نظــر

کابل او مرموز بریدونه….!

خالق یار احمدزی

تر فتحې وړاندې د افغانستان پلازمینه (کابل) لکه د هیواد د نورو ولایتونو په څیر د نړۍ له نا امنو پلازمینو ګڼل کیده، دلته به د ګډوله حکومت بهرني باداران په ناپیژانده الوتکو کې په ناڅاپي توګه راتلل او په بګرام، امریکایي سفارت یا هم کوم بل مصؤن ځای کې به یې د وخت د رژیم افغان نما چارواکو سره خپل د زړه بړاس شریک کاوو.

هغوی او داخلي بړیڅي به یې که د هر څومره غوښنو بریدونو قرباني شول، خوله به یې نه چوله کوله او لویو ناکامیو ته به یې هم سریښ، پینه له مخکې تیار کړي وه.

همدا پټ پټونی نه وه، لوی جنجال وه، کله به هم چې اشرف غني له بهرنیو رسنیو سره مخ کیده او د بهرنیانو د خوندیتوب لپاره به یې لاپي ویشتې، په غیر ارادي توګه به ترې د لسګونو زرو افغان عسکرو د وژل کیدو تائید وشو.

هره ورځ به یې چې د زرګونو ځوانانو د جنازو خبر درې ګونو امنیتي اداراتو ته رسیده، نو د غني او ډلې دماغي حالت به یې لا نورمال شو او د یوناما میاشتني راپور لپاره به هم څه سوژې وموندل شوې، چې بیا به یې د رژیم د نارواوو لاس په سپیڅلي امارتي صف پاک کړ.

هوکې، همدې لړۍ زیات دوام ونه کړ، ډیر ژر د رژیم صف متلاشي او له یو بل سره وپاشل شو او په نسکوریدو سره یې ټولې ځالې امارتي ځواک تر کنترول لاندې راوستې.
د هیواد په ښارونو او غرونو کې مثالي امن راغی او ګواکې دلته تر څلویښت کلنې ناکرارې ورځې وروسته، اوس ټول موجودات د آرام خوب پوره کوي.

په دې لړ کې هغه د مقاومت ځنګلیان هم اصلاح شول، چا چې په شل کلن دیموکراتیک رژیم کې د وخت باچا ته هم د شولو د سړي په سترګه کتل.

خو یوه باغي مرموزه ډله وه، چې امارت یې تر ډیره د ځالګیو په ورانولو او د همفکرو په نیولو وتوانیده، خو لا یې ځینې ناخلفه پاتې شوني، د مرموزو بریدونو او د اختلال اچولو هڅې کوي.

هو! امارت لا هم مثالي امنیت قایم کړی، ورته پیښې د نړۍ په امن ترینو هیوادونو کې هم پیښیږي؛ دلته چې د نړۍ پرمختللو استخباراتي قوتونو ۴۰ کاله ګرمه او سړه جګړه مخته یووړه، معجزه یې وبولئ، چې په دومره کم وخت کې په دغه کچه کابل او ولایتونه د شریرو عناصرو له شومو عزائمو خلاص او د هرچا فردي او ټولنیز امنیت خوندي شو.

هغو ته باید ووایو، چې دا چالاکه ټپوسان به آخر هم د یوه کوچني غنم په لټه، د ویښو دامونو ښکار کیږي، ځکه دلته هغه څوک واکمن دي، چې مخکې یې د هیواد او عقیدې د دښمن پر وړاندې د سر په بیه قرباني ورکړه، دلته یې که اشغالګر خپل دښمن بلل، نو د هغوی داخلي بړیڅي یې که نَسبي خپلوان هم وه، د هغوی له بهرنیو بادارانو څخه کم نه ګڼل.
نن همغه مبارز سنګرساتونکي ځواکونه د هیواد له جغرافیې څخه په همغه بڼه دفاع ته چمتو دي، لکه پخوا یې چې کوله.

څوک دې فکر نه کوي چې په یوه شوم حرکت سره به د هیواد او خلکو دښمنان وتوانیږي، چې یا قائم شوی امنیت وګواښي، یا عامه ویره خپره کړي او یا هم د امارتي حکومت امنیتي وړتیا له ننګونو سره مخ کړي. هو! دا هیڅ هم نه کیږي، دوی به د یوه بیچاره کلیوال وګړي اوښکې توی کړي، خپل اخروي ژوند به خراب کړي او د تل لپاره به یې د مظلوم هیوادوال سوی آه سوځوي.

باید یادونه وکړو، چې دا د رقیبو هیوادونو د ګټو ساتونکی اجیر ځواک به نه تل داسې سور سترګی وي او نه به هم تل د بیچاره وګړو په ژوند لوبې کوي، بلکې یوه ورځ به همدا مجرمین له خپلو تمویلګرو او مرتزقه چوپړیانو سره یوځای د عدالت منګولو ته وړاندې کیږي او د هرې ناروا حساب به نظام او ولس ته ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx