شعـــــرونه

پینځلسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۵/جماد الثاني/۱۴۴۴

د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
چــاغــوې مـې قــربــانـۍ لــره پــوهـېـږم
دا چې کړی دې په ما باندې زړه سوی دی
عبدالحمید بابا (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې اوربل پسې کږېږي، ګل يې بويه
چې د ګل پر خوا کږېږي نو ازغى دى !
نورالحبيب نثار

مقدسه مینه بل رقـم مـزه کا
مقدس محبت بل رقمته شی دی !
مستغفر ګربز

ورته ګورمه او تنده مې ماتیږي
یو سړی دی د خوږو اوبو منګی دی
راشد کامران

ما به نه پریږي که خدای کول پر نیمه
زه یې پيژنمه، دا سړی، سړی دی !
رفیع الله عباس

دا سپوږمۍ ترنزي نیولې ده په شپه کې ؟!
که دي پروت پر سپین جبین تکتور پیکی دی؟!
خالد انس

چې را وګورې په زړه مې غوټه راشي
شهزاده ياره نظر دې پېريانى دى !
اکرام الدین مفتون

خير که وخت د ښار رنګونو کې بندي کړې
ګله ! خوى خو دې لا اوس هم غرنى دى
ګل رحمان رحماني

اوبه کړی مې د خپل زړګي په وينو
که مې ګل مخ ته راغلی که اغزی دی !
محمد نور قانع

په نڅا نڅا کې لمر په ډوبیدو دی
ښکاري نن د ازادۍ ماذدیګری دی
علامه محمدي

کلېوال انـځور مـو دومره امـن شـوی
پېغلې-پېغلې دی، ګودر منګی – منکی دی !
جهادي عمري

آبادۍ او ترقي مې هم خپلوان دي !
خو قانون د شریعت مې سَکَنی دی !
خالد منعم

وایي یو ګل باندې نه پسرلی کیږ‎ي
خو، محمد باندې جهان ټول پسرلی دی !
حفیظ الدین پیرزاده

د یار حسن به زه څه درته تعبیر کړم
ته یې ومنه د سرو ګلو ګېډی دی
مستغفر

لیونی دی زړه دا چا ویل چې روغ دی
جانان روغ دی چا ویل چې لیونی دی
اسرار عواد

ارمانونه دومره ډېر دي حد یې نشته !
خو د یار د مخ ارمان مې لومړنی دی !
رحماني اشنا

په وړه قیصه وړې وړې سلګۍ کړي
زړه تر دغې اندازې پورې نری دی !
کلیم الله ذاکر

ستا دحسن پلوشو باندې که سوزم
بيا مې هم پر تا بایللی خپل زړګی دی !
عبدالودود وحدت

دا ګلاب دی که سالو پر باړخو خور دی
که رانغښتی په ورېځو سهارګی دی ؟!
همت بدري

په ورغوي باندې نوم د لالي لیکم
محبت ثابتـومـه چې ژوندی دی !
رفیع الله عباس

د میین غزل احساس ترې کډه شوی
ستا د عشق په بم الوتی می کورکی دی !
نورګل اندړوال

ته د بل شوې زه به بل جانان پیدا کړم
درنه ځار شمه د ښکلو څه کمی دی !
شرر ساپی

زور به وروسته د بېلتون درته معلوم شي
لا تر اوسه خو اشنا هغه ګړی دی
شفاعت ریحان

ما له وسه پورته هڅې پسې وکړې
خو له لاسه مې وتلی يو سړی دی
احمدالله نثار

د یو چا یاد مې بیا تَن په څړیکو کړی
لکه ګوته کې مات شوی مې ازغی دی
صفی الله رائد

دغه درد به څنګه کاږې انځورګره ؟!
جانان نشته او رنځور مازديګرى دى
ګل رحمان رحماني

د میراتې مینې درد پکې ژوندی دی !
ځکه سترګو ته مې ځیر هر یو سړی دی
عمر حماس

د وصال زريني وړانګې راخپرې کړه !
زړه مي چوي ستا دهجر ماښامی دی
محمدخان محب

ما پرې ستا د بېلتانۀ غشي خوړلي
چې دا زړۀ مې اوس سوری-سوری ، سوری دی
منصور درمان

ټولې کړې مې د زړۀ په در کې څیړ کې
موده کیږي دا خپل زړۀ رانه پردی دی
ثناءالله معصوم

فقط څېړي یاره ستا دمضمون لېڅې
له غزل مې جوړ د ِتا دِ لاس بنګړی دی !
فیض محمد فیضان

ای ! وصال نه دې قربان شم روژمات دی
خو دا هجر دې یه دنګه پیشلمی دی !
عزیزالرحمن ایاس

حسن ستا لکه غنچه دګلابونو !
او هریاد دې راته ګرانه کشمالی دی !
طالب سحر

که راځې راشه اوس هم ستا په نامه دی
ما ســاتلی امانت درته زړګی دی !
همت کوچی

تۀ! به څنګه زما درد درْک کړې صاحبه
خپه کیږه مۀ ! احساس دې ړوندَکی دی
مخلص کډوال

د خوښيو کډې ورو را نه کوچيږي
د ژوندون د هرې هيلې اسويلى دى
معاويه زيارمل

ګام په ګام دناکامۍ پرزینه لوېږم
دبریا په لور مې هر ګام ټکنی دی
عتیق الله یون

نه نو مړه نور لا څه وکړمه وایه ؟!
ستا په مینه کې مات شوی مې تندی دی
طالب کریمي

غوټ مې مات درپسې یاره زړګکی دی
درد د مینې مې لا مړ نۀ دی ژوندی دی
یعقوب شجاع

په فاني حسن دې مه نازېږه ياره !
خبر نه يې؟ درپسې غلی مرګی دی
حامد ملنګ

مئینان دي له واده څخه خبر شول !
ستا کوڅه کې یې جنجال دی او دربی دی !
محبوب شاه اغا

خنده رویه، صنبل بویه، معطرې !
کابلی زړه مې پردي ملک کې پردی دی
نورګل اندړوال

ورځ شي تېره څه ناڅه زړګی غلط کړم
راته سخت بې له تا هر یو ماښامی دی !
غالب خوستی

نور خو هر څه پاک څښتن راته راکړي
مګر ژوند کې مې یوازې ستا کمی دی !
عزیزالرحمن ایاس

ستا د تللو غریو نیولی غوندې کیف مې
زړه کښې خښ لکه د ګوتې مات ازغی دی
مجروح محسود

د يو چا په ارمانونو خاورې اوړي
د نازک لالي سلګۍ او اسوېلى دى
ساجد غزنوي

ستاشهيد سوی وجود به يې هېر نه شي
څوک چې ستا دپاکې لارې لاروی دی
تراب تګابي

زۀ یې وړی د قرار لۀ غېږې لرې !
غم دې کال وشو زړیږي نۀ زلمی دی
جهادي عمري

ستا د نوم توري مې باسې لۀ خولې هر وخت
نۀ صبریږي ګله زړۀ مې لېونی دی
ستار مبهم

داچې لاس کې یې صافي چوک کې ولاړ دی
دا د کومې در به درې مور بچی دی ؟!
دانش ملنګ

زوړ پرهره څړېکي څړېکي شه بيا هله
له وجوده مې زور کاږه ماښامى دى !
معاویه زیارمل

د یار هجر دی ! ورځ وزي خرابېږم
ځان مې ګوره د ویښتۀ غوندي نری دی !
مهاجر مسجون

لۀ خوښۍ به تر مرګي برخمن نشې !
درپسې مې د رنځور زړګي زګیروی دی
اسد صارم

خاموشي مې ګرځېدلې يو عادت ده
خلک دا ګمان کوي چې دا ګونکی دی
عبدالباسط وصاف

بزم څۀ دی خو ترخې څړیکې زغمل دي
د مرګي علاني ورور دی سَکنی دی
منصور درمان

څۀ ویلای ورته نه سم مجبوري ده
په سینه کې مې دردونه دي ځګېروی دی
نقیب الله حنیف

چې د زړۀ ګُلاب مې مړاوی نشي خیر کړې
لۀ سهاره مې غوږو کې اذانګی دی
جهادي عمري

بیا دې نه کېني د ښې ورځې په هېله !
چې د مور ازار وهلی کوم تندی دی
عابد ځواک

خیال ساتل یې ډېر اړین بولم ملګرو !
ژر ماتېږي که زړګی دی که بنګړی دی
تسل منیب

چې په خټه کې یې نغښې د دین وینه !
د ادم بابا اولاد کې افغانی دی
حنیف مظهري

له ښکلا يې د جنت خوشبويي اوري
د کابل د اذادۍ ماځيګری دی
الحاج احمدي

بشرضده تروریسته امريکا نن
د انسان پوست يي اغوستی خو غویی دی
عزت الله برهان

په جانان جانان نه نامۀ دې بيا تېر باسي !
کابل جانه دا خواخوږی دی پردی دی !
مفتي لاهوتی

دغـه څۀ عطرورین بوي پاشیدلی
که وهلی دې شمال د مخ پیکی دی ؟!
احمد غازي

چي هرڅومره په غوسه شم ترې خپه شم
پښیمان نشم محبت عجیبه شی دی !
خالد منعم

درته مات یم سلامۍ دي درته پیره !
هر عادت دي خوندور لکه ګنی دی !
محبوب شاه اغا

دواړې شونډې دې ګبين عسل ترې څاڅي
هر باړخو دې ياره خوږ لکه مِسری دی !
احسان ژمن

ستا دمیني یي الزام په سر اخیستی !
ستا نامه ته له اعزازه سپیلنی دی !
مولوي مامون

سرۀ ټپونه د تاودۀ عِشق جنون دی
ګرمې وینې دي نری نری لوګی دی !
مهاجر فرید وزیر

تیت پرک له ځان نه ورک دی په خیالو کې
پۀ یو چا پسې یې ژوبل زړګکی دی
محسن عمري

اوس یې دنګه دځوانۍ ونه کږه ده
اوس په تا پسي دود شوی سپېلنی دی !
رحمت الله ګرم

دا چې نه ساتمه کرکه چاته زړۀ کې
بس پوهیږم چې اخیر منزل مرګی دی !!
ادریس حقیار

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx