
د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د بې اسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه په چټکۍ سره روانه ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ مرغومی، ۱۴۰۱ل): د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخي د بې اسنادو (یوکلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه د ۱۸/۰۲/۱۴۴۴ په نېټه پیل شوې، چې اوسمهال د هېواد په ټولو ګمرکونو کې یاده پروسه په چټکۍ سره روانه ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ یادې پروسې له پیل څخه تر اوسه په ټولو ګمرکونو کې ٣ زره ١٧٧ بې اسناده موټر محصول شوي، چې له دې درکه ١٨٣ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د ګمرکونو لوی ریاست د بې اسنادو موټرو له هغو مالکینو څخه چې تر اوسه یې خپل موټر نه وي ثبت کړي، غوښتنه کوي، څو له دې فرصت څخه ګټه واخلي او ژر تر ژره خپل موټر ثبت او قانوني سندونه ورته واخلي.
د یادونې وړ ده، چي په یاده پروسه کي د بې اسنادو موټرو د محصول لپاره د اسلامي امارت له لوري د پام وړ تخفیف په نظر کې نیول شوی او د ۱۴۰۱ ه ل کال د حوت میاشتي په ۲۰ نېټه پای ته رسېږي، چې بیا د تمدید وړ نه ده.
باختر خبري اژانس