نظــر

امارت ته د علماو په اړ‎ہ یوہ مشورہ، یو وړ‎اندیز

حفيظ الدين پيرزاده

زړ‎ہ ته نژدې امارته!
علمای کرام ټول د دین ستوري دي خو بیا په ځانگړ‎ي ډول ھغه علماء چې په مدارسو کې تدریس کوي، مدرسې لري، علمي حلقې لري، په تعلیم او تعلُم بوخت دي، په رښتیني مانا د پیغمبر علیه السلام وارثین دي.
ځکه پیغمبر علیه السلام فرمایلي: بعثني معلماً مُيسراً. رواہ مسلم ( زہ یې معلم را لیږ‎لی یم ).
خو بیا ھم، ستا پر راتگ، عزتمن امارته!
علمای کرامو دولتي کارونو ته مخه کړ‎ہ. په ډیرو سیمو کې مساجد شاړ‎ شول، تدریسي حلقې زیانمنې شوې او ولس معنوي تاوان ولید.
اداري کارونه لکه مدیریت، ریاست، معینیت او نور ھیڅکله د دین له تدریس سرہ سیالي نه شي کولای!
ھر چا چې یو څه سبق ویلای وي، پورته دندې اجراء کولای شي او ښایي تر ډیرو جیدو علماو څخه یې په احسنه طریقه پر مخ بوځي، خو ھر څوک د بخاري شریف تدریس نه شي کولای، د قرآن کریم تفسیر د ھر چا کار نه دی، او نه ھر مکتبی د اصول فقھې استاد جوړ‎یدای شي!
نو ځکه مې تاته وړ‎اندیز دی چې:

۱- ټول مُدرِّس علماء بیرته خپلو علمي حلقو او مدارسو ته واستوئ!

۲- ھغه کوم اقتصادي امکانات چې اوس ورته ورکول کیږ‎ي، ھلته په مدارسو کې یې ھم ورته مھیا کړ‎ہ، تر څو علمای کرام د خپلو اقتصادي ستونزو له امله تدریس ته شا او نورو کارونو ته مخه نه کړ‎ي!

۳- د مدارسو علمي مستوی د زیاتو مالي، او تعلیمي مرستو پر ورکړ‎ہ، لا پسې اوچته کړ‎ئ!

۴- علمای کرامو ته پر دې متفق علیه مبارک حدیث قناعت ورکړ‎ئ، چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي: مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّين.
فقه پوھې ته وایې او په دین کې تفقه دیني پوھه دہ چې لوی رب یې چاته ورکوي نو د ھماغه شخص پر لاسونو د دې ستر امانت ( دیني پوھې ) امت ته د رسولو ارادہ لري.

اوس که کوم مُدرِّس عالم دا ستر امانت چې په حقیقت کې پیغمبري کار دی، پخپل ځای پریږ‎دي او په مقابل کې یې کومه اداري څوکۍ نیسي نو باید په یاد ولري چې ښایي الله عزوجل یې نور په لاس امت ته د خیر رسولو ارادہ نه لري!
دا دندہ دومرہ سترہ دہ چې د کایناتو سردار علیه افضل الصلوات د اتمام حجت لپارہ خلکو ته وایي: ألا ھل بلغتُ؟ آیا ما پیغام ورسوہ؟
نو عزتمن امارته!
ھغه تکړ‎ہ شیوخ چې د تدریس پر ځای اداري څوکۍ غواړ‎ي، تاسې ورته ووایاست: ای د پیغمبر علیه السلام وارثینو! که له تاسې وپوښتل شي: ھل بلغتُم؟ آیا پیغام مو ورساوہ؟
ستاسې ځواب به څه وي؟
و ما علینا الا البلاغ
__________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوری ۲۰/ ۲۰۲۳ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx