
بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان له زندانونو څخه ۳۰۳تنه افغان بندیان آزاد شول
نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۹ مرغومی، ۱۴۰۱ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ دوشنبه په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هیواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سیند ایالت د یو بل ښارګوټي حیدرآباد له زندان څخه (۳۰۳) درې سوه درې تنه افغان بندیان آزاد شول.
په خبر کې راغلي چې یاد بندیان چې پکې ( ۶۳) زنانه او (۷۱) تنه ماشومان شامل وه، له یاد زندان څخه آزاد او خپل هیواد ته د لېږدولو په حال کې دي.
د دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو آزاد شویو بندیانو د لاري کرایه، خوراک، څښاک او پوښاک ټول مصارف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لارښووني سره سم د سفارت او قونسلګرۍ لخوا ورته اجرا شول.
د یادولو ده چې د تېري شنبې په ورځ هم په اسلام آباد کې د افغان سفارت او کراچۍ جنرل کونسلګرۍ په هلو ځلو سره د پاکستان د کراچۍ له زندانونو څخه ۵۲۴ تنه افغان بندیان چې زنانه او ماشومان پکې شامل وه، آزاد او خپل هیواد ته ولېږدول شول.