شعـــــرونه

اوولسمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۱۷/جماد الثاني/۱۴۴۴

د (ګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
لا مې خمار لره لمبې پاتې دي !
لا تـندرونـه د تـوبې پـاتې دي !
ارواښاد حمزه بابا (رح)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

له محتسب نه څۀ نخرې پاتې دي
په میخانه کې ترې درې پاتې دي
پیر محمد کاروان

په دې مالت کې یې یادونه اوسي !
دې ښار کې ډیرې خاطرې پاتې دي
اسرار عمر

د تقدس کیسې روا ګڼمه !
د محبت کیسې کیسې پاتې دي
اکرام الله امید

زموږ د حسن ښاپيرۍ مړه نۀ ده !
لا تورې څڼې اوشملې پاتې دي !
مفکر رښتین

ښه شو چې پاپ موسيقۍ سر وخوړو !
ښه شو دیرا پاتې ، چمبې پاتې دي
نورالحبیب نثار

لا د ازمون سمندر غاړې وهي
لا یې بلها نورې څپې پاتې دي !
محمودي انصار

مامې د خیال په تصویر ځان غلط کړ،
تر حقیقت لاري اوږدې پاتي دي
عتیق الله یون

څومره لا تم شمه نور څه راکوې؟
کوم ستمونه، زمانې پاتې دي؟
عزیزالرحمن ایاس

هغه مات شوي زړونه ورغوئ
هر څوک چې لرې له کعبې پاتي دي !
همت کوچی

په زندګي اعتبار نۀ دی پګار
نه مودې کمې نه اوږدې پاتې دي !
مفتي حبیبي

تۀ ! د رڼو ستورو په شپول کې بنده
سپوږمۍ ! لۀ ما هم ویښې شپې پاتې دي
عنایت الله عرفان

زه د خلوت په رنځ لړلی سړی
ما سره ډېرې حادثې پاتې دي !
اکرام الله امېد

زما د خيال په خیالیګره سیمه !
يو څو یادونه د هغې پاتې دي
فکرمل طالب

شپه به لا نوره هم اوږده پاتې شي
په مخ دې زلفې چې خورې پاتې دي !
علامه محمدي

ستا په هجران کې مې توی شوي اوښکې
لا په لمنه کې ويدې پاتې دي !
هاشم ذاکر مهاجر

شپه د وصال تر پایه ورسېده
خو لا کیسې بې اندازې پاتې دي !
راشد کامران

د مهاجرو اوښکو نښې اوس هم
ستا د سپين مخ پر صحِفې پاتې دي !
نور قانع

لا خو د سترګو قیصې ختمې نه دي
لا مې بلا ډیرې ګیلې پاتې دي !
ثناءالله معصوم

لا مې د اوړي غـرمه نۀ ده هېره
لا مې پر ژبه ستا خولې پاتې دي !
عبدالغني وفا

لا دې جبین ذهن کې ړنګ نۀ دی
لا دې د شتون د کیف وږمې پاتې دي !
اسرار عواد

لا د وصال پۀ مړوند خوب غواړمه !
لا مې عاشقې حوصلې پاتې دي !
جهادي عمري

لا دې په سترګو کې انکار پاتې دی !
لا مې په سترګو کې ګیلې پاتې دي !
عنایت عرفان

لا مې ارمان د حُب موړ شوی ندی،
رُوحه ورځو د عرش کُرې پاتې دي!
راشد جالب

د مینې عشق مې ټول وجود وسېزۀ
ترې په یادګار کې مړې ایرې پاتې دي
نورګل اندړوال

چا وې له څرمې زندانونه شوه ړنګ
نه يې پنجرې، نه يې تمبې پاتې دي
نثار

لا خو د مینې فلسفه ځوانه ده
د بلالي غږ انګازې پاتې دي !
منتظر نجرابی

لۀ فزیکي اشغاله خلاص شؤ هېواد
خو د فکري اشغال ریښې پاتې دي !
منصور درمان

نور به هم ښکلی شي سپین مخ د جانان
لا پرې څۀ نښي د جګړې پاتي دي !
خالد منعم

ستا د غزل – غزل ځواني ترسیم کې
یو تاند خمار څو کرشمې پاتي دې !
طالب سحر

ما دې لۀ سترګو نه بيعت کړی دی
د ديدنو دې وظيفې پاتې دي !
بسم الله حيدري جان

ستا دښکلا سراب مې زړه ووهي
دا چې منزل ته فاصلې پاتې دي
مهاجر فراهي

د چا له وینو یې دی رنګ اخیستی
د ګلاب ځکه شونډې سرې پاتې دي !
محمودي انصار

زۀ یې د حسن له تعبیره عاجز
زړۀ کې مې بندې فلسفې پاتې دي
ثناءالله معصوم

دګرمې مینې برکت دې بولم !
تڼۍ مې خلاصې دسینې پاتې دي
احمد غازي

ستا بېلتانۀ کې مې پۀ زړۀ خؤړلي
رغندې څړیکې لا پخې پاتې دي
منصور درمان

څۀ له تقدير څۀ له اسرې پاتې دي !
هيلي مي ټولي را ته مړې پاتې دي !
معاویه زيارمل

تر تا درتلل لالیه خدازده وشي
پلی درځم او فاصلې پاتې دي !
طالب کریمي

درپسي غورځوم د اوښکو کاڼي !
د درد ويشتو ته مې لېمې پاتې دي
عابد ځواک

زۀ او تۀ یاره خوږ ماښام د مینې !
لا ډیر خواږه د هغې شپې پاتې دي
محسن احسان

څو ارمانونه مي دزړه پۀ کور کې
دانه – دانه لکه تسبې پاتې دي !
یعقوب شجاع

ته رانه لاړې خدایږو چیرته به یې ؟
د پلونو نښې دي دلې پاتې دي !
محبوب شاه اغا

ستا د یادونو کتابونه ماته
د خاطرو دې قافلې پاتې دي !
ګمدل

د مرګ سیلۍ جانانه دواړه يوړو
لۀ تا نه هار لۀ ما تسبې پاتې دي !
فیض محمد فیضان

عشقه ! پۀ تا پسې د ډيرو خلګو
ډيري ګيلې درنې درنې پاتې دي !
نقیب الله حنیف

مايوسه نه يمه لوى رب لرمه !
لا مې د ښه ژوندون اسرې پاتې دي
ادیب جواد

جااار د وطن د دنداسو په سُرخۍ
شونډې دې لا هغسې سرې پاتې دي !
فکرمل طالب

د زړۀ پۀ باغ مې خزان نشي راتلی،
پرې د بهار لالي کیسې پاتې دي
ستار مبهم

خدای دې موسم یو څه انتیک غوندې کړي !
د تا په دید مې کفارې پاتې دي !
منصور طالب

ډېر وخت شو ښکلي مې لیدلي نه دي
ځکـه لۀ ما مشاعرې پاتې دي !
نصرت طالب

ولې پوښتنه د چنار نۀ کوې؟
له بلبل ولې زمزمې پاتې دي؟
الحاج احمدی

څیرې تڼۍ پۀ ډاګه چغې وهي
پرې دې د جبر نمونې پاتې دي
مهاجر فرید وزی

د ژوند سفر به مې ختمېږي کله؟
لا یې څو ورځې او څو شپې پاتې دي؟
شفق

د مينې سخت ګوزار مې زړۀ خوړلی
دا جوړ خپونه لۀ هغې پاتې دي !
احسان ژمن

هو؛ د توبې دروازې نۀ بندېږي !
ښه، د ګناوو دریڅې پاتې دي؟
حامد ناصر

اوس مې پرې ایښې لوپري ورپسې !
اوس مې لاسونو کې تسبې پاتې دي
احمد غازي

دا شهيد شوی دی زلمی په سـ‌نګر
که يې خوږې سترګې ويدې پاتې دي؟
حامد ملنګ

لۀ شل کلن جهاد نۀ ستړي نۀ دي !
لا خو یې غشي او لیندې پاتې دي
عرفان الله عرفاني

له مرګ زندان او جنګه نه ویږي
ډېر شاه زلمیان د عقیدې پاتې دي !
احمد بهار بهیر

ورکه لالیه ستا د تللو ګټه !
ماته د هجر زمزمې پاتې دي
جهادي عمري

پـۀ جدایي دې دومـره وۀ ژړېدم
اوښکې مې ډنډ سترګو کې مړې پاتې دي !
صفی الله رائد

ته رانه ورک یی ته په کومه لاړې؟
په زړه می ستا د یاد رمې پاتې دي !
وحیدالله وحیدي

زما د زړۀ پۀ پرهرونو کې ستا
د بېلتانۀ ماتې چړې پاتې دي
ادریس حقیار

څوک شته چې لاس تېر کړي پر سر د يتيم ؟
پر مخ يې اوښکې لا رڼې پاتې دي !
ق منصور غزنوي

لالیه دومره زر یې مه ختموه !
لا مو تر منځ ډېرې کیسې پاتې دي
تڼيوال مفتون

ته څومره ژر لۀ باله ولوېدلې
لا خو ازغنې زمانې پاتې دي !
الحاج احمدي

د زړۀ نرګسه ! تۀ غوړېږې کله ؟
د انتظار لا څو شېبې پاتې دي ؟
نقیب الله حنیف

ژوند چې په ما پورې ملنډې وهي
ډېوې د هیلو چېرته مړې پاتې دي
اکرام الله امېد

اوس چیرته اوسۍ یوسف مخیو خلکو؟
لا مې په یاد ستاسو څېرې پاتې دي !
نورګل اندړوال

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx