شعـــــرونه

د دار فلسفه

شاعر: قاري سعید

بل څه نه ده لوري ته دعرش یوه زینه ده دار
ځئ چې باندې وخیږو عجبه ښه موکه ده دار

پاکې ارواګانې توغوي دابدیت په لور
ښکلې او راښکلې دتقدیر دلاس لینده ده دار

نه ترېنه ویریږو څه ښامار خونه ده پړی ده
مونږه له ادمه تر دې دمه په اوده ده دار

موږ یې دنایابې غاړکۍ غوندې په غاړه وړو
تاته به سزا ښکاري خو مونږه ته ګېڼه ده دار

ورک ملنګ دکلي یې چې شاه دبادشاهانو کړ
مینځ دحلاجۍ او منصوریت کې واسطه ده دار

څوک چې ورختلي نور یې پښو ته هم رسیږي نه
عشقه ستا دلارې دومره لوړه مرتبه ده دار

دلته د سرو وینو او شیدو جنون تللی شي
مینځ کې د رښتیا او د دروغو فاصله ده دار

نه دی ترازو دتش کدو او بوساړه سرو
دروند چې په اوږو وي دهغه مغزي پله ده دار

دا د کعب اشرف دعشقبازۍ رنګین پالنګ نه ده
پاته له خــُبیبه سره په وینو میراثه ده دار

هسې یې دپړیو او لرګو مجموعه مه بولئ
یو عالم کیسې لري عجبه فلسفه ده دار

داچې مې قلم له زمانو وروسته په شور راغی
بیا یې اوریدلې دلته هلته اوازه د دار

بیا وایي یوڅوک دعشق په تور په دار ټالۍ وهي
بیا راژوندۍ شوې هیره شوې افسانه د دار

بیا به دتاریخ زړه کې تلپاتې زخم وکري
بیا دزمانې منصور ولاړ دی په تخته د دار

بیا د یوچا نیت دی چې دمینې غږ خاموشه کړي
ځار کړي قربانی کړي دحق چیغې حنجره د دار

دا د شګو بند به کله اېل کړي توپاني څپې
ګرانه ده که تم شي یون دمینې په قیضه ددار

خنډ نه دی چې سترګې د مینو دې ترې وسوځي
لاره کې دعشق دتکامل یوه مرحله ده دار

تږي د بقاء څنګه سینه باندې باروت تړي
داسې د ابد دتندې سویو ته چینه ده دار

ځیني دصلیب کاسه پاکان چې دایوڅه موده
مینه دصلیب پالي په خوله یې تذکره د دار

وایي که څوتنه مینان په صلیب پورته شي
شاید چې په نورو باندې ویره شي خپره د دار

دا جُهال خبر نه دي چې فن کې درښتیا عشق
سوزنده خوږه ده ترهرڅه نه تلوسه د دار

ګرانه ده سعیده که دا تږي په زمزم اېل شي
سخته ده چې ختم منصوریت شي په وسله د دار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x