
شپېلۍ/ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
نن مې له لیرې نه شپیلۍ واوریدہ
په خدای له زړہ مې ورته وژړلې
یو وخت چې زہ د مدرسې طالب وم
یو وخت چې زہ د خپل زړگي مالک وم
یو وخت چې زہ یو مستقل انسان وم
یو وخت چې ما د چا پروا نه کړله
زما روژہ پخپل آذان ماتیدہ
زما اذان د خپل جومات اذان و
د گاونډي د ملا غږ مې غوږ ته نه راتللو
یو وخت چې زہ په نا پیژاندې تلوسه میین وم
یو وخت چې زہ، ځان سرہ خپله په جرگه میین وم
ما به ھم دغه شان شپیلۍ وھله
له مدرسې به د ځنگله غیږې ته
په یوې ستوې ځغاستې ځان رسوہ
لکه له لوبو ستړی شوی ماشوم
لکه د مور د مینې تږی ماشوم
چې په یوہ منډہ د مور غیږې ته ځان رسوي
خو؛
چرته ھغه د پاچاھۍ زمانه
او چرته دا د ملنگۍ زمانه
چرته ھغه د دُرخانۍ زمانه
او د آدم ھم د ځوانۍ زمانه
چرته آ ښکلې د شپیلۍ زمانه
او چرته دا د بې وسۍ زمانه
او چرته دا د بې وسۍ زمانه
__________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوري ۱۸/ ۲۰۲۳ م
لندن