نظــر

افغانستان لا هم ژوندی پاتې ده

 

ليکوال: احمد منصور عصمتي

 

افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد دی چې په تير يوه پيړۍ کې دري(3) سترو قوتونو پرې يرغل وکړ.
هغه جغرافیه چې موږ یې نن افغانستان بولو، له پېړیو راهیسې بې شمېره جنګونه لیدلي او له ټولو داخلي ستونزو او بهرنیو پوځي او سیاسي لاسوهنو سره سره بیا هم داسې ولاړه ده، چې وېشل یې د خپلو «دښمنانو» لپاره د سر درد ګرځېدلی دي.

انګلسيانو پر افغانستان څو ځله پرله پسې يرغل وکړ.
شمله‌ور افغانان ورسره په جګړه بوخت وه.
دې پرله پسې يرغلونو افغانستان ته ځاني او مالي زيانونه واړول، ددې يرغل تر ټولو لوی زيان د ډیورنډ فرضي کرښه ده چې تر نن پوري دا موضوع حل شوي نده.
دا کرښه د يو تړون له مخې انګليسانو سره را منځ ته شوه، چې د کرښې هغه خوا انګليسانو ته وسپارل شو.
د اوږد مقاومت او قرباني وروسته انګليسان په 1919 عيسوي چې د 1298 لمريز کال سره سمون خوري له افغانستان څخه رسمأ ووتل.
ددې ازادۍ اتلولي امان‌الله خان ته منسوب کړل شو، خو اصل کې دا ازادي افغان مجاهد ملت له ډير کړاونو او قربانۍ وروسته لاس ته راوړ.
امان‌الله خان د انګليسانو څخه تر ازادی وروسته په سفر ووت، دې سفر يې 6 مياشتي وخت ونيو، له سفر څخه وروسته له غربي فکر او کلتور څخه متاثره شوی و، چې غوښتل يې هغه مفکوره او هغه کلتور دلته هم راوړي، چې هم له اسلام سره په ټکر کې وه هم له افغاني کلتور سره.
نتيجه يې دا شوه چې شاه له وطن څخه ووت او له شرم ډک تاريخ يې شاته پريښود.
له هغه وروسته په افغانستان کې څو حکومتونه راغلل او لاړل.
تر هغو چې په *1358* لمريز کال کې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ.
افغانانو د شوروي اتحاد په وخت کې کوم خاص نظامي وسايل نه لرل چې ګټه ورنه واخلي( څه وه هغه هم ډير کم) خو پر خپل رب يې کامل باور درلود.
افغانانو په لرګيو به هم د جګړي ميدان تلل او نه پريښود چې سري لښکرې دلته ارام خوب وکړي.
په دې وخت کې ځيني وطن پلورلې او د اسلام دښمنان هم ددوی تر څنګ ولاړ ول.
هر کلي او ښار چې مقاومت به يې کاوه له سختو ځمکنيو او هوايي بريدونو سره به مخ شول چې په نتيجه کې يې وژل، ويجاړ او بې کوره کيدل.
د سرو لښکرو ظلم *5* ميليونه افغانان مهاجرت ته اړ کړل، *2* ميليونه يې په جبر او زور داخلي مهاجرت ته اړ کړل، *2* ميليونه عام هېوادل شهيدان کړل او 3 ميليونه زخميان يې پريښود.
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پوځي مداخله د یوه ناورین پیلامه وه نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د هېوادونو لپاره یو ستر بشري ناورین رامنځته شو. د روسانو د یرغل په پایله کې افغان ولس ته دومره زیانونه اوښتي چې تر ننه یې پوره نده شوي.
د سرو لښکرو ځواکونو نهه(9) کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، خو بالاخره له هېواده وتلو ته اړ شول.
افغانانو له روسانو سره ډير خونړۍ جګړي وکړي چې ددې ستري قربانۍ وروسته په *1367* لمريز کال کې له افغانستان څخه ووتل، چې په وتلو سره يې د شوروي اتحاد نړيوال حيثيت ختم او هم اتحاد يې *15* ټوټې شو او هم د افغانانو د مقاومت په نتيجه کې د سيمي ځينو هېوادونو خپل استقلال واخيست او افغانانو بیا تاريخ د ځان کړ.
که څه هم په افغانستان کې د پخواني شوروي پوځي مداخله د خونړیو جګړو او په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو د سقوط لامل شو، خو افغانان ونه توانېدل چې د دغو ځواکونو له وتلو وروسته د یوه ملي حکومت پر جوړولو موافقه وکړي.
چې کورنۍ جګړي ته لار هواره شوه.
د کورني جګړي پر وخت افغانستان يو ځل بیا ويران شو، د خلکو سر او مال خوندي نه و،
د خلکو څخه په زور ماليات اخېستل کیدل، ملوک‌الطوايفي حکومت را منځ ته شوي و، پر ولس د هيڅ ډول ظلم څخه دريغ نه کيدل، فساد، پاټک بازی، چور، چپاول، غلا، غصب او عام ولس ته مشکلات پېښول اوج ته رسېدلي وه.د امنيتي پوستو څخه لواطت‌خاني او زناخاني جوړ شوي وه، دولتي تاسيسات تقريبأ ونړيدل، ولس ډير په تنګ وو.
د فساد په دې دور کې څو د مدرسي طلباوو قیام وکړ، چې نتيجه کې د اميرالمؤمنين ملا محمدعمر مجاهد تقبله الله په مشری ځوانانو د فساد ټغر ټول او هېواد يې له تجزيې وژغورل۔
د ملا صیب حکومت 5 کاله دوام وکړ.
له هغه وروسته د بشر حقوقو کاذب مدعي،(!) د نړۍ د مسلمانو ستر قاتل ناټو د امريکا په مشری په 2001 عيسوي کال په تشو بهانو او د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف پر افغانستان بي‌رحمه يرغل وکړ.
په دې يرغل کې هم ډير ضمير پلورلې، د مور/ وطن خرڅوونکې او د اسلام دښمنان ددوی تر څنګ ودريدل او افغان وژلو ته يې کار وويل.
ددې يرغل په وخت خورا ډير ظلمونه پر افغانانو وشول،
ډير افغانان مهاجرت ته اړ شول،
بمبار، چاپه، ظلم، وحشت خپرول او عام ولس زورول په پريمانه توګه يې وکړ.
د بمونو مور يې استعمال کړ چې تر نن پوري کيمياوي اثرات يې ولس زوروي.
امريکا په اوسط ډول د ورځي 300 ميليونه ډالر استعمالول،
خو افغانستان ته يې %10 ګټه ونه‌رسيد؛ ځکه ټول شخصي جيبو تلل.
افغانستان يې له ستر ناورين سره مخ کړ،
ولس د ورځي د ځوانانو جنازي پورته کول او د شپي به خارجي قواوو د داخلي قواوو په مرسته چاپي پري وهل.
په سلګونه مدرسې يې ونړول او طلباء يې شهيدان
په سلګونو د وطن خواخوږي، ازادې غوښتونکي او روشن فکره خلک شهيدان او يا يې د وطن څخه و ايستل.
امريکايي اشغال په افغانستان کې ستر وحشت خپوړ کړ، د بشر حقوقو کاذب مدعیان هغه جنايات دلته وکړل چې معاصر تاريخ کې ساری نلري.

خو ځينو ځوانانو ددوی د ورکيدو اراده وکړه، په نشت امکاناتو يې مبارزه پيل کړه،
د وطن په خاورو ککړ زلميانو د ټولي دنيا سره يي دښمني شوه،
دوه لسېزي يې مبارزه وکړه، ډير ککري نذرانه شول، ډيرو ځوانانو سرونه په سر کې نيولي وه،
د تن په وينو يې پر دوی ځمکه سره تبه ګرزولي وه،
هره دره او هر کلی يې پري راتنګ کړي وه،
د سرونو په نذرانه کولو يې دې وطن ته استقلال راوړ.

بل‌آخره له دوو لسېزو وحشتونواو ظلمونو وروسته د ستر رب په نصرت او په ډيري قربانی سره اشغالګر له وطن څخه وشړل شوه.
له دوو لسېزو وروسته يو ځل بیا افغانانو ناټو/امريکا ته عبرتناکه ماتې ورکړه.
په دوو لسېزو کې افغانانو بیا وښودل چې د زور اپشن کار نکوي.

افغانان سره متحد دي، د اتحاد ماتولو کوښښونه يې ډير وشول خو ګټه يې ونکړه.
افغانان نور هم متحد کېږي او د دښمنانو مخونه توري.ان‌شاءالله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx