر د عشق ټولو ایاتو کې !
عزیزالرحمن ایاس

ربه تۀ مو د خپل دین پۀ لذت پوه کړه
ربه تۀ مو کیف نصیب کړه پۀ سجدو کې
تڼيوال مفتون

چې اولس دې ملاتړ نشي طالب جانه
ځان دې ګوره د تاريخ په آئینو کې
تسل منیب

چې دا ستا داستقلال غروب يې غوښتی
ډير شول خاورې دې بدرنګو ارمانو کې
الحاج احمدي

دنړۍ ستر فرعونيان ورته راټيټ شول
رب مو څه تاثير دي ايښی په شملو کې
مفتي لاهوتي

هغه خوند به پيدا نکړمه بل چیرته
چې کوم خوند ؤ دجهاد په سنګرو کې
مفتي حبیبي

نوې هیلې به ترې بیا بیا شي زرغونې
د وجود وینې مو تویي دي په غرو کې
غالب خوستی

خپله سوځي خو رڼا پر جهان پاشي
د شهید غوندې عادت دی په ډېوو کې
کامران

په تکرار تکرار مې لا زړه تازه کیږي
څومره کیف دی الله ایښی پۀ درُدو کې
خالد أنس

زړونه زړونه سره ګلونه را روان دي
خدایه ساته یې لمنې په ازغو کې
پیر محمد کاروان

لکه ساه ستا پاکه مینه راسره ده !
لکه وینه ګرځوم یې په رګو کې !
یعقوب شجاع

ستا پۀ نوم یې د دردک لۀ غېږې اخلم
زنګوم زړګی د هجر پۀ زانګو کې !
جهادي عمري

د منزل دمزل لارې به وړم څنګه
راګېر شوی یم په خامو بهانو کې
محمودي انصار

يادووم به دې تر مرګ پورې سبحانه
په قيام کې په رکوع کې په سجدو کې
عزت الله برهان

ته باچا وې خو غلام وې او ذليل وې
زه ازاد وم په زندان او زولنو کې
اکرام الدین مفتون

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx