نظــر

اغیار حیران دی چې، داڅه وشول

صابر زلمی

د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال یولسمه نېټه د یکشنبې ورځ برابره وه د ۲۰۲۳ میلادي کال د لومړۍ ورځې سره.
تېر ۲۰۲۲ میلادي کال که د یو شمېر افغانانو لپاره،له یوې خوا د تپل شویو ستونزو ډک وو، خوله بله پلوه د خورا سترو او اړینو هوساینو شاهد وو. د ستونزو له ډلې یې، پر افغان ځوریدلي ولس د خدای ناترسه جابرو یو شمېر بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول هغوی چې په افغانستان کې د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ترتیب شوي پلانونه او هلې ځلې یې له خاورو سره خاورې شوې او په افغانستان کې یې شته ګټې له لاسه ووتلې، د افغانانو په شتمنۍ یې خېټې واچولې په یو نوم او بل نوم یې په بهرنیو بانکونوکې کنګل کړې او د حیف میل لپاره یې رنګارنګ پلمې لټولي او لایې هم لټوي چې، له امله یې زموږ هېوادوال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس اوګریوان و او دي . بلخوا همدغو مغرضو هېوادونو په لمسه/ په لوی لاس زموږ ځوان قشر ته د شنو او سمسورو خیالي باغچو په جوړولو سره په غیر قانوني لارو له هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته د تېښتې په موخه وهڅول شول او تر یوه بریده په دې وتوانیدل چې زموږ ځوان او مسلکي کادرونه له هېواد بهر کړي او په بهرنیو هېوادنو کې مزدورۍ او د بل لاس ته احتیاج حالت سره مخ کړي.
د افغانستان په پوځي ډګر کې مات شوي نړوال ځواک چې په سر کې یې امریکا قرار لري، د خپلې ماتې د جبرانولو لپاره بله لار بیانمونده، یوازې دې ته یې کار وکړ چې، تر خپلې سلطې او حاکمیت لاندې هېوادونه په دې متفق کړي چې، په افغانستان کې حاکم نظام ( دافغانستان اسلامي امارت / حومت ) په رسمیت ونه پېژني او هڅه وکړي چې د نړۍ په کچه اسلامي امارت انزوا ته یوسي؛ پورتني یاد شوي اقتصادي فشارونه، له هېواد څخه د افغاني کادرونو تېښتول، د افغانستان په ځينو برخو کې د خپلو پخوانیو لاسپوڅو په مرسته د حقوقو تر نامه لاندې د ښځینه وو لخوا د پاروونکو کړنو تر سره کول، په یو شمېر ګاونډیو هېوادونوکې له افغان مهاجرینو سره خشن برخورد، د افغانستان په سرحدونوکې د خپل سرو تیریو تر سره کول، په یو شمېر لویو او وړو ښاروونوکې د غلچکیو بریودونو پرمټ د بې دملکي وګړو د وژنو پيښو رامنځ ته کول او دې ته ورته لسګونو نورو غرضي حرکاتو په تر سره کولو یې وغوښتل چې، تېر ۲۰۲۲ ميلادي کال نړیوالو او د سیمې هېوادونو د افغانانو لپاره له ستونزو او کړاوونو څخه ډک کال او افغانستان دسیمې په کچه د اسلامي امارت په شتونکې یو انزواته تللی هېواد معرفي کړي.
خو لله الحمد؛ د یو کال په اوږدوکې افغان مجاهد ولس د افغانستان اسلامي امارت تر مدبرانه قیادت لاندې، د مغرضو هېوادونو او د هغوی لاسپوڅو دا منفي کړنې، فکر او اقدامات د خپل صبر او زغم په قوت او د الله جل جلاله په نصرت داسې تس نس کړې چې، مغرور او ماتې خوړلي اغیار یې فکر هم نه شو کولای.
ولس مو، د جابر او ماتې خوړلي دښمن لخوا تحمیل شوی فقر، لوږه، تنګ دستي… بابېزه وبلله او د خپل همت او دیانت پر بنسټ یې د هر راز جبر، ظلم او بربریت په وړاندې د دفاع لوړ او تاریخي برجونه جوړ کړل.
په تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د دښمن د هر راز مغرضانه پلانونو او دسیسو با وجود، افغان ځوریدلي ولس د اسلامي امارت د مجاهد پوځ پرمټ او د سوونو زره سپېڅلو قربانیو په برکت، ور په برخه شوی « امنیت »، هغه څه وو او دی چې، په سختیو کې ازمایل شوي ولس « افغان ولس » د صبر او زغم کچه یې د افغانستان د پټو او څرګندو دښمنانو په مقابل کې له پخوا لوړه کړه.
افغان دښمنه کړۍ حیرانې دي، وایي به چې؛ « دا څه وشول، موږ څه غوښتل او دا څه وشول؟ د څه باندې یو کال په موده کې مو هڅې داوې چې، افغان ولس له افغان حاکم نظام سره بیل کړو، او هغه محبوبیت چې د تېرو شلو کالو په اوږدوکې د دوی تر منځ موجود وو ، له منځه یو سو او پر یو بل یې بې باوره کړو؛ خو زموږ خیال او تصور برعکس راخوت.»
موږ دوی ته وایو چې؛ داسې تصور کول ستاسو په حماقت دلالت کوي، ځکه؛ څه باندې څلور لسیزې کیږي چې تاسو په افغانستان کې د افغان ولس په منځ کې د نفاق او شقاق اور بل کړی او پوکی/پکی مو ورته وهلی، خو کله مو هم دا اور نه دي ژبغړانده شوی. په دې موده کې دا باید تاسو درک کړې وای چې؛ افغان ولس کله هم چا په زور نه دی اېل کړی او د نړۍ زبرځواکونه هم په دې نه دي توانیدلي چې د ډېر وخت لپاره د افغانانو ترمنځ د نفاق اور بل کړي، او دوی دې ورباندې د خپلې خوښې سلطه وچلوي. په بله عباره؛ مغرض کب نیوونکي به په افغانستان کې اوبه خړې کړي وي، خو افغانانو کب نیونکی کب نیولو ته نه دی پرېیښی، ډېر ژریې په ګونډو کړی او شرمیدلی یې له خپلې سیمې شړلی.
لنډه داچې؛ افغان ولس متحد او متعهد ولس دی، هر دولت او حکومت چې د دې ولس په خوښه رامنځ ته شي، د بقا لپاره یې د سرونو قربانۍ ته تیار وي/دی، او خپل دولت او حکومت یې د اغیارو فشارونو ته یوازې نه دی پرېیښی او نه یې پرېږدي.
د افغان ولس غوښتنه، له نړیوالو هېوادونو او په ځانګړي ډول په نړۍ کې اسلامي هېوادونو، دا ده چې لومړۍ، د جابر هېواد له سلطې ځانونه خلاص کړي، خپل استقلالیت وساتي ترلاسه کړي، ویې ساتي؛ د دې لړۍ ( خود ارادیت ) لپاره د مبارزې لومړۍ ګام پورته کړي او دافغانستان اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني او د نړۍ پرمخ د یو اسلامي هېواد په توګه خپله اسلامي وجیبه تر سره کړي.
موږ په دې عقیده یو چې؛ ۲۰۲۳ کال کې به نړیوال د افغانستان د فقیر خو، با شهامته ولس اړتیاوې درک کړي، په خپلو بهرنیو پالیسیوکې به دافغانستان په تړاو مثبت بدلونونه راولي، د افغانستان په وړاندې به له خپل لجاجت او د افغانستان د اغیارو په لمسه له هغه څه کولو لاس په سر شي چې له امله یې انسانیت او نړیوالو اصولو ته زیان رسیږي.
« صابر زلمی »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx