ادبي لیکنيافغانستان

حریت؛ د ځوان نسل روزنه زموږ مسؤلیت دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱سلواغه، ۱۴۰۱ل): حریت له کابله خپرېدونکې اونیزه چاپي خپرونه د خپلې تازه ګڼې په سرمقاله کې کاږي، چې د فکري سمون، روزنې او ځوان نسل ښه پاللو په موخه باید دا نسل تر لاس ونیول شي.

د یوویشتمې ګڼې سرمقاله د «راځئ چې ځوان نسل تر لاس ونیسو!» سرلیک لاندې کاږي، چې د اشغال په پېر کې تر کومه بریده چې د پردیو فزیکي یا رواني توان رسیده یوه برخه ځوان نسل وځپل شو.

«په تېر کې ډېرو مطرحو کسانو د ځوان نسل د ور اړولو لپاره حتی دوی ته ځانګړې ناستې برابرولې، مېلسمتیاوې يي جوړولې او د فکري تاثیر پر ځای يي ډېری وخت دوی تر احساناتو لاندې لومړی د خپل ځان تابع ګرځول، بیا به يي کرار کرار تغیر تر دې بریده شو، چې خپل محسن او د هغه فکر به ورته الګو ښکارېده!»

د سرمقالې د لیکوال په باور وړاندې تر دې پر ځوانه طبقه او تنکي نسل د خپلو موخو د تحقق لپاره خورا لوی کار کې ده، ځکه خو اوس هم اړینه ده چې د خپل نسل د سالمې روزنې په موخه دعوتي، تعلیمي او رسنیز ادرسونه خپل مسؤلیت ادا کړي.

«مسؤل ادرسونه چې دعوتي، تبلیغاتي او ښوونیز يي په سر کې راځي، باید له دې تنکي نسل سره د اړیکو یوه داسې پرانیستې کړکۍ ولري چې د فشار په وسیله د یو دمي مجبوري بدلون پر ځای يې، په نژدېوالي، اړیکو جوړېدو او دوامداره وخت ورکولو سره په تدریج سره داسې بدل کړي چې په ارادي ډول پر خپله غلطۍ اعتراف وکړي او دا اعتراف خپل کسر شان هم ونه بولي.»

سرمقاله وړاندې کاږي چې ځينې مطرح سیاسي، دعوتي او فرهنګي څېرې باید د غونډو، مخامخ مجلسونو او بېلابېلو مناسبتونو په پلمه له ځوان نسل سره اړیکه ټينګه کړي او په دې ډول يي په ذهن کې ځينې هغه شکوک چې ور اچول شوي و، وتوږل شي.

«اوس تر دې شدیده اړتیا، دیني مسؤلیت او ملي وجېبه ده چې مطرح فرهنګي، علمي او ادبي څېرې ځوان نسل ته وخت ورکړي، ور شي، ورسره کېني، ور ويې غواړي، غږ پرې وکړي او داسې فکر وکړي چې د خپل کور اولادونه يي دي، چې دوه لسیزې ترې ورک وو.»

دا اونیزه چې له کابله په خپلواک ډول فعالیت کوي په فرهنګي، دعوتي او فکري برخه کې نشرات کوي او د مسؤلینو په وینا يي لومړنۍ خپلواکه چاپي خپرونه ده چې ټول افغانستان ته رسول کېږي.

ادرسونه:

www.youtube.com/@huryatawniza
twitter.com/AwnizaH

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx