نظــر

کیسه ګۍ

لیکوال: محمد حقمل

ژړونکی د سترګو لیدلی حال.

د کابل په میدان هوایې کې ناست وم یو #سپین_ږیره راسره څنګ ته ناست وه مجلس مو سره کولو د غرمې د ډوډۍ وخت راورسیدلو سپین ږیري بابا راته وویل: زویه وږی یم زه به آشپزخانې ته لاړ شم چې لږ ډوډۍ وخورم.
ورته مې وویل: ورشه بابا زه موړ یم.
بابا پورته شو او د طعامخانې (د ډوډۍ خوړلو ځای) په طرف راوان شولو زه هم پورته شولم خو طعامخانې ته مې د تګ اراده نه وه، بابا چې د طعامخانې مخته ور ورسیدلو هلته یو مسول کس ولاړ وه چې د مسولو خلکو کارتونه یې کتل بابا ته یې وویل: کاکا کارت دي راوښایه.
بابا: زویه له ماسره خو کارت نشته زه خو میلمه یم.
مسول: کاکا کارت چې نه وي اجازه نشته.
زه یو څه ورنیږدې شوم د بابا په مخ کې سخت ژور خپګان لیدل کیدلو سترګو ته مې چې وکتل سختې له اوښکو 😢 ډکې ښکاریدلې په همدې وخت کې یو مسول مجاهد راورسیدلو، هغه په دروازه کې ولاړ کس څه خبره ورته وکړه خو اشاره یې بابا ته کوله مجاهد چې بابا ته راغلو ورته یې وویل: حاجي صیب خیر خو به وي.
بابا له اوښکو 😢 ډکې سترګې ور واړولې او ورته وویل: بیخي خیره ده هغه زما کور ته به چې راتللې د ډوډۍ کارت درسره وه کنه؟😭
هغه په نیمه شپه به مې چې کورته راغللې ډوډۍ به مې درته تیاروله څه مې کېدلې؟
هغه لورګانو به مې چې تاسو ته کالي منځل تاسو زموږ څه کیدلی؟
هغه یو زوی مې فدايي هم ددې لپاره وکړله چې زه بیا دلته ډوډۍ هم ونشم خوړلی
هغه یو زوی مې چې ډرون را شهید کړلو هغه به هم ددې ورځې لپاره شهید شوی وي چې موږ به بیا دلته په دروازه کې هم نه پریښودل کېږو.
په ما باندې داسې حالت راغللو چې حیران ومه څه وکړم ځمکې راته ځای نه راکولو اوښکې مې بې اختیاره له سترګو راونې شولې، بابا لا هغسې خبرې کولې چې مجاهد ترې غاړه را چاپیره کړله په ژړا 😭 کې یې ورته وویل: کاکا خدای ته وګورۀ نور غلی شۀ، نشم یې اوریدلی بیا به هیڅکله داسې غلطي نه کوو.

ائ وزیر صاحبه، ائ معین صاحبه ائ والي صاحبه … دا د همدې ولس قربانې وې چې نن مو امارت قایم ده ولس په غېږ کې ونيسئ، د ولس قربانې مه هېروۀ د ولس غوښتنو او مشورو ته غوږ ونيسۀ.
ان شاءالله په همدې کې د نظام کامیابي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx