
شپاړلمه فی البدیهه مشاعره!
ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
۱۲/جماد الثاني/۱۴۴۴
د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
ګـلـستـان کـه مـې پــۀ ويـنـه تــازه کـېږي
هر ازغی دې هم زما په زړۀ کې مات شي
قلندر مومند صېب
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې نشه ستا د لېمو په التفات شي
حق حیران ورته ساقي د خرابات شي
پیر محمد کاراون
غبرګې سترګې دې صفا شي او مروا شي
سپین تندی دې د حُجَّاجو عرفات شي !
اسرار عواد
ستا د تورو زلفو ول چې کله ستایي
د شاعر د غزلونو نظر مات شي
مفکر رښتین
عاشقي د دلبر دومره سړی هسک کړي
لکه پښو لاندې چې واړه سماوات شي
علامه محمدي
چې له روح تل د رمزونو ښایست اوري
د ښکلا نور ته حیران ټول کائنات شي
ثاقب خپلواک
کـه د زره په للمه کر د ګلو غواړې
ګرانه دا فصل د اوښکو په برسات شي !
اکرام الدین مفتون
خدایه دومرہ عمر ورکړې امـارت ته
چې زما عمر یې زیري کې زکات شي
حفیظ الدین پیرزاده
امـارت دې بیا د نوح نبي بیړۍ شي
او لمن دې یې لمنه د نجات شي
راشد کامران
بې له تا مې د زړګي کلی مېرات شي
زما وجود دې ستا وجود ته در خیرات شي
نبیل شباب
ستا په ذکر چې همیش ژبه لمده وي
ترې نه لیري د عمرو عمرو آفات شي
امین زرګر
د زړګي زهر مې ټول اوبۀ – اوبۀ شي
چې را توی پرې ستا د پاکې خولګۍ شات شي
منصور درمان
پۀ زړګي مې د فراق سکروټې مۀ ږده !
ارمانونه به مې وااا ګله ! وفات شي .
جهادي عمري
تور کالۍ! د کعبې خور شې په ټیکري کې
ټیکری لرې کړې سینه دې عرفات شي
نقیب احمد عزیزي
نه به ستا د حسن نور ګله ! زوال شي
نه به چیري منسوخ ستا د عشق تورات شي
قاري رحماني اشنا
د زړه سیمه کې د میني غوټۍ ګل کړي
چې نازل پرې ستا د حسن فیوضات شي!
خالد إحسان
مسکینان به د دنیا واړه غنیان شي
چې تقسیم پرې ستا د یوې موسکا زکات شي
پیر محمد کاروان
د همه واړه جهان له خوږو خوږه !
چې دې ذکر کوم خوله مې لکه شات شي
مفتي لاهوتي
د نسیم د وږم رنګ یې د خولو دی
د زمین په سر همه دې ترې خیرات شي
اسرار
او په مُسک انداز را وګوري په خلا شي
د غزل نه مې ښکاره دا کرامات شي
خالدأنس
خدای دې وکړي چې واپس بیا بېرته را شي
خدای دې وکړي چې مو بیا ځل ملاقات شي
نسيم منصور
ما په غبرګو سترګو ولیدۀ یارانو
چې بې یاره شي هغه سړی میرات شي
شرر ساپی
ښکلیه! ته شې دومره ډک له تقدسه
چې سندره ستا په عشق کې مناجات شي
عنایت الله عرفان
موږه مړ سلیمان ځکه ژوندی ساتو
شرمنده چې پرې د وخت مغرور جنیات شي
عزیزالرحمن ایاس
له عالمه پټ په زړه رازونه ساتم
هسې نه راز مې جنډه د ارسات شي
نورګل اندړوال
که دا ستا د رنځ درمل ترینه جوړېږي
نو زما ژؤندون دې تا لره سوغات شي
م منصور
ما تر پولې د جنونه پوري یوسي
چې را یاد دې د دوو سترګو روایات شي
رفیع الله عباس
که ژوندی وي هم په مړو کې یې حساب کړئ
څوک چې زړه کې د ځانګړي کس وفات شي
همت کوچی
لۀ خواږه خوبه مې څۀ شی ویښوي نور ؟!
خـــو پۀ زړۀ مې د یادونو علامات شي
مخلص کډوال
مينه مړه شي،عشق خفه شي،ژوند ميرات شي
زړه چِ مات شي،زړه چِ مات شي،زړه چِ مات شي
اکرام الدین مفتون
مسلمان که هر عمل په صدق وکړي
په سجده به رانسکور لات او منات شي
غازي انګار
د شبنم دانې تسبې دي د بلبلو
ترنم پرې د ګلونو مناجات شي
پیر محمد کاروان
د ستــارو او مبـهمـو سـازه ربه !
لۀ دې سترګو ستا وخواته التفات شي
همت بدري
ستا ثناء کله ختميږي زما ربه
په حمدونو دې که ستړي مخلوقات شي
حيدري جان
ستا د يو حکم تعميل کې لويه ربه
امين څومره درته قات شي څومره مات شي
قاري امين امين
چې غزله ختمومه جوړ ترې نعت شي
رڼې اوښکې يې حروف مقطعات شي
نور قانع
اسرافيل که پوکی وکړي په شپېلۍ کې
لولپه به دا ارضين او سماوات شي
حماد ماليار
چې دحسن په قیصو دې لیوني کړو
وایه څۀ حالات به جوړ په ملاقات شي ؟!
طالب سحر
پر آهو مې د بهار زمزمې شیندي
ستا یادونه مې دستړي ژوند بَتات شي
سباون ریحان
که د زړه له زخمو یو ورته ښکاره کړم
نو حیران به ورته واړه کاینات شي
عنایت عرفان
رنګینې او ژوند پۀ نشت باندې حساب شي
چې غمونه پۀ سړي باندې لږ زیات شي
ادریس حقیار
صدقه دې شم نور هيڅ نلرم عشقه
زما وینې دې په تا پسې خیرات شي
فکرمل طالب
چې زه ورشم ملاقات دجانان بند شي
اوس مې کرکه یقین وکه له احتیات شي
مفکر رښتین
نن یې پښو ته د ګلونو ګېډۍ ږدمه؛
که یې رحم د زړګي راباندې زیات شي!
صفی الله رائد
دوصلت لارکې دي ختم الزامات شي
له ما لرې دې د هجر قیودات شي
عتیق الله یون
که مزل مو په مسير د غزنوي کړ
سرنګون به ټول بچي د سومنات شي
جواد
څه وخت نور انتظار وکړئ افغانانو
هیله مند یم حل به واړه مشکلات شي !
دانش ملنګ
عقیده د وحدانیت چې پکې نه وي
څه یې ګټه افلاطون که سُقرات شي
وحیدالله وحیدي
عالمانو ته واک نهٔ ورکوي خَلَګ
ځکه کلي واکدران لات او منات شي
فګارشینواري
د ښو طمعه ترینه مکوه هېڅ کله !
د کوم چا چې ګنده فکر او خیالات شي
حافظ سجاد
دا چې وخت پۀ وخت بدلېږې خوږه یاره !
ستا پۀ مینه مې پیدا بلها شبهات شي
اسد صارم
د توحيد جنډه دې هله هسکه بويه
چې په زړه کې دې مات هر لات و منات شي
نور الحبیب نثار
که بقا د دې سپېڅلې نظام غواړﺉ
خپل پردی مجرم دِ یو شان مجازات شي
احمد بهار بهیر
ملایان د جمهوریت او سورخولیان دې
پۀ یوه شپه باندې ربه درست وفات شي !
نصرت طالب
ازادي او قیادت پـه نـړۍ غـواړو
ویښ ضمیر د ملتونو روڼ حیات شي
عبدالوهاب مومند
له اټک ښکته به تور مخونه پاک کړي
اباسین که په څپو – څپو له سوات شي
مهاجر زاهد ساپی
دا تر څنګ یې چې غاټول غاټول ولاړ دي
خدای دې نه کا دا غنم چې په ملا قات شي
کاروان
ستا د تللو د راتللو بېل – بېل خوند وي
د وخت وضعه کله شات کله جلات شي
مهاجر فرید
زما د زړۀ پر دښته کښت د غمو شين کړي
چې نازل کله پرې ستا د ياد برسات شي
احسان ژمن
چي پیدا شي کله جنګ د ورڼو منځ کې
د مورکۍ د زړه نیمګړي احساسات شي
حنیف مظهري
ستا د سترګو له مورچو نه لګېدلی
خدای خبر دی چې به جوړ په ادویات شي
منیب تسل
ستا و حسن ته به و نه رسي ښکلي
که راټول له قندهار او له کلات شي
مستغفر ګربز
ټول دردونه دهجران به رانه هیر شي
که نصیب مي ستا د میني التفات شي
مامون
که محروم دې شم د وصل لۀ ګلاسه
ارمانونه به مې تا پسې میرات شي
منصور درمان
رنځور زړۀ به مي پرې خامخا ټکورشي
چي زړګی لۀ خندا شين شي په ملا تات شي
شفق
دعشق درد مې دبنګړو غوندې زړه مات کړ
دعشق زور خالص عاشق ته معلومات شي.
فیض محمد فیضان
ما لۀ درد سره تړون د کړیکو کړی !
چې ماښام شي، پیل د څړیکو واردات شي !
جهادي عمري
د جانان جدایې داسې کړم بي روحه
لکه مړ وم او توزیع راپسې سخات شي
طاهر شیرزاد
د مئین زړګي له حاله ناخبرو
چي په ښکلو پسي پلونه وړي میرات شي.
میراجان خپلواک
پای.