پښــــتو ادب

حریت فکري روزنه؛ فرهنګي ناسته کې پر کتاب بحث او مشاعره وشوه

حریت فکري روزنه؛ چې په امتیاز يي حریت اونیزه په چاپي بڼه فعالیت کوي، د خپلو غونډو په لړ کې پرون/جمعه د ګڼو ګډونوالو په ګډون فرهنګي ناسته ترسره کړه.
دا ناسته چې د یاد مرکز په دفتر کې ترسره شوه، پکې ګڼو محصلینو، زده کوونکو، شاعرانو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه.
غونډه د قاري صاحب محمد اصف محبت له لوري په تلاوت پیل او د پرانیستې وینا لپاره انعام الحق انصاري سټیج ته وغوښتل شو.
د هغه په خبره د دا ډول غونډو یو هدف دا دی چې ځوان نسل وروزل شي او داسې وروزل شي چې پر ځان متکي، ذهن يي پراخ او د پردیو پدیدو لپاره پر دیني روحیه سمبال وي.
نوموړي زیاته کړه، دا ډول ناستې په ګډونوالو کې د وینا کولو فن پیاوړی کوي او همدارنګه د مطالعې او کتاب لپاره هڅول کېږي.
د غونډې بل ګډونوال دادمحمد ناوک و، چې پر یو لوستل شوي کتاب يي له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
هغه د ابوالحسن ندوی رحمه الله «په اسلامي نړۍ کې د اسلام او لوېدیځوالي کړکېچ» کتاب خبرې وکړي او د دې کتاب خلص يي له ګډونوالو سره شریک کړ.
په وینا يي علامه ندوی رحمه الله دې کتاب کې د اسلامي نړۍ هېوادونه په دریو برخو وېشلي، چې ځينو غربي تمدن مکمل ومانه او پکې ډوب شول، ځينو مطلق رد کړ او هیڅ يي ترې وانه خیستل او ځينو بیا څه را واخیستل او څه يي پرېښودل، چې همدا درېیمه لار د لیکوال په باور منصفانه تګلار ده.
هغه د لوېدیځ تمدن پر ځانګړنو او اخلاقي وضعیت رڼا واچوله او په وینا يي مهمه دا ده چې له یاد تمدن نه فنون او مهارتونه واخلو، خو د هغوی د کلتور او فکري حاکمیت پدیده باید ونه منل شي.
د ناستې بل ګډونوال کلیم الله عابد د همدې څرګندونو په دوام په افغانستان کې د شاه‌امان الله له واکمنۍ پر داودخان تر کودتاه پوري لنډه رڼا واچوله.
د هغه په خبره له پردیو افکارو او تمدن سره نامنصفانه چلند، یا هم په نورو هېوادونو کې په زده کړو سره د علم پر ځای د هغوی افکار دلته را انتقالول دا ډول ستونزې زېږولی شي لکه موږ چې يي په تاریخ کې شاهدان یو.
له دې وروسته شرنګېدلي مشاعره شروع شو، چې ګډونوالو پکې خپل او د نورو شاعرانو شعرونه شریک کړل.
راتلونکې ناستې ته ژمنه وشوه، چې مېرویس شهاب به کتاب لولي، بحث به يي دلته شریکوي او سلیم وقار به د سټیج چارې سمبالوي.
دا غونډه چې ویندويي يي کرامت الله کاون پر مخ وړله، د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.
ادرسونه:
www.youtube.com/@huryatawniza
twitter.com/AwnizaH
awnizah@gmail.com

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx