افغانستان

د افغانستان بانک څوارلس ميليونه ډالر ليلاموي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۱ل): د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د دوشنبې په ورځ د روان کال د مرغومې په ۲۶مه، (۱۴) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په خاطر (۱۷) میلیونه ډالره وپلورل.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د (۸۹،۵۰) افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx