
بنډار
حفيظ الدين پيرزاده
پرون ماښام مې له ملگرو سرہ بنډار و.
یو حاجي صیب چې ځان یې د امارت خواخوږی ښودہ، ډیرې گیلې کولې، ما ورته وویل:
راځئ! امارت ته لږ وخت ورکړو، ھر څه به ورو ورو سم شي!
خو ھغه ډیر ماڼیجن و، راته کړل یې: سمه دہ خو فکر نه کوم څه سم شي!
وایي څوک نایي ( سلماني ) ته ناست و چې سر یې ور وخریئي، ھغه د نایي څخه پوښتلي و : ویښتان یې څومرہ دي؟ نایي ځواب ورکړی و: اوس به دې مخې ته را و لویږي، پخپله یې بیا اندازہ کړہ! نو اوس به موږ ھم منتظر شو، و به گورو چې مخې ته مو څه را لویږي؟!
موږ نژدې دوہ ساعته نور پر مختلفو موضوعاتو خوندور بنډار وکړ او بیا مو مجلس ختم کړ.
د خدای پامانۍ پر مھال، ما خپل ماڼیجن دوست ته وویل:
ستا د نایي په کیسه کې پورہ عبرت پروت و، که ھغه سړي نایي ته سر نه و ټیټ کړی، اطاعت یې نه و کړی، او د خپلې پوښتنې ځواب ته یې پر صبر انتظار نه و کړی، ھیڅکله به ورته د خپلو ویښتو اندازہ مخې ته نه وہ را لویدلې!
نو، که موږ ھم له امارت څخه خپلو پوښتنو ته عملي ځوابونه غواړو،
راځئ ! فرصت ورکړو، مشروع اوامرو ته یې سر ټیټ کړو، او اطاعت یې وکړو!
د صبر میوہ په مراد وي!
والله المستعان
____________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۹/ ۲۰۲۳ م
لندن