نظــر

تر سیاسي/جهادي بریا وروسته، د اقتصادي سوبې پر لور ګامونه….!

شننه: خالق یار احمدزی

وروسته تر شل کلنې توندې، پیچلې او نا انډوله جهادي مبارزې څخه ، چې په ضمن کې یې سیاسي او دیپلوماتیکې هڅې هم روانې وې، اسلامي امارت د یوې سیاسي حللارې په موندلو سره امریکایي لوری له افغانستانه وتلو ته متقاعد کړ او کله هم چې بهرنیو لښکرو په کوچیدو پیل وکړ، ورسره همهاله یې کابل کې د نام نهاده حکومتي ادارې د ژوند پاڼې هم په ژیړیدو شوې او کرار کرار یې د تکبر له هسکو ښاخونو لکه د مني موسم، دلۍ دلۍ رژیدلې، چې بالاخره د جمهوریت پسرلی په لس ورځنۍ سیلۍ کې په سپیره خزان بدل شو.

عجیبه داوه چې د تیرو تجربو په خلاف دغه ناڅاپي خزاني موسم هیڅ دوام ونه کړ او سملاسي ورسره امارتي پسرلي د خدمت غوټۍ وسپړلې او دا یې وانمود کړه چې دلته کوم داسې نظام نه دی نسکور شوی، چې په نشت سره به یې خلا رامنځته او شریرو کړیو ته به د ملت د شتمنیو د لوټ تالان زمینه برابره شي؛ بلکې دا د یوې کاواکه ادارې او بلواکه رژیم غروب وه، چې د عروج منبر یې د افغانانو له متنه را پنځیدلو سپیڅلو، مستقلو کاري خلکو ته پریښوود.

هو دا یو سیاسي ځراکت وه، چې د امریکا په مشرۍ د ۴۹هیوادونو سیاسي او استخباراتي ټیم یې په دوامداره مذاکراتو کې د ځمکې مخ ته اړ ایست او هغه غوښتنې یې پرې ومنلې کومې چې افغانانو یې تمه درلوده؛ داچې لا یې د رسمیت څپرکی راسره نه دی پرانیستی، ښایي دوی تر یوه وخته د خپل دغه فضیحیت کسات اخلي.

خو تر دې بریا وروسته، اوس د اقتصادي خپلواکۍ د ترلاسه کیدو موقع ده، چې اسلامي امارت د یوه فلج حکومت تر بشپړ سقوط وروسته اوس ددغه آرمان په پلې کیدو پسې را اخیستې او د تیر یوه کال هڅو یې افغانانو ته داڅرګنده کړه، چې دا خلک په واقعي بڼه اقتصادي خپلواکي ته ژمن او افغانانو ته په هره ارسه کې خدماتو ته تږي دي..

د افغانستان ستراتیژیک ارزښت، د افغانستان ځانګړی اقتصادي موقیعت او ځمک لاندې زیرمې جوړوي؛ افغانستان د خپل ځانګړي اکانومیک موقیعت له پلوه په سیمه کې د اقتصادي څلورلاري  رول لوبولی شي چې په ټولیزه توګه افغانستان د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا،شمالي اسیا او منځنی ختیخ د خپل اتصال په بر کې نیسي او یادې سیمې له یو بل سره په اقتصادي یا اکانومیک ډول نښلوي. د دغو سیمو نښلول او بیا له آسیا څخه تر اروپا پورې د ریل ګاډي خطونه،  ځمکني ،بحري او هوایي لیکې او ترانزیټي لارې هغه څه دي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې فوق العاده رول لوبولی شي.
همدارنګه افغانستان د منځني ختیځ ،ایران او ترکمنستان سره نږدې جغرافیوي موقيعت لري چې یادې سیمې د تېلو او طبعي ګازو له پلوه بډایه سیمې ګڼل کیږي، نو د نړۍ د لویو قوتونو تر پرونه پورې تل هڅه دا وه، چې د افغانستان په دولت کنترول تر لاسه کړي او خپلې ګټې له نږدې څخه وڅاري.
له بل اړخه په اوسني عصر کې پایپلاینونه او د انرژي سرچینې هومره اهمیت لري لکه په نولسمه پیړۍ کې چې د ریل ګاډي پټلیو درلود یعنې د انرژۍ سرچينې( بریښنا، طبعي ګاز او تیل) د سوداګرۍ شریک هیوادونه سره وصلوي او په سیمه کې د ځواک پر انډول مهم تاثیر لري؛ نو د افغانستان موقیعت د سترو ځواکونو د انرژۍ د سرچینو د وصلولو لپاره یو مهم او اقتصادي ارزښت لري.
د وریښمو له لارې د مَعبر په حیث د افغانستان تاریخې سابقې ته په کتو سره، د پیړیو په اوږدو کې دا مسیر د ختیځ او لوېدیځ د تجارتي کاروانونو لار وه، او له همدې کبله افغانستان په عنعنوې توګه د شیانو د لیږد رالیږد او تبادلې په برخه کې طولاني سابقه لري.

په ۱۹۱۹ میلادی کې د افغانستان له استقلال اخیستو وروسته د نورو تحولاتو ترڅنګ د هیواد تجارتي روابطو هم پراختیا ومونده، له بېلابېلو هېوادونوسره تجارتي تړونونه لاسلیک شول ، یو شمېر شرکتونه ایجاد شول او تجارت خورا ښه بڼه غوره کړه.

د تجارتي قوانینو له تدوین سره په ځينې تجارتي توکیو باندې محصولات لږ شول او د ځینو نورو پر وړاندې خو بیخې له منځه ولاړل. د کورنیو محصولاتو د حمایت او ژغورني په موخه د ورته یا مشابه وراداتو په وړاندي ګمرکي محصولات او تعرفې اضافه شوي

د اسلامي مارت په راتګ سره، که له ګاونډیانو او نړۍ سره نورمال تجارتي بهیر پرمخ روان دی، که د قوشتیپې پر لوی کانال ستر کار پیل شوی او یا نورې اقتصادي پروژې تر کار لاندې نیول شوې؛ دغه راز که د ولایتي ښاروالیو لخوا کارونه ترسره شوي او که خلکو ته د نړیوالو مرستې په شفاف ډول رسول شوې، دا ټول د یوه سپیڅلي زعامت، ژمنې حکومتولي او ریښتینو چارواکو د کار او زیار ثمره ده او دا ښکاره کوي، چې دوی تر سیاسي بریا وروسته اقتصادي سوبې ته هم ژمن دي.

موخې:
امارت غواړي په سیمه کې د اصلي نمونوي اسلامي نظام په جوړښت سره، هم خپلو خلکو ته کاري زمینې ایجاد کړي، هم د زیربنایي پروژو په پیل سره خپل هیواد آباد او ښیراز کړي اوهم د نړیوالو دښمنو هیوادونو د ممکنه فشارونو مخه ډب کړي.

اسلامي امارت هڅه کوي، د اسلامي اقتصادي چوپړتیاوو په برابرولو سره خلکو ته غوره او اړین خدمات وړاندې کړي.
د لویو لارو جوړول، د بریښنا او اوبو د لویو ذخیروي بندونو جوړښت، په معیاري ډول د تیلو، ذغالو او نورو ارزي کانونو او معادنو را ایستل، دښارونو بیا ودانول او د زراعت میکانیزه کولو په ګډون ګڼې اقتصادي پروژې دي، چې امارت به یې تر دې وروسته ترسره کوي.

تیرو شلو کلونو کې اقتصادي وده:
سره له دې چې افغانستان ته په زرګونو میلیارده ډالر راوړل شول، خو له لومړۍ ورځې ددغه هیواد په وګړو یې اثرات منفي وه؛ د نړیوالو شمیرو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ۲۰۱۲ کال پورې د افغانستان کلنۍ اوسط اقتصادي وده ۹ سلنه وه. په دغه ټول پړاو کې تر ټولو ښه کال ۲۰۰۹ کال و، چې اقتصادي وده پکې ۲۱ سلنه وه. خو له ۲۰۰۹ کال وروسته، اقتصادي وده په کمېدو شوه. په ۲۰۱۰ کال کې ۸.۴ سلنه، په ۲۰۱۱ کال کې ۶.۱ سلنه، په ۲۰۱۲ کال کې ۱۴.۴ سلنه، په ۲۰۱۳ کال کې ۱.۹ سلنه او په ۲۰۱۴ کال کې بیا ۲ سلنه شوه؛ چې واک ته د اقتصادپوه اشرف غني په راتګ سره دا کچه له صفر سره ضرب شوه.
لامل یې یواځې داوه چې هغوی ځانونه د هیوادنیو ګټو پرځای د پردیو د ګټو د خوندیتابه مدافعین بلل او له همدې کبله وه، چې د افغانستان نیمه شتمني یې خپله لوټ کړه او نیمه یې بیرته په نړیوالو خیرات ورکوونکو وویشله.
په تېر یو کال کې، چی د افغانستان اسلامي امارت د هېواد واګي په لاس کی اخیستي هڅه کوي، چې كورني توليداتو اندازه زياته کړي، تر څو د وارداتو اندازه کمه شي.

ښکاري چې اسلامي امارت هڅه کوي، افغانستان ته د یوه صادراتي هیواد نوم ورکړي او په دې برخه کې د پانګوالو د تشویق، د کسبګرو او مخترعینو په هڅونه، د معیاري تولید خونو او فابریکو په زیاتوالي او د کار خلکو په سپانسر یې وار له مخه فکر کړی دی.

د مالیې وزارت د شمیرو له مخې، په تېر یوه کال کي د (۱۳۳) میلیارده افغانيو په ارزښت صادرات ترسره شوي دي، په داسي حال کي چي د تېري ادارې د یو کال د صادراتو ګمرکي ارزښت (۶۸) میلیارده افغانۍ وو، چي د اسلامي امارت د تېر یوه کال په صادراتو کي (۶۵) میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښیي.

همدا راز د صادراتي او ټرانزیټي محمولو په کچه کي هم د پام وړ زیاتوالی تر سترګو کېږي؛ د تېري ادارې د یوه کال صادراتي محمولو شمېر (۶۲۲۹۴) ته رسیده، په داسي حال کي چي د اسلامي امارت په یو کلن حاکمیت کي (۱۸۳۸۸۴) محمولې صادري شوي، چي د تېر په نسبت په صادراتي محمولو کي (۱۲۱۵۹۰) محمولې زیاتوالی راغلی دی.

د اسلامي امارت د یو کلن حاکمیت پر مهال (۵۶۹۶۴) ټرانزیټي محولې د هيواد له خاوري تېري شوي دي، چي د تېري ادارې د یوه کال په موده کي له هيواد څخه (۱۵۵۷۴) ټرانزیټي محمولې تېري شوي وې، چې د اسلامي امارت د حاکمیت په پرتله (۴۱۳۹۰) محمولې کموالی په ډاګه کیږي

 

سوژې:

لکه څنګه چې اسلامي امارت له نړیوال ملاتړ پرته، په تیر یوه کال کې په اقتصادي برخه کې ښه ولوبیده، کولای شي، تر هغو چې د نړیوال رسمیت خبره فاینل کیږي، له خپلې مادي او معنوي شتمنۍ ښه ګټه واخلي.
پرون چې له چین سره په کومو اصولو او شرایطو د نفتو د استخراج برخه کې تړون لاسلیک شو، شونې ده چې د نړیوالې رقابتي بولۍ له مخې، د چین رقیبان هم داسې برخو کې پانګونې ته راوننګوي.

وړاندیزونه:
که تښتیدلي افغان کدرونه د خپلیدو وړ وي، باید تر وسه پورې د هر راز تعامل لار ورسره یووړل شي او دغه راز د ښوونې او روزنې برخه لا معیاري او میکانیزه شي، څو په راتلونکي کې مو په معنوي برخه کې هم هیواد د نورو له اړتیا څخه خلاص وي.
خپل شمتن هیوادوال چې بهر کې یې پانګونې کړې، باید د یوه کمپاین له لارې دې ته وهڅول شي، چې افغانستان ته خپله شتمني انتقال کړي او د خپلې جونګړې په بیا آبادولو او د خپلو خلکو په هوساینه کې ترې کار واخیستل شي

پایله:

حکومت پوهیږي، چې د پانګوالو په راجلبولو سره دلته د خلکو اقتصادي معیشیت ښه کیږي، کاري زمینې پراخیږي او بهر ته د افغانانو د مهاجرتونو مخه ورسره ډب کیږي او افغانستان په یوه سوکاله، پر امنه او ښیرازه هیواد بدلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx