افغانستان

کونړ: غازي اباد کې پر پوځي بېزونو او پوستو ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۴مه، ۱۳۹۳ل:) د کونړ ولايت غازي اباد ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سيمو کې پر څلورو پوځي بېزونو او امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه روان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن سهار څلور نيمې بجې غازي اباد ولسوالۍ اړوند سيمو کې پر څلورو بيزونو او اتو امنيتي پوستو د دوی نظامي ملګرو د سپکو او درنو وسلو ډله ييز بريدونه پيل کړي او تر اوسه روان دي.

مجاهد زياتوي، چې د نوموړې جګړې په ترڅ کې تر اوسه دوه امنيتي پوستې له منځه تللي او يو شمېر عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ ولايت او کورنيو چارو وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نوموړې پېښې په اړه د کره معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x